هغه نقشه چې د یوې پېړۍ خوابدیو سبب شوه

د انځور حقوق
Image caption د ۱۹۱۶کال نقشه، د مارک سایکس او فرانسوا جیورجیس پیکټ له لاسلیکونوسره ( تصویر د ملي آرشیف)

سلمې کلیزې ته په رسېدوسره، د سایکس- پیکټ د ۱۹۱۶کال د پټ تړون میراث، په سیمه کې د بېسارو غندنو سره مخ شوی.

په داسې حال کې چې عراق د ژورو ناکراریو او ټوټې کېدوسره مخ دی، په شمالي کور واکه سیمه کې کردي مشران ګواښ کوي چې جلا به شي اوبشپړه خپلواکي به اعلان کړي.

د اسلامي دولت په نامه ډلې توند لارو د ۲۰۱۴ کال په جون کې د عراق او سوريې ترمنځ پولې د بولدوزرونو په مرسته اوارې کړې اواعلان يې وکړ چې ددې سیمې ټولې پولې او سرحدونو به له منځه یوسي او د سایکس- پیکټ تړون به د تل لپاره خاوروته وسپاري.

دا چې د عراق او سوريې د واحد دولت او د اسلامي دولت ډلې برخلیک به څه کېږي چې د سایکس- پیکټ پروژې لپاره مهم دی، نه دی معلوم.

د انځور حقوق
Image caption د ۲۰۱۴ په جون کې د اسلامي دولت ډلې لخوا خپره شوې ویډیو ښيي چې د سورېې او عراق ترمنځ پوله د بولدوزر په مرسته له منځه وړل کېږي( تصویر د اسلامي دول ډلې )

په حقیقت کې، د منځني ختیځ اوسني سرحدونه یا پولې، یوه يې هم د هغه سند له مخې نه ده جوړه شوې چې د ۱۹۱۶ په مې کې بریتانوي او فرانسوي ډپلوماټانو مارک سایکس او فرانسوا جیورجیس پیکټ لاسلیک کړی وو.

د عراق او سورېې ترمنځ سرحدي پوسته چې د اسلامي دولت ډلې په تاریخي ډول د ځمکې له مخ نه لیرې کړه، ښايی د هغې مشهورې لیکې نه چې ’’ په شګوکې لیکه’’ نومېږي اود سایکس او پیکټ لخوا کښل شوې وه، په سلګونو کیلومتره لیرې وي.

په اصطلاح په شګوکې دغه مستقیمه لیکه په شمال ختیځ کې له پارس څخه پېل شوې، د موصل او کرکوک ترمنځ تېره شوې، د دښتې له لارې د مدیترانې پرلور غځېدلې، د شمال لویدیدیځ پرلور کږه شوې او د فلسطین د پورتنۍ برخې پرڅنډه را تاوه شوې ده.

د دې سیمې اوسنۍ پولې اوسرحدونه د عثماني امپراتورۍ له ړنګېدو او د لومړۍ نړیوالې جګړې له ختمېدو نه وروسته، د یولړ تړونونو،کنفرانسونو، معاملو او نښتو د پیچلې پروسې په ترڅ کې رامنځته شوي دي.

خوپه دې پروسې او په راتلونکو لسیزوکې، د ۱۹۵۶ کال د سویز کانال ترکړکېچه او ان له هغې نه آخواهم، د دوو اصلي سیالو استعماري ځواکونو د بېرحمانه هیلواو ګټو تراغېزلاندې، د سایکس- پیکټ د تړون روحیه مسلطه پاتې وه.

د کردانو وخت؟

ځکه چې د سایکس- پیکټ تړون دغه عصر پېل کړ او د پټو استعماري نقشو د کښلو د مفهومونو او ددغې ټول عصر یو سمبول وگرځېده، چې بهرنیوځواکونو به خپله اراده تپله، پولې به يې جوړولې او خپل لاسپوڅي سیمه ییز مشران به يې واکمنول، په محلي خلکوکې به يې بې اتفاقي اچوله او حکومت به يې ورباندې کاوه، دخپلو استعماري سیالانوسره به يې د ’’ ګاونډی خوار- خپل ځان بسیا’’ لوبه کوله.

