ځنگلونه څنگه اور اخلي؟

ځنګلونه څه ډول اور اخلي؟

د انځور حقوق bbc
Image caption د اور لپاره درې شیان اړین دي، د سونګ مواد، اکسیجن او تودوخه

د کاناډا په البرټا ایالت کې په ځنګلونو کې د لګېدلی اور په اړه اوس وېره ده، چې ور څېرمه ساسکچیوان ایالت پورې غزېږي. د تودو او وچو بادونو له امله چارواکي تراوسه پورې ددغه اور په وژلو کې بریالي شوي نه دي او اتیا زره وګړي د همدې اور له امله د خپلو کورونو پرېښوولو ته اړ شوي دي.

په ځنګلونو کې اور څنګه لګېږي؟

د اور لپاره درې شیان اړین دي، د سونګ مواد، اکسیجن او تودوخه.

اور وژونکي چې کله د اور وژلو هڅه کوي، اکثره وخت له فايرټراينګل څخه کار اخلي، چې مطلب يې دی، که له یادو شویو درې شیانو يو هم لرې کړو، اور وژل کېدلی شي.

د دوبي په موسم کې کله چې د تودوخې درجه ډېره پورته وي او د وچکالۍ حالت وي، نو يوازې له يوې سکروټې هم اور لګېدلی شي.

ان کله کله خو اور د لمر له تودوخې او یا د تندر له پرېوتو څخه هم لګېږي.

د انځور حقوق bbc
Image caption کله کله خو اور د لمر له تودوخې او یا د تندر له پرېوتو څخه هم لګېږي

خو په ځنګلونو کې د اور لګېدنې تر ټولو لوی لامل د انسانانو بې احتياطي بلل شوې، چې کله يې په لوی لاس هم اور ورته کېږي.

اور په دومره چټکۍ سره څنګه غځېږي؟

کله چې په ځنګل کې يو ځل اور ولګېد نو باد، پېچومی، ځوړوالی او د وچو ونو په بڼه شته سونګ مواد په چټکۍ سره د اور خپريدو لامل ګرځي.

چېري چې همدغه درې شیان وي د اور وژل بیا نژدې ناشونی شي او د سترګو په رپ کې په ډېره لویه سیمه دا اور بل شي.

راب ګزارډ چې د ځنګلونو د ساتنې د ادارې یو کارکوونکی دی، وايي په هغو سیمو کې چې پېچومی یا ځوړوالی وي، د اور غځېدلو کچه درې برابره ډېره شي.

ایا موسم کوم رول لري؟

هو! موسم په دې کې مهم رول لوبولی شي.

کله چې وچکالي وي او موسم هم تود وي نو ورته حالت د اور لګېدلو لپاره ښه حالت دی.

د انځور حقوق bbc
Image caption کله چې وچکالي وي او موسم هم تود وي نو ورته حالت د اور لګېدلو لپاره ښه حالت دی

تاسو ته خو هغه د فایرټراينګل خبره یاده ده که نه؟ وچې ونې، واښه او داسې نور نیالګي د اور لپاره د سونګ مواد جوړېږي. کله چې ډېره ګرمي وي نو د اور غزېدلو په شدت کې هم زیاتوالی کېږي. همدا لامل دی چې غرمه مهال د اور په شدت کې زیاتوالی ترسترګو کېږي.

د ښه حالت جوړولو وړتيا

راب ګزارډ وايي، د اور لپاره د سونګ مواد او اکسیجن اړين دي، کله چې اور لګېږي نو کله کله دا بیا دداسې چاپيریال او موسم د بدلون وسیله ګرځي، چې د اور غزېدا لپاره مرسته کېداى شي.

د راب په خبره له اور لګېدلو څخه د جوړېدونکي دود او ورو له امله څوک بیا اور سم لیدلی نشي، چې له کبله يې په اور وژلو کې ستونزې رامنځته کېږي.

له اوره څه ډول بریا ترلاسه کولی شو؟

راب ګزارډ وايي، د اور د وژلو لپاره اړينه ده، چې لومړی ددغه اور په لاره کې پراته د سونګ مواد ورڅخه لرې کړئ. که تاسو ددې اندازه وکړئ، چې په راتلونکو څو ساعتونو یا ورځو کې د اور مخ کومې خواته ګرځي، نو بیا يې په لاره کې پراته همدا د سونګ مواد ورڅخه لرې کړئ، چې د اور پر وژلو کې بریالي شئ.

په کومو سیمو کې د اور لګېدو زیات خطر دی؟

د راب په خبره د بریتانيا غوندې هېواد کې چې بارانونه ډېر کېږي او د تودوخې درجه هم پورته نه وي نو هلته په ځنګلونو کې د اور لګېدلو اندېښنه ډېره کمه وي. خو ددې برعکس هغه هېوادونه چې ګرمي پکې زیاته وي او بارانونه هم لږ ولري، هلته په ځنګلونو کې د اور لګېدلو خطر بیا ډېر وي.