د هلمند یورانیمو په اړه لنډې تخنیکي خبرې

د یورانیمو منرال شکل د انځور حقوق
Image caption د یورانیمو منرال شکل

د هلمند یورانیمو زېرمو او په هغه کې د غیر قانوني لاسوهنو په اړه په وار وار ریپوټونه خپاره شوي، موږ وغوښتل چې دا موضوع له تخنیکي اړخه دلته واضح کړو، دا لیکنه د هېچا او هېڅ ډول ادعا د رد او یا هم تائید په پار نه ده لیکل شوې، موږ هڅه کړې په عامه ژبه هغه لازم تخنیکي ټکي دلته یاد کړو چې د یورانیمو استخراج، لېږد او خرڅلاو په پروسه کې پوهېدل پرې اړین دي، وروستی قضاوت او پرېکړه د لوستونکو په لاس کې ده.

خبره به له شالید څخه پیل کړو.

د یوارنیمو نوم د اورانوس سیارې له نامه څخه اخیستل شوی چې د یورانیمو له کشف څخه اته کاله مخکې کشف شوې وه. یورانیم د لمړي ځل لپاره د یوه جرمني کیمیاپوه مارتین هنریک کلاپروټ لخوا په۱۷۸۹ زیږدیز کال کې کشف شول چې دا یورانیم د پخواني بوهیما یا اوسني چک هیواد د سپینوزرو له کان څخه لاس ته راغلي ول.

یوارانیم د لمړي ځل لپاره په ۱۸۴۱ کې د فرانسوي عالم پلیګوت لخوا تجزیه او په ۱۸۹۶ کې یې د هنری بیکرل لخوا اکتیفیټي یا په خپله سر تجزیه ثابته شوه. یورانیم په لمړي ځل په ۱۹۳۸ کې د جرمني فزیکپوهانو اتوهان او فریتز شتراسمن لخوا د جرمني بن پوهنتون کې د نیوترونونو په واسطه د بمبارد په ترڅ کې وچول شول. یوارنیم د ځمکې نایابه عناصرو په ډله کې اته څلویښتم ځای لري.

طبیعي یورانیم نهه ایزوتوپونه لري چې مشهور یې U-238 او U-235 دي، په طبیعیت کې د یورانیم دوه سوه اته دیرش سلنه ٪99.2745 او د یورانیم دوسه پنځه دیرش سلنه %0.72 ده.

د یورانیمو منرالوژي

یورانیم په عمومي ډول په طبیعت کې په لږه پیمانه یا ټرېس کوانټیټي باندې نږدې په ټولو ډبرو، خاورو او اوبو کې پیدا کیږي.یورانیم د ځمکې په طبقه کې د پیدایښت کچې له مخې د عناصرو په ډله کې یو پنځوسم ځای لري او نږدې تل د نورو عناصرو سره په ګډ یا مخلوط شکل پیدا کیږي. د ځمکې په طبقه کي یې عمومي کلارک یا منځنۍ سلنه له ۲څخه تر ۴ ppm (پارتس پر ملیون) او یا هم نږدې 2.5x10^4% ده. په ټولیز ډول ډول د نوموړي عنصر زیاتوالی له قلوي څخه پورته ډبرو Ultrabasic څخه قلوي Basic او تیزابی Acidic ډبرو لورته لیدل کېږئ.

تر اوسه په طبیعیت کې د یورانیمو تر دوسوه ډوله پورې بېلابېل منرالونه پیژندل شوي خو ټول یې په داسې زیرمو کې نه پیدا کیږي چې د اقتصادي را ایستنې لپاره مناسب وي. یوارانیم په اورانینایټ UO2، پیچیبلنډ، کوفینایټ، برانیرایټ، کارنوټایټ، ټیایمونایټ او اورانوفان منرالونو کې په خالصه بڼه پیدا کېدای شي.

د انځور سرچینه: د برتانیې سروې او جیولوژي ادارې ریپوټ ۲۰۱۰

په نړۍ کې یورانیم په بېلابېلو جیولوجیژیکي چاپیریالونو کې پیدا کیږي چې د هغوۍ له ډلې څخه یې د زیرمو مهم ډولونه او اړوندې مورنۍ ډبرې مګماتیکي، هایدروترمالې، رسوبي، د جیولوجیژیکی ناموافقتونو اړوندې ډبرې، ریګي ډبرې، هماتیتي بریکسیاګانې، درزونه، کوارسي- کانګلومیراتي ډبرینې ټوټې، د ولکانونو اړوندې ډبرې، میتاسوماتیتی کتلې، میتامورفیکي ډبرې، تور سلانسونه او سطحی نرم رسوبات دي.