د انځور حقوق
Image caption مسعود بارزاني باور لري چې کردان به بالاخره د یو دایمي هیواد دریځ ترلاسه کړي ( تصویر د رویټرز)

په نتیجه کې منځني ختیځ کې راز راز هېوادونه رامنځته شول چې دپولو او سرحدونو په جوړولوکې ېې په عمومي توګه نژادي، قبیلوي، مذهبي یا ژبنیو ملاحظاتوته چندانې پام نه وو شوی.

معمولا د اقلیتونو مجموعې وې، داسې هېوادونه په طبیعي ډول د تجزېې خطر سره مخ وي، مګر داچې د یو پیاوړي شخص یا ځواکمن مرکزي حکومت لخوا په وسپنیزو مونګلوکې یوموټی وساتل شي.

د حیرانتیا وړ داده چې هغه دوه پیاوړي ځواکونه چې د سایکس- پیکټ پرمیراث يې برید کړی، یوله بل سره په جګړې بوخت دي: د اسلامي دولت ډلې توند لاري، اود عراق او سوريې په شمال کې کردان.

د انځور حقوق
Image caption کردانو د سورېې په هغو سیموکې چې ددوې ترکنټرول لاندې دي د یو فدرالي نظام جوړولو اعلان کړی (تصویر د رویټرز )

په دواړه هېوادونوکې، د اسلامي دولت ډلې پرضد مبارزې کې کردانو د لویدیځ ترټولو اغېزمن ملګري په توګه ځان ثابت کړی، خو دواړه خواوې غواړي چې د سیمې نقشه بدله کړي.

د عراق د کورواکې کردي سیمې مشر، مسعود بارزاني، بي بي سي سره یوې مرکې کې وویل:

’’ یواځې زه نه یم چې دا وایم، حقیقت دادی چې سایکس- پیکټ ناکامه شوی، هغه ختم شوی دی’’، ’’ د سیمې لپاره باید یوه نوې فارمولا جوړه شي، زه ډېر خوشبینه یم چې پدې نوي فارمولا کې به، کردان [ دخپلواکۍ لپاره] خپله تاریخي غوښتنه او حق ترلاسه کړي.’’

’’ له لومړۍ نړیوالې جگړې وروسته د عراقي دولت د جوړېدو راهیسې موږ ډېرې ترخې تجربې تېرې کړي دي. موږ هڅه وکړه چې د عراق یووالی وساتو خو د ټوټې کېدو مسول يې نه یو- نورو هغه ټوټې کړ.

’’ موږ هغه ګډوډۍ او ستونزې نه غواړو چې له ټولو اړخونويې عراق کلابندرکړی دی.’’

بنسټ له پولوسره

ولسمشر بارزاني وویل د خپلواکۍ لپاره هیلې ډېرې جدي دي او’’ په ټول قوت سره’’يې د چمتو والي هڅې روانې دي.

د انځور حقوق

هغه وویل لومړی ګام باید دا وي چې بغداد کې مرکزي حکومت سره ’’ جدي مذاکرات’’ وشي او یوپوهاوي او حل لارې ته، چې کردي مشران يې په خوشبینۍ سره یو ’’ دوستانه جلا کېدل ’’ بولي ورسېږي. هغه وویل که دا کار نتیجه ورنه کړي، کردان باید په یو اړخیزه توګه د خپلواکۍ په اړه یوه ټولپوښتنه اعلان کړي.

’’ دا یو اړین ګام دی، ځکه چې ټولې پخوانۍ هڅې او تجربې ناکامه شوي. که اوسنى حالت د خپلواکۍ سره مرسته ونه کړي، داسې شرایط نه شته چې ددې حق غوښتل پکې نه وي.’’

