د وینډوز وړیا تمدید لپاره وروستۍ نېټه

د انځور حقوق
Image caption تر اوسه د نړۍ لر او بر کې د وینډوز ۱۰ سسټم ۳۰۰ میلیونه کاروونکو خپل سسټمونه تمدید کړي

نن جمعه 'جولای ۲۹ ' د وینډوز ۱۰ سیسټم کاروونکو لپاره د وړیا تمدید وروستۍ نېټه ټاکله شوې ده.

هغه کاروونکي چې د دغه سیسټم کورنۍ بڼه کاروي که له دغه فرصته ګټه وانخلي ویل کېږي راتلونکي کې به د سیسټم تمدید لپاره ۱۲۰ ډالره بیه ورکوي او هغه چې مسلکي یا پروفیشنل بڼه یې کاروي ۲۰۰ ډالره به ورکوي.

پر مایکروسافټ داسې تورونه پورې شوي، چې ګواکې د تمدید لپاره یې پیچلي تکتیکونه وړاندې کړي دي.

په مې میاشت کې ددغې چارې پیل پر مهال هم ویل شوي وو، چې کمپنۍ ' غولونکي تکتیکونه ' کارولي دي.

د کالفورنیا یوې مېرمنې ادعا کړې وه، چې د کمپنۍ له لوري د وینډوز وړیا تمدید کاروولو یې کمپیوټر له کاره وغورځاوه او نوموړې ته له دې کبله تاوان ورکړل شو.

په جون میاشت کې مایکرو سافټ اعلان وکړ، چې د کارونکو لپاره به د وینډوز سیسټم د تمدید برخه کې اسانه تګلاره وړاندې کوي. تر اوسه د نړۍ لر او بر کې د وینډوز ۱۰ سیسټم ۳۰۰ میلیونه کاروونکو خپل سیسټمونه تمدید کړي او یا یې دغې بڼې ته اړولي دي.

ډېری ماهرین په دې اند دي، چې د سیسټم تمدید کاروونکو ته ډېرې ګټې له ځانه سره لري. ماهرین دا هم وايي، چې دغه سیسټم کاروول اسانه چاره ده او د وینډوز ۸ پرتله ډېره وړتیا لري، چې ګڼې نیوکې پرې کېدې.