اکسپرس ټريبيون: پاکستان د ډيورنډ پر کرښې دروازه درول غوښتل

[د ځینو نړیوالو ورځپاڼو غورچاڼ - جون ۱۳مه، جوزا (غبرګولی) ۲۴مه]

اکسپرس ټريبيون:

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان پوځ رسنيزې څانکې ويلي، افغان ځواکونو هغه مهال ډزې پيل کړې چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د ډيورنډ پر کرښې يوه دروازه ودروي، چې د دوى په وينا د ناقانونه تگ راتگ او د ترهگرو خوځښت مخنيوي لپاره اړينه وه.

ورځپاڼې په خپله نننۍ گڼه کې د پاکستاني پوځ په وينا ليکلي چې افغان ځواکونو په تورخم کې پر پاکستانيو ځواکونو ډزې کړې او يو سرتېرى يې ژوبل کړى دى.

د پاکستان پوځ رسنيزې څانکې ويلي، افغان ځواکونو هغه مهال ډزې پيل کړې چې پاکستاني ځواکونو غوښتل د ډيورنډ پر کرښې يوه دروازه ودروي، چې د دوى په وينا د ناقانونه تگ راتگ او د ترهگرو خوځښت مخنيوي لپاره اړينه وه.

پاکستانۍ غاړې له افغان لوري د ډزو پيلېدو مهال د شپې ٩:٢٠ دقيقې ښوولې، چې په وينا يې افغان غاړې ته يې اغېزناک ځواب ورکړى.

د ننگر هار د والي وياند عطاء الله خوگياني ورځپاڼې سره په خبرو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د رامنځ ته شوې نښتې پخلى کړى.

واشنگټن پوست:

Image caption عمر متین

دې ورځپاڼې "د اورلنډو د بريدگر پلار ټلوېزيوني خپرونې وړاندې کولې او اوس ځان د افغانستان ولسمشر بولي" تر سرليک لاندې ليکلي:

"د عمر متين پلار صديق متين د ټينگو سياسي نظريو خاوند افغان دى، چې تېره شنبه په خپره کړې يوه وېډيو کې يې ځان د افغانستان ولسمشر په گوته کاوۀ. ورځپاڼه وايي نوموړي د "پيام افغان" پر ټلويزيون د ډيورنډ جرگې په نامه خپرونه وړاندې کوله چې د بېلابېلو سياسي مسايلو په اړه غږېدۀ.

ورځپاڼه وايي ښاغلى متين د ډيورنډ جرگې په نامه د يوې نا انتفاعۍ ټولنې يا ادارې مشري هم کوي. دى په دې وروستيو کې خپرې شوې يوې وېډيو کې ليدل کېږي چې وايي:

"په وزيرستان کې زموږ وروڼه او په طالبانو کې زموږ جنگيالي وروڼه راپاڅېږي او د ډيورنډ موضوع به ختمه شي."

ورځپاڼه وايي ډيورنډ کرښه پښتنو لپاره مهمه ده ځکه دواړو غاړو ته يې پښتني سيمې پرتې دي. واشنګټن پوسټ زياتوي دا نه ده مالومه چې متين کورنۍ پښتنه ده او که نه.

ورځپاڼه زياتوي ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ م کال کې د افغان حکومت او بريتانيا د نفوذ سيمې د مالومولو لپاره وکښل شوه.

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Reuters
Image caption د نيويارک ټايمز د نننۍ گڼې يو سرليک وايي د اورلنډو د پېښې په رڼا کې ځينې قانون جوړوونکي د وسلو د کنټرول خبره کوي، خو د بدلون هيلې په نشت حساب دي.

د نيويارک ټايمز د نننۍ گڼې يو سرليک وايي د اورلنډو د پېښې په رڼا کې ځينې قانون جوړوونکي د وسلو د کنټرول خبره کوي، خو د بدلون هيلې په نشت حساب دي.

ډيلي ټیلېگراف:

دغې بريتانيا چاپې ورځپاڼې د "اسلامي دولت" نومې ډله په لوېديځ کې د همجنسبازانو په وړاندې جگړه کوي" تر سرليک لاندې ليکلي: "د اورلنډو له ډله ييزې وژنې وروسته په بريتانيا کې د همجنسبازانو ټولنو او هغو ځايونو ته چې دوى ډېر تگ راتگ کوي، خبردارى ورکړل شوى چې د خپل خونديتابه لپاره احتياط وکړي."

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز په افغانستان کې تښتول شوې هندۍ مېرمنې په تړاو ليکلي چې د "جودېت ډيسوزا" له تښتونې ٤٨ ساعته اوښتي، خو لا هم په پلټنو کې پرمختگ نه دى شوى.

د انځور حقوق AFP
Image caption په افغانستان کې د هند د سفارت چارواکو ورځپاڼې ته ويلي چې افغان حکومت په دې تړاو دوه تنه نيولي او پلټنې روانې دي.

په افغانستان کې د هند د سفارت چارواکو ورځپاڼې ته ويلي چې افغان حکومت په دې تړاو دوه تنه نيولي او پلټنې روانې دي.

ورځپاڼې د چارواکو په وينا ليکلي چې ښايي اغلې ډيسوزا سړي تښتوونکو د پيسو لپاره تښتولې وي.

ورته مطالب