ډان: 'اوباما دې افغانستان کې ځواکونه نه کموي'

د انځور حقوق Reuters
Image caption دوى استدلال کړى چې د ځواکونو شمېر کمېدل به د افغان ځواکونو روحيه کمزورې او د طالبانو هغه پياوړې کړي.

ډان ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي چې ١٣ کورناستو امريکايي جنرالانو او لوړپوړو ډيپلوماټانو له ولسمشر اوباما په ټينگه غوښتې چې په افغانستان کې دې د امريکايي ځواکونو اوسنى شمېره نه ټيټوي.

دوى استدلال کړى چې د ځواکونو شمېر کمېدل به د افغان ځواکونو روحيه کمزورې او د طالبانو هغه پياوړې کړي.

دغو ١٣ سرو کسانو د ولسمشرانو اوباما او بوش د واکمنۍ پر مهال د امريکايي ځواکونو د عملياتو او تگلارو مشري او څارنه په غاړه درلوده.

په دوى کې د سي آى اې د پخواني مشر ډېوېډ پتريوس په گډون ځلور پخواني لوړپوړي قومندانان او افغانستان کې د امريکا پنځه پخواني سفيران هم شامل دي.

دوى په يوۀ پرانيستي ليک کې ولسمشر اوباما ته ويلي ٩٨٠٠ سرتيري چې اوسمهال په افغانستان کې دي، ښايي د کډوالو پر بهير، د افغان ځواکونو پر روحيې، د طالبانو ځاني باور کمولو، پر افغان اقتصاد او په پاکستان کې د ځينو پر ستراتيژيکو اټکلونو اغېز پرې باسي، او بيا برعکس د ځواکونو شمېر کمېدو اغېز به پر دغو برخو منفي وي.

گارډين:

Image caption ذبیح الله تمنا (کیڼ لاس ته) له امریکايي خبریال ډیویډ ګیکلي سره

د گارډين ورځپاڼې په افغانستان کې د يوۀ امريکايي خبريال او د هغه ژباړن وژنې ته خپل يو مطلب ځانگړى کړى دى. ورځپاڼه وايي ډېويډ گيلکي او د هغه ژباړونکى ذبيح الله تمنا د خپل ماموريت په ترڅ کې له يوې افغان پوځي ډلگۍ سره مله وو چې ورباندې بريد وشو.

گارډين د نشنل پبلک راډيو (چې ښاغلي گيلکي په کې دنده درلوده) مشر په وينا ليکلي " ډېويډ گيلکي د يوۀ انسان او عکاس خبريال په توگه خپل شاو خوا وگړو کې انسانيت را پاروۀ، او نړۍ يې له خپلو سترگو موږ ته راښووله."

ورځپاڼه وايي ښاغلى گيلکي د سپينې ماڼۍ پخوانى عکاس او د نشنل پبلک راډيو هغو خبريالانو د ډلې غړى و چې د پخوانيو پوځيانو مغزي ټپونو په درملنه کې د امريکا پوځ د پاتې راتلو په تړاو يې د خپل څېړنيز رپوټ له امله جايزه ترلاسه کړې وه.

ورځپاڼې ليکلي ډېويډ گيلکي له لومړنيو عکاس خبريالانو څخه و چې په ٢٠٠١ م کال کې پر افغانستان د امريکا په مشرۍ له بريد وروسته دغه هېواد ته تللى و.

ډېوېډ گيلکي او زبيح الله تمنا د دوى پر سپرلۍ گاډي د توغندي لگېدو له امله ووژل شول.

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق AFP
Image caption په ٢٠١٤ م کال کې د ترهگريزو بريدونو شمېر ١٣٤٨٢ و، خو په ٢٠١٥ م کال کې ١١٧٧٤ بريدونه شوي وو.

پاکستان چاپې اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي چې په ٢٠١٥ م کال کې په پاکستان او نړۍ کې د ترهگرۍ له امله د رامنځته شوې مرگژوبلې کچه ټيټه وه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري د خپرو شويو شمېرو له مخې د نړۍ په کچه ترهگريز بريدونه ١٤ سلنه لوېدلې. په ٢٠١٤ م کال کې ٣٢٧٦٣ وگړي په ترهگريزو بريدونو کې وژل شوي خو په ٢٠١٥ م کال کې دا شمېر ٢٨٣٢٨ ته ټيټ شو.

په ٢٠١٤ م کال کې د ترهگريزو بريدونو شمېر ١٣٤٨٢ و، خو په ٢٠١٥ م کال کې ١١٧٧٤ بريدونه شوي وو.

پاکستان کې، چې له عراق او افغانستان وروسته د ورځپاڼې په وينا ترهگرۍ ډېر ځپلى، تېر کال د ترهگريزو بريدون شمېره ١٠٠٩ وه، خو په ٢٠١٤ م کال کې په دغه هېواد کې ١٨٢٣ بريدونه شوي و.

ډيلي ټلېگراف:

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي اردوغان پرون پر ترکۍ مېرمنو غږ وکړ چې لږ تر لږه درې ماشومان وزېږوي. د ښاغلي اردوغان د دې وينا موخه دا ده چې ترکۍ مېرمنې د ترکيې نفوس ډېرولو ته وهڅوي.

دغه بريتانيا چاپې ورځپاڼې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان له خوله ليکلي "هغه ميندې چې له مورتوبه ډه ډه کوي نيمگړتيا لري."

ښاغلي اردوغان پرون پر ترکۍ مېرمنو غږ وکړ چې لږ تر لږه درې ماشومان وزېږوي. د ښاغلي اردوغان د دې وينا موخه دا ده چې ترکۍ مېرمنې د ترکيې نفوس ډېرولو ته وهڅوي.

تېرکال په ترکيه کې د وگړو د شمېر گراف لوړ تللى.

ورته مطالب