کور ته وروستی سفر

د انځور حقوق
Image caption نوروز په کابل کې د خپلې غمېزې کېسه تېره کړه

په سلګونو کډوال خپل هېواد ته د خپلو عزیزانو د جسدونو د بېرته راوړلو له امله د سترو پورونو او سختو ستونزوسره مخامخ دي. هغوی اروپا ته د تلو د هڅو په ترڅ کې د سمندر له خطرناکې لارې د تېریدو پر مهال مړه شوی دي.

د عزیزانو له لاسه تللو له امله د شخصي روحي درد او غم ترڅنګ هغوی د دې ستونزو سره هم مخ دی چې باید د ښخولو لپاره د جسدونو له بېرته راوړلو وړاندې د هغوې نارینه، ښځې او ماشومان ومومي او وپېژني. فیروز رحیمي او اسماعیل شهامت د یوه افغان سړي کیسه کوي چې هرڅه يې له لاسه ورکړي.

محمد نوروز نوري لا ۴۰ کلن نه دی، خو د یوه غمځپلي سړي په توګه ښکاري.

د سږکال په جنورۍ کې هغه د خپلې مېرمنې نیلوفر، خپل کوچني زوی محمد اوماشومې لور نسترن سره د ترکيې له ساحل نه د یونان پرلور وخوځېد.

نوروز چې په کابل کې خپل کورکې ناست دی، د خپلې غمیزې په اړه وايي '' کله چې بېړۍ ته ختلو زوی مې وویل، دوعا مې کړې چې په خوندې توګه د سمندربلې غاړې ته ورسېږو. د یونان رڼا مو له لېرې لېدله. زوی ته مې ډاډ ورکړ او ومې ویل، چې نن شپه زموږ د ستونزو وروستۍ شپه ده.''

خو بیړۍ چې قاچاقبرو چمتوکړې وه ژرله ستونزوسره مخامخ او ډوبه شوه.

نوروز وايي ’’ په څوثانیوکې بيړۍ له اوبو ډکه شوه. تیاره وه. ماشومان او ښځه مې چې زما ترڅنګ ناست وه له لاسه ورکړل.’’

پر دغه ورځ د څوماشومانوپه ګډون لږترلږه ۳۹ تنه کډوال په اوبوکې ډوب شول. نوروز د هغوڅه باندې ۶۰ تنوپه ډله کې وو چې وژغورل شول.

په راتلونکو ۱۲ ورځوکې نوروز پردې بوخت و چې د خپلو عزیزانو مړي ومومي او کورته يې راوړي.

نوروز وايي د ډوبیدونکې بیړۍ یوه کړکۍ يې په لغتو وهله اود خپلې کورنۍ غړو ته يې غږ کاوه.

ژوندی پاتې شوی نوروز وايي د ترکيې د ساحل په یو کمپ کې يې روغتیايي درملنه وشوه او هلته پولیسو ورته د موندل شویو قربانیانو عکسونه وښودل.

د انځور حقوق
Image caption نوروز وايي د قاچاقبرو له لوري چمتو شوې کښتۍ د شپې تیاره کې له ستونزو سره مخ او ډوبه شوه

هغه وايي '' د خپلې کورنۍ دغړو عکسونه مې هلته ولیدل. د خپلې یو کلنې لور، شپږ کلن زوی اوخپلې ۲۵ کلنې ښځې عکسونه مې ولیدل. هغوې راڅخه لاړل.''

د پولیسو یو افسر له نوروز نه وپوښتل چې آیا غواړي خپله کورنۍ په ترکيې کې خاوروته وسپاري او که غواړي چې خپل کورته يې یوسي؟

خپلو خپلوانو ته له ټیلیفون کولو وروسته يې پرېکړه وکړه چې مړي باید کابل کې ښخ کړي.

پر بله ورځ یو میني بس موټر نوروز او نور ژوندي پاتې شوي کسان استنبول ته راړول او هلته ېې له افغان کونسلګرۍ څخه مرسته وغوښته.

نوروز وايي’’ هغوې وویل چې مړي باید ته په خپله ولېږدوې ’’

په استنبول کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې، ضیا ذکي یو له هغو کسانوڅخه دی چې د کډوالو د کړکیچ له امله د کډوالو چارې سمبالوي.

په داسې حال کې چې د سندونو يوبنډل ته اشاره کوي وايی:

''موږ د درې کسانو یوه ډله جوړه کړې چې په ځانګړي ډول د پناه وړونکو چارې سمبال کړو. په یوه وروستۍ پېښه کې چې زه ورغلی وم ۲۵ افغانان په سمندرکې ډوب شوي وو.

د مړو په یخچال خونه کې مې د یو ماشوم مړی ولید. زه خپله یو کوچنی ماشوم لرم. کوښښ مې کاوه چې ځان تکړه وښیم، ځکه چې دا زما دنده وه چې هلته اوسم او جسدونه وپېژنم، خو کله چې کورته راستون شوم خپل ماشوم ته مې وکتل او ومې ژړل.''

• جسدونه د پېښې ځاې ته نژدې ۱۵ورځولپاره د مړو په یخچال کې اېښودل کېږي.

• د عدلي طب څانګه د مړینې لامل اوکه شونې وي هویتونه معلوموي.

• ناپېژندل شوي قربانیان د ترکي چارواکولخوا په ځايي هدیرو کې خاوروته سپارل کېږي.

د انځور حقوق
Image caption کله چې د مړو له پېژندلو وروسته کورته راستون شوم خپل ماشوم ته مې وکتل او ومې ژړل ضیا ذکي

• که څوک د یوه مړي غوښتنه وکړي، سفارتونه له کورنیوسره مرسته کوي چې د خپلو عزیزانو مړي ترلاسه کړي.

