'تر ډېره پر ځای ناسته روغتیا ته د سګریټو څکولو په څېر زیان لري'

د انځور حقوق iStock

که تاسې له هغه شمېر کسانو یاست چې لږ قدم وهئ، نو ستاسو لپاره دا ښه خبر نه دی. د ډېر وخت لپاره ځای پر ځای کېناستل که په دفتر کې وي یا موټر کې او یا هم په کور کې، روغتیا ته خورا جدي زیان رسولی شي.

که څه هم د بریتانیا د شېفلډ هلم پوهنتون څېړونکي چې د سپورتي صنایعو په برخ کې کار کوي، په دغه خبره پوهېږي، خو کله نا کله کاري مصروفیت دوی د مېز شاته د ډېر وخت لپاره ناست سات. دوی وایي، ځینې وخت بله چاره نه لري. له دوی نه یو وايي:

'که څوک د ډوډۍ خوړلو لپاره بهر لاړ شي، نو زه ورته پیسې ورکوم چې له ځان سره ما ته خواړه راوړي، زه مې ډوډۍ د کار پر مېز خورم چې ډېر ناسم کار دی'

ځینې کارپوهان، چې د لږ خوځېدونکو کسانو په هکله یې څېړنې کړي وایي:

'د ډېر وخت لپاره ځای پر ځای کېناستل کېدای شي بدن ته د سګرټ څکولو په شان زیان ورسوي. '

د شېفلډ هلم پروفېسور راب کوپیلند وايي:

کوم څه چې موږ یې په تېرو شلو یا دېرشو کلنو کې شاهدان یو دا دي چې زموږ د خلکو د قدم وهلو کلنۍ واټن شاو خوا ۱۰۰ کېلومتره کم شوی.

چې پایله کې یې د انرژۍ مصرف کم او وزن مو ډېر شوی.

کم خوځېدل او په لازمه کچه قدم نه وهل په اوږد مهال کې خلکو ته د شکرې او د زړه ناروغۍ لامل ګرځېدلی شي.

سربېره پر دې چې د ډېر وخت لپاره کېناستل او نه خوځېدل وژونکی دي، څېړنې ښیي بریتانیا کې د د دفترنو ۵۱ سلنه کارکونکي د کار له مېزه یواځې هغه مهال پاڅېږي چې تشناب ته یې اړتیا پېښه شي.

۶۲ سلنه یې وایي، د غرمې ډوډې ته وخت نه شي موندلی، او ۵۵ سلنه یې دا مني چې هره ورځ له ۲۰دقیقو نه لږ وخت لپاره قدم وهي.

قدم وهل نه یوازې روغتیا ته ګټور دي بلکې د ټولنیزو اړیکو بنسټ هم کېدای شي.

الېسن کرېګ ، چې یوه کونډه ده هره ورځ د خپلو ملګرو له یوې ډلې سره په پارک کې قدم وهلو ته ځي. د دوی لپاره ډله ییز قدم وهل له تازه هوا اخیستلو نه لوړه معانا لري، دا وايي:

'ډېر نوي کسان اوس موږ سره ملګري شوي. چې له موږ سره قدم وهل یې خوښېږي. کله چې له موږ سره د قدم وهلو پر مهال ځان آرام احساس کړي نو په راتلونکې ورځ د غرمې ډوډۍ خوړلو ته یو ځای ځو.

په پیل کې موږ یو بل هېڅ نه پېژندل خو اوس ډېر ښه ملګري یو چې ډېره په زړه پورې ده.''

قدم وهل ټولنیزه پدیده ده چې لګښت نه لري او آسانه ده. نه یوازې روغتیا ته ګټوره چاره ده، بلکې د ذهني آرام او د خوښۍ لامل هم کېږي.