ولسي مبارزه ''عدم تشدد کتاب'' چاپ شو

دا کتاب پنځه څپرکي لري چې د کتابي سایز په ۱۸۳ مخونو کې راځای شوي دي. د انځور حقوق
Image caption دا کتاب پنځه څپرکي لري چې د کتابي سایز په ۱۸۳ مخونو کې راځای شوي دي.

د خاموشۍ د کلتور ماتول، په ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي چارو کې برخه اخیستل، اویا د برخې اخيستلو لپاره پر امنه لارې چارې په ګوته کول، همدغه راز د ولسي مبارزې لارې چارې له افغان کلتور سره تړل او یا ورته په دې کولتور کې بېلګې پیداکول د ولسي مبارزې د کتاب اساسي موخې دي.

د ''ولسي مبارزه'' کتاب کې د ولسي مبارزې یا عدم تشدد سره د يوې وسيلې په توګه د چلند سپارښتنه شوې او استدلال شوی چې ولسي مبارزه نه يوازې دا چې د لانجو او شخړو سره د چلند يوه معقوله لاره ده بلکې ښه پوره موثره لاره هم ده.

د خاموشۍ کلتور هغه حالت ته ویل کېږي چې خلک پکې د ستونزو، پرمختګونو او بدلونونو په اړه ځانونه بې وسه ګڼي، او ددغه حالت د ښه کولو او بدلولو لپاره اقدام نه کوي، زه فکر کوم چې د بې وسۍ دغه احساس او یاپه بله ژبه د خاموشۍ د کلتور خپرېدا د افغانستان او افغانانو د اوسنیو ستونزو له بنسټیزو لاملونو څخه یو دی.

په کتاب کې د ولسي مبارزې ''عدم تشدد'' له تعريف واخله د ولسي مبارزې د پیلولو او غزولو تر ستراتیژیو جوړولو پورې د ټولو اړوندو موضوعاتو په عملي او تیوریکي اړخونو بحث شوی.

د ولسي مبارزې کتاب لومړنی ايديشن ما یو کال وړاندې ليکلی وو، خو د وخت په تېرېدو سره دې پايلې ته ورسېدم چې په کتاب کې بايد يو لړ نور موضوعات هم ځای پرځای شي، چې د کتاب محتوا لاپسې بډای شي.

د هرې کچې لوستونکي ته

دغه موخې ته د رسېدو په خاطر مې په کتاب کار وکړ، له پوهانو او مبارزينو سره مې بحث او مشورې وکړې او د کتاب دویم ايډشن مې دا دی تر ښه شتمن کېدو وروسته چاپ کړ.

دا کتاب پنځه څپرکي لري چې د کتابي سایز په ۱۸۳ مخونو کې راځای شوي دي.

دا کتاب داسې لیکل شوی چې د هرې کچې لوستونکي ترې ګټنه کولی شي، ان هغه لوستونکي چې د ولسي مبارزې سره هېڅ بلد نه وي، هم کولی شي له دې کتاب داسې فکرونه واخلي چې په خپل ژوند کې یې په عملي کولو سره ښې لاسته راوړنې ولري.

+ د لیکوال بل مطلب (د باچا خان عدم تشدد او نورې مبارزې) ولولئ.

ورته مطالب