یورانیم کیدای شي په پرانیستي ډول یاOpen-pit، د ځــــمکې لاندې را ایستنې Underground، ساحوي اوبه کولوIn-situ leaching او یوشمیر نورو کړنلارو استخراج شي. یورانیم د نورو عناصرو لکه مسو او سرو زرو سره یو ځای د ضمنی عنصر یا Co-product or by-product په شکل هم استخراج کېږي چې یواځې په ۲۰۰۸ کال کې د دې ډول استخراج سلنه تر لس پورته وه.

په نړۍ کې د یورانیمو زېرمې

لکه څنګه چې د یورانیمو په منرالوژي کې ورته اشاره وشوه، په ټوله نړۍ او هر چاپیریال کې د دې عنصر کمی نشته، د برتانیې سروې او جیولوژي ادارې د ۲۰۱۰ کال د ریپوټ پر بنسټ د ټولې نړۍ د اړتیا وړ یورانیم په لاندې هیوادونو کې په لاندې کچه استخراج کېږئ:

Image caption د لړلیک سرچینه: د برتانیا سروې او جیولوژي ادارې ریپوټ - ۲۰۱۰

د یورانیمو بیه

یورانیم تر اتیا سلنې زیاد دوږد مهاله قراردادونو په واسطه پلورل کېږي، د دې ترڅنګ په ورستیو کلونو کې د یورانیمو لاس په لاس بازار یا Spot market هم را مینځ ته شوی چې په لږه اندازه یې د لابراتواري تجربو لپاره آن په آمازون او اي بې هم پلورل کېدای شي. له ۱۹۸۸ تر ۲۰۰۴ کلونو پورې د یورانیمو بیه په نسبي ډول ټیټه وه خو په دې ورستیو کې د نړۍ چټک مخ پرودې هستوي برېښنا مارکیټ له کبله د یورانیمو بیه هم مخ په لوړېدو شوې، د ۲۰۰۴ کال په ورستیو کې د یوه پونډ یورانیمو بیه د ۲۰ امریکایي ډالرو په شاوخوا کې وه؛ خو دا بیه د ۲۰۰۷ په جون کې تر ټولو لوړه او د یوه پونډ بیه یې تر ۱۳۸ امریکایی ډالرو پورې ورسېده. دا بیه د ۲۰۰۷ په دویمه نیمه او ۲۰۰۸ په اوږدو کې را ښکته او د ۲۰۰۸ په درشل کي یې د یوه پونډ بیه بیرته ۴۵ امریکایي ډالرو ته راښکته شو. د یورانیمو د یوه پونډ بیه له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۶ پورې له ۲۷ څخه ۵۳ امریکايي ډالرو پورې نوسان کوي، دا بیه دمګړۍ 27.50 ډالره ده.

په افغانستان کې د راډیواکټیف او هستوي عناصرو کانونه

د هغو مطالعاتو له مخې چې په اتیایمې لسیزه کې، په دې ورستیو کې د برتانیې سروې او جیولوژي ادارې او همداراز د آمریکا سروې او جیولوژي ادارې لخوا ترسره شوې دي د پروان ولایت سرخ پارسا او د هلمند ولایت شمالی او سویلي خانشین څنډې د راډیو اکټیفو په تېره بیا یورانیمو لورنکې سیمې تثبیت شوې دي. د بریتانیا او امریکا سروې او جیولوژي ادارو د هوايي او ځمکمي اندازه ګیري ترڅنګ ډېره تکیه د اتیایمې لسیزې په هغو څېړنو کړې چې د افغان او روسي انجنیرانو لخوا ترسه شوې دي.

په افغانستان کې د راډیواکټیف عناصرو منرالیزیشن په عمومي ډول د کاربوناټیټي تشکیلاتو سره اړیکې لري چې ډېره برخه یې د هلمند ولایت خانشین د ولکان کاربوناټیټونه دي. یاد کاربوناټیټي کمپلکس د سیستان تر اوروجیني وروسته ژورې په مرکزي برخه کې پروت دی چې د نیوجین– څلورمی رسوباتو په واسطه ډکه شوې ده. د خانشین کاربوناټیټي ولکان په نسبتا لوړ تکتونیکي بلاک کې دي چې د لویدیځ اوختیځ له لوریو د طول البلدي ماتې او شمال له لوري د عرض البلدي ماتې په واسطه چارپير شوی دی.