د عراق کردان سمندرته لاره نه لري او شاخوا ګاونډیان يې سوریه، ترکیه،ایران اوپه خپله عراق- چې په دودیزه توګه يې د کردانو هیلې ځپلې دي. د اسلامي دولت ډلې ترفشار لاندې، کردان له پخوا نه زیات پر لویدیځو ځواکونو متکي دي چې هغوى هم ورته توصیه کوي چې له عراق سره دې پاتې شي.

خو که عراقي کردان په نژدې راتلونکې کې خپلواکي ترلاسه کړي یا نه کړي، هغوى همدا اوس د ځان لپاره یوه سیمه یا بنسټ جوړکړی چې پولې او سرحدونه لري، خپل بیرغ ، نړیوال هوايي ډګر، یو پارلمان او حکومت اوخپل امنیتي ځواکونه لري - له پاسپورټ او خپلو جلا پیسو نه پرته نور هرڅه لري.

تردې حده پورې، هغوى همدا اوس دسیمې نقشه له سره جوړه کړې. د هغوى په ګاونډ، شمالي سوريې کې، دهغوى ملګري کردان هم په همدې کار بوخت دي، د ترکيې د پولو په اوږدو کې د ’’ خپلې- ادارې ’’ تر عنوان لاندې، یوه پراخه سیمه کنټرولوي او اداره کوي.’’

د راتلونکې نقشې له سره جوړول

د اسلامي دولت ډلې په برخه کې، د هغې ځمکنۍ لاس ته راوړنې همدا اوس خپل اوج ته رسېدلي. خو د عراق او سوريې ګډو‌ډۍ – د عراق د سني عرب لږکیو( او کردانو) منزوي او بېګانه کېدل، او په یوې بدې فرقه يې جګړې کې د سوريې ټوټې کېدل، چې ددوى د ټینګښت سبب شوې، لا پاى ته نده رسېدلې.

د انځور حقوق
Image caption دا نقشه له پارس څخه د اردن ترسینده پورې یوې لیکې پرکښلو سره جوړه شوې وه ( تصویر د ملي ارشیف)

ناویلې مبارزه ددې پرسر ده چې ایا داسې فارمولا به وموندل شي چې بیلابیلې ټولنې د هغو سرحدونو دننه چې ۲۰مې پېړۍ پرې ایښي دي ګډ ژوند وکړي، او که ددې خلکو د مېشته کېدو لپاره باید نوې پولې جوړې شي- خو دا مفهوم تعریف شوی دی.

د لبنان د دروز سابقه لرونکي مشر، ولید جمبلات وویل:’’ سایکس- پیکټ ختم دی، دا یقیني ده، خو نور هرڅه نامعلومه دي، ډېر وخت به پکاروي چې روښانه شي چې نتیجې به يې څه وي.’’

د سایکس- پیکټ تړون، عربوسره د بریتانیا له هغو ژمنوسره مستقیما تضاد درلود چې ویل يې د ړنګېدونکې عثماني امپراتورۍ پرضد له بریتانیا څخه د ملاتړ په بدل کې به، عربوته آزادي ورکړي.

همدا راز دغې تړون د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ووډرو ویلسن، له نظر سره هم توپير درلود چې ویل يې هغوخلکوته به د خود ارادیت حق ورکړل شي چې عثماني امپراتورۍ ځپلي وو.

دهغه د بهرنۍ تګلارۍ سلاکار اډوارډ هاوس ته وروسته ددې تړون په اړه د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر، آرتور بالفور، لخوا خبر ورکړل شو، چې ۱۸ میاشتې وروسته باید هغه خپل نوم تریوې داسې اعلاميې لاندې ولیکي چې د سیمې پر برخلیک باندې يې حتی لا نوره بده اغېزه درلوده. اډوارډ هاوس ولیکل: ’’ دا ټول بد دي او بالفور ته مې هم دا ویلي دي. هغوې د راتلونکو جګړو د رامنځته کېدو ځاى جوړوي.’’