• تصدیقونه ورکول کېږي چې خلک وکولاې شي جسدونه د مړو له یخچالونو څخه د ګمرک له لارې انتقال کړي او د هوا یا ځمکې له لارې يې خپلو هېوادونو ته یوسي.

نوروز څوروځې خپل هېواد کې خپلو خپلوانو ته ټیلیفونونه کول. هغه وايي’’ د کورنۍ له غړو مې باید پېسې پور کړې وای چې د خپلې کورنۍ جسدونه بېرته خپل هېواد ته یوسم،’’

کونسلګري نوروز ته وویل چې دده د مېرمنې او ماشومانو جسدونه د پېښې له ځاې نه ۳۰۰ کیلومتره لېرې د بورسا په ښارکې ساتل شوي.

نوروز د څلورساعته لارې سفر لپاره یو موټر کرایه کړ، اوپه نیمه شپه کې وخوځېد. د راتلونکې سهار لپاره يې کابل ته د الوتکې ټکټونه هم چمتو کړل.

خوکله چې د بورسا ښارته ورسېد، یواځې يې د خپلې مېرمنې او زوی جسدونه وموندل، د کوچنۍ لور جسد يې نه و.

په داسې حال کې چې الوتنه چمتو شوې وه اړ و چې د لور ښخ شوی جسد د بورسا په یوې هدیرې کې پرېږدي.

د بورسا د کینټ په هدیرې کې، امام نیشیت کیا د مړوشویو کډوالو لپاره د جنازې مراسم ترسره کوي.

هغه وايي’’ همدا اوس مې یو ماشوم خاوروته وسپاره چې نوم يې نه و او موږ نه پوهېږو چې څوک و. ما او د هدیرې څوتنو کارکونکو هغه خاوروته وسپاره. نن موږ د هغه ورونه،خویندې او کورنۍ یو.’’

داچې هغه به د نوروز لور خاوروته سپارلي وې، پوهېدل يې شوني نه دي.

ډېری کډوال قربانیان مسلمانان دي او امام وايي کوښښ کوي چې هغوی له مذهبي مراسمو سره سم خاوروته وسپارل شي.

هغه وايي '' موږ روغتون ته ځو جسدونه را اخلو او د اسلامي مراسمو تر سره کولو لپاره يې دلته راوړو، غسل ورکوو او په کفن کې یې نغاړو، وروسته په جومات کې فاتحه اخلو او ورته دوعا کوو.''

د هدیرې چارواکي د هرقبر سندونه، عکسونه یا د ډي ان اې راپور ساتي که وروسته څوک د جسد د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي هغوی وپېژندلای شي.

د افغانانو لپاره د جسدونو ترلاسه کول په دې معنا دي چې باید د هوا له لارې سفر وکړي.

په بورسا کې، نوروز د خپلې ښځې او زوی لپاره تابوتونه واخیستل، یو امبولانس يې کرایه کړ او کابل ته د الوتو لپاره د آتاتورک هوايي ډګرته لاړ.

د استانبول په هوايي ډګرکې، سهېلا شالیزۍ د افغانستان د آریانا هوايي شرکت د دفتر چارې پرمخ بیايي، هلته هم د کډوالو د مړینو غمیزه یو دروند بارګرځېدلی.

هره ورځ تر اوو مړو استول

مېرمن شالیزۍ وايي’’ په دې وروستیوکې موږ په هره الوتنه کې ۲یا ۳، حتی تر ۷ جسدونو پورې لېږدوو. کله کله د جسدونو شمېر زموږ له توانه زیات وي او موږ خلک د ترکيې هوايي شرکت ته استوو. کله کله زموږ د الوتکې ټول بار یا کارګو تابوتونه وي.’’

د انځور حقوق
Image caption د هدیرې چارواکي د هرقبر سندونه، عکسونه یا د ډي ان اې راپور ساتي که وروسته څوک د جسد د ترلاسه کولو غوښتنه وکړي هغوی وپېژندلای شي.

د هغې همکار، خان محمد، وايي په تېرو ۱۲ میاشتوکې دغه هوايي شرکت ۷۰ جسدونه افغانستان ته لېږدولي.

'' زه همدا اوس له ګمرک څخه راغلم، د یو بل تابوت چارې مې ترسره کړې چې له ایزمیر ښارڅخه راوړل شوی وو.''

خان محمد وايي کله کله کورنۍ پېسې نه لري:

'' کله چې بېړۍ ډوبه شي یا قاچاقبر ورڅخه پېسې واخلي، هغوې ټول شیان له لاسه ورکوي. تېرځلي موږ ۴ جسدونه افغانستان ته ولېږل او کورنیو یې تراوسه پېسې نه دي ورکړي.''

نیلوفر او محمد کابل ته د رسېدو په ورځ خاورته وسپارل شول. خو ان د ماتم په وخت کې هم کورنۍ یوځای نه وه.

نوروز وايي:

''غوښتل مې چې دخپلې لور جسد هم افغانستان ته راوړم، خو دغې ټولې پروسې ډېروخت ونیو او ومې نه شواې کولای چې هغه ومومم.''

د کورنۍ د زړه ماتونکي له لاسه تللوبرسېره، نوروز اوس د پورونو د ستونزې سره هم مخ دی.

دی اړ و چې د خپلې غمیزې د سمبالولو لپاره۹،۵۰۰ امریکايي ډالره پورکړي. هغه سفرچې هرڅه ېې ورته له منځه یوړل، نوروز ترژورو پورونو لاندې ډوب پرې ايښي دی.