د شمالي خانشین یورانیم لرونکې کاني څرګندیدنه د تیتو او خپرو سلیکان شوو ریګي او خټینو ډبرو کې پرته ده چې تر ۲۵ مترو پورې سور او ۲ کیلومترو پورې اوږدوالی لري. د یوارنیمو اندازه یې له 0.006 څخه تر 0.015 سلنې پورې او د توریم اندازه یې له0.002 څخه تر 0.01 سلنې پورې رسېږي.

د انځور حقوق
Image caption د لړلیک پربنسټ دغه سلنه لاسته راځي

د سویلیي خانشین یورانیم لرونکې کاني څرګندیدنه دخانشین د ولکانو-ګنبدي ساختمان، چې عمر یې مخکنی څلورمی Quaternary, Upper Pliocene دی، په سویل- لویدیځه برخه کې پرته ده. د یورانیمو منرالیزیشن د نیوجین په سور رنګه ریګي ډبرو کې ځاې پر ځای شوی، نوموړې ریګي ډبرې دکاربوناټیټي ډایکونو په واسطه چې له 0.05 څخه تر 0.5 مترو پورې پنډوالی او له 0.3 څخه تر 1.5 کیلومترو پورې اوږدوالی لري پرې شوې دي.

کاني منرالیزیشن سویل– لویدیځې برخې ته د ډیر میلان لرونکې ماتې سره تعلق لري چې د شعاعي درزونو او کاربوناټیټونو د ډایکونو پهواسطه پرې شوې ده. ریګي ډبرې د ماتې په زون کې نوي هایدروترمالي– میتاسوماتیکي بدلونونه زغملی دي. وروسته په کانی پړاوو کې د شمال لویدیځې برخې د عمودي درزونو د پاسه د یورانیمو منرالونه را غونډ شوي. په کاني څرګندیدنه کې څلور کاني جسمونه تثبیت شوي چې له دې ډلې یو یې صنعتي پارامترونه لري مانا اوږدوالی یې له300 مترو څخه زیات، پنډوالی یې له 14.2 څخه تر 58 مترو پورې د ایروژن یا تخریب په واسطه تر ۱۰۰ مترو ژوروالي پورې لوڅ شوی دی.

د یورانیمو ډیره بډایه کانلرنه چې له ۱٪ څخه زیات فلز لري د اعظمي درز لرنې د زون د غټ دانه منفذ لرونکو ریګي ډبرو سره تعلق لري. د اکسیډیشن په زون کې له 5 څخه تر 7 مترو پنډوالی سره یورانیمي سلیکاټونه، اوبه لرونکی اورانینیټ، یورانیلي فاسفاټ او یوارنیم لرونکی ګچ لیدل کیږي. په10 څیړل شویړ نمونو کې د کاني ډبرو کیمیاوي ترکیب په لاندې ډول دی: SiO2- ٪46.53، CaO-٪11.65، MgO- ٪5.76، Fe2O3- ٪2.67. FeO- ٪1.14، Al2O3- ٪5.78، TiO2- ٪0.53، MnO- ٪0.05، P2O5- ٪1.63، SO3- ٪1.95، Na2O- ٪0.60، K2O- ٪3.18، SrO- ٪0.47، BaO- ٪0.34 او ٪17.24 نور مرکبونه. د خانشین د ولکان یورانیمو مګنیټیکي انومالونه د مخکنیو کلسیتي کاربوناټیټونو سره اړیکی لري چې په بیلو بڅرکو او تشځایونو پورې اړوند پیروکلور په واسطه منځ ته راغلې. په پيروکلور کی د یورانیم مقدار ٪5.7 دی.

د یورانیمو استخراج او پروسس ستونزې او ننګونې

لکه څنګه چې یادونه وشوه سل سلنه خالص یورانیم په طبعیت کې نشته، د دې لپاره چې یورانیم د هستوي برېښنا او هستوي ټکنالوژي نورو موخو لپاره وکارول شي لمړی باید د کان په سیمه کې دا یورانیم ژرنده، بیا په ژړ کېک واړول او بیا د وروستني پروسس لپاره د بډاینې او یا هم بېلونې تائسیساتو او بیا له هغه ځایه د سون توکو تولید فابریکې ته یوړول شي. دا پروسه ډېره ستونزمنه او پېچلې ده ځکه لمړی خو یورانیم یو راډیو اکټف عنصر دی او چاپیریال ته وړانګې خپروي.

