د ملا منصور د مړينې احتمالي اغيزې

د انځور حقوق Reuters

تېره ورځ د طالبانو مشر د امریکا د بې پېلوټه الوتکې له لوری وویشتل شو، موټر یې سوځیدلی مړى يې د سوځېدو له امله د لیدو نه و، خو پاسپورټ یی روغ پاتی شوی.

دا چی د ملا منصور مړینه به پر افغان سولې او د ده پر پلویانوڅومره اغېز ولري، په دې به لږ وروسته تم شو، لومړی باید دا وڅېړل شي چی د امريکا متحده ايالاتو ته د ملامنصور د ځاى په اړه مالومات چی مرحوم ملا منصور کله او څنګه له چا سره په کوم موټر کی چېرته ځی چا ورکړي وو؟

که چېرې پاکستان دا مالومات ورکړي وي نو پاکستان به دوه هدفه لرل، یو دا چې امریکا ته د طالبانو پر ضد خپله "رښتينولي" وښئ او دويمه دا چی داسې راپورونه دي چې ملامنصور"له روسيې او ایران سره نژدې شوی و" پاکستان نه یوازې دا چې دغه اړیکي نشوای زغملې بلکې نه یې غوښتل چی نوموړی دې نور د طالبانو مشر پاتې شي.

له بل پلوه د پاکستان او امریکا اړیکي د بل هر وخت نه ډېرې خرابې شوې وې او ان د امریکا کانګریس پر پاکستان مرستی تر ډېره بندې کړي او پاکستان ته يې د یو باوري دوست په سترګه نه کتل.

د پاکستان هدف ؟

که دا تاييد شي چې پاکستان به دا مالومات ورکړي وي اسلام اباد دې سره دوه هدفونه ترلاسه کول غوښتل يو دا چې د طالبانو "پرضد هڅو" کې د امریکا او افغانستان باور ترلاسه کړي او له بلې خوا طالبانو کې يو داسې مشر رامنځ ته کړي چې نورو سره اړيکي ونلري.

اوس پوښتنه دا ده چې د ملا منصور له وژنې امريکا څه گټه ترلاسه کول غوښتل:

لومړى: واشنگټن پاکستان ته وښودله چې ملا منصور پاکستان کې و له بلی خوا د ملا منصور په ادعا شوي پاسپورټ د ايران ويزې راښکاره کېدو سره واشنگټن په غير مستقيم ډول ایران ته هم گواښ ورکوي "تاسې هم د طالبانو په ملاتړ کی لاس درلود" او له بل پلوه دا په افغانستان کی د ایران پر ضد د عامه ذهنيت بدلولو هڅه هم ده.

د انځور حقوق AP

د ملا منصور مړینه به څه اغيزې ولری؟

سره له دی چی د مشرتوب بحران حل کول به د طالب مشرانو لپاره اسانه نه وي ولی که له یوې خوا د دوی مورال ضعیفه شوی، له بلی خوا دوی احساساتي شوي هم دي.

او مالومه خبره ده چی دې پېښې د سولې خبرې تره ډېره وځنډولې زه فکر کوم تر اتو راتلونکو میاشتوښایی طالبانو سره د سولی خبری ونشي. ځکه طالبانو ته اوس د مشرتوب موضوع ډېره مهمه ده، له بلی خوا به دوی دا هم مالومه وی چی دا مالومات امریکایانو ته چا ورکړل؟

د پاکستان او طالبانو پر اړیکو یې اغیزې

که پاکستان ورکړي وي نو د دوي اړیکي ښایي له پاکستان سره ډېر خراب شي.

هغه څه چې په افغانستان کی کېږی ډیره ګټه یې د سيمې هېوادو ته رسیږی نه افغان ملت ته، ځکه موږ باید خپلې ګټی تعریف کړو له بده مرغه افغان حکومت به په دې ضعیفه مدیرت ونشی کولای چی څرنگه گټه د ملا منصور له مرگه اخيستل پکار دي هغه ډول گټه به پورته نه کړى شي.

لکه د څو میاشتو مباحثو سره سره لا هم د حزب اسلامی له مشر سره وروستی هوکړه لیک نه دی لاسلیک شوی زما په اند کیدای شي د حزب اسلامی مشر له روژې وروسته کابل ته راشي او حکومت سره یو ځای شي سره له دې چی حزب اسلامي په جګړه کی کوم غټ عنصر نه دی مګر عامه ذهنیت لپاره ښه دی.