هر هغه څوک چې په دې کان کې کار کوئ که له وړانګو څخه د ځان ساتنې مصؤونیتي او محافظتي وسایل او اصول په پام کې ونه نیسي د وړانګو لمړی قرباني دی، ځکه راډیو اکټیف وړانګې چټکې، نه لیدونکې او په لوړه کچه خپرېږئ. دوهمه خبره یې د بیې ده، که چېرې په یوه کان کې په لږه کچه یورانیم وي او یا هم د غلظت اندازه یې په ستر کان کې هم ټیټه وي نو د دومره پېچلې، قیمتي او اوږدې پروسې لپاره هیڅوک خپل وخت، پیسې او بشري قوه نه ضایع کوي مګر که دا کار یوازې د څېړنو په پار وکړئ.

همداراز په کان کې رامینځ ته شوې دوړې کولای شي هر هغه څوک سرطان ته ورته وژونکو ناروغیو اخته کړي چې آن له کان څخه په کیلومترونو لرې اوسېږئ نو د دوړو مهار کول د مصؤونیتي چارو لمړی او غټ اصل دی چې دا چاره هیڅ آسانه او ارزانه نده. د یورانیمو استخراج او پروسس پرمهال له وړانګو څخه د کارکوونکو، چاپیریال او هوا ککړتیا مخنیوي لپاه د نړیوال اټومي انرژي آژانس لخوا دوه ستر لارښودونه خپاره شوي چې د نړیوال اټومي انرژي آژانس غړي هیوادونه یې د یورانیمو استخراج په وخت په پلی کولو مکلف دي.

د یورانیمو استخراج په وخت کې ډېر داسې راډیواکټیف عناصر تولیدېږي چې د اکټییفیټي له اړخه تر یورانیمو ډېر ځواکمن دي لکه راډیوم او راډون ګاز چې د تنفس په صورت کې د سږیو سرطان لامل ګرځېدای شي. د راډون ګاز له سګریټو وروسته د سرطان دوهم ستر لامل پېژندل شوی.

د یورانیمو استخراج او پروسس که له یوې خوا خورا لوړه سرمایه او بشری قوه غواړي، له بلې خوا بشري تخصص هم اړین دی، یو پوځي، عادي وګړي او یا هم غیر مسلکي شخص د یورانیمو په کان کې په کار کولو سره د خپل مرګ بیه په خپله پرې کوئ. د یورانیمو کان کې کارکولو په وخت لاندي ټکي په ټوله نړۍ کې منل شوي اصول دي.

  • هر کارکوونکی باید د ټول بدن پاکوالي ته په کلکې پاملرنې سره، د کار له پیل څخه مخکې او وروسته لاس، مخ او د ځان هغه برخې چې د کار په وخت کې لوڅې وې پرېمنځي.
  • د استخراج، لېږد او پروسس په سیمو کې د وړانګو پېژندنې او اندازه ګیري آلاتو، شخصي ډوزي مټرونو او فلم بېجونو شتون حتمي دی
  • له وړانګو څخه د ځان ساتنې مشهور اصل یا آلارا ممکن محدود وخت، محدود واټن او مناسب پوښښ پلی کول حتمي دي
  • د راډون او نورو راډیو اکټیف ګازونو د ایستلو لپاره د تهویې منظم او مکمل سیسټم نصبول ضروري اصل دی
  • د کان سیمه کې د ممکنه دوړو مکمل مخنیوی چې باید دوړې چاپیریال کې را مینځ ته او خورې نشئ
  • له کان څخه د لېږد لپاره سربي محفظې او همدارنګه د لېږد لارې پاک ساتل او هغو ته ځانګړي ټرانسپورټي وسایل

وروستۍ خبرې

په نړۍ کې د یورانیمو وفرت، په افغانستان کي یې محدود او ضعیف شتون، د وړانګو حفاظتي اصولو، د استخراج او پروسس مالي، صحي او تخنیکي ستونزو ته په کتو سره مونږ ونشوای کولای په دې سلا شو چې ګوندې کومه نړیواله کمپنۍ دې له افغانستان څخه د یورانیمو استخراج، پروسس او خرڅلاو ته زړه ښه کړئ.

د هر وګړي شخصي نظر ته په درناوی سره موږ ته د افغانستان د یورانیمو زېرمې دومره نه ښکاري چې آن په خپل د افغانستان حکومت دې په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړئ ځکه له منرالوژیکي پلوه د دومره ټیټې سلنې یورانیمو لپاره د ټڼونو مورنیو ډبرو لېږد له تخنیکي پلوه ناشونی او له اقتصادي پلوه غیر منطقي دی.