د لوړو زده کړو پر بهیر د چاپېریال اروايي اغېز

د انځور حقوق UNIAN

د زده کړو بهیر سختوالي ترڅنګ بهر ته د لوړو زده کړو په نیت راتلونکو زده کړیالانو یوه تلپاتي او تکراري پوښتنه او اندېښنه دا وي چې دی به په ورتلونکي چاپېریال کې څنګه ژوند کوي؟ څنګه به لومړی له چاپېریال او بیا یې له وګړو سره ملګری کېږي؟

زه چې کله په لومړي ځل د کرواسیا (کرواتیا) زاګریب پوهنتون ته د اوږدې مودې زده کړیز بهیر لپاره ولاړم، نو تر بل هرڅه دغې وېرې په سر اخیستی وم چې دلته به دا شپې څنګه تېروم؟

دلته خو افغان کډوال څه چې اسیایان له نه لیدل کېږي. زړه مې تنګ وو چې کله باندې په سودا پسې راووتم څوک په انګرېزۍ هم نه پوهېدل، ستوني مې نور هم پسې را ډک شو، هغه د تفریح، مېلو او سیلونو هېواد کرواسیا مې په لومړي ماښام داسې بده وېسېده چې د یوې شپې تېرول هم راته د کال تېرېدل مالوم شول.

له همدې ستونزې سره مې چې څه به کوم؟ غېږې نیولې وې چې پولیس ودرولم او د پاڼو پوښتنه یې وکړه، پاسپورټ مې ورښکاره کړ، په لاس لیکل شوی پاسپورټ وو، باور یې پرې ونه کړ او د پولیسو اډې ته یې بوتلم، تر ساعتونو ګروېږنو وروسته یې پرېښودم، اوس نو د زاګریب سړک او کوڅې ټول زندانونه راته ښکاري. خدای خبر چې هغه شپې مې په څه خواریو یو ساعت خوب وکړ، سهار چې لومړی پوهنتون ته روان وم نو مې هیله دا وه چې ګوندې هلته به یو څه حالت ښه شي، خو نه پروفیسور او ټولګیوال ټول هماغه کرواسیایان ول کوم چې مې باندې لیدل.

د جمعې په تمه

لومړۍ ورځ د زاګریب په قیامت کې راباندې تېره شوه، ماښام زاګریب کې د مشهور سرب فزیکپوه نیکولا تېسلا مجسمې ته ورغلم، په ټول ژوندي ښار کې مې احساس کاوه چې یوازې همدا تېسلا زما په خبرو پوهېږي او خبره مې اوري، شېبه مې د تېسلا مجسمې سره خواله وکړل، چې را روانېدم ځان ته مې پام شو چې د اروايي ناروغانو کانې راڅخه کېږي، دویمه شپه تر هغه پسې سخته تېره شوه، سبا د پوهنتون نړیوال دفتر ته ورغلم چې زما نور زړه چوي یو څوک را پیدا کړئ چې خبرې ورسره وکړم، هغوی په زاګریب کې یوه ستر جومات او اسلامي مرګز پته راکړه، زړه مې ولګېد، جمعې ته په تمه وم چې جومات ته به ځم، په جمعه جومات ته ولاړم، له لمانځه وروسته مې جومات ته څېرمه کاوه خونه کې خورا ډېر مسلمان بوسنیايي او سربي ملګري پیدا کړل چې تر اوسه مو ملګرتوب لا دوام لري.

د کرواسیا دوره خلاصه شوه خو له کلتور او ملګرو سره دومره خوښ وم چې اوس مې بېرته تګ ته زړه نه کېدو خو په هر حال بېرته کابل ته ولاړم.

د انځور حقوق

بیا په ۲۰۰۸ کې د ماسټرۍ زده کړو لپاره جرمني ته راغلم، د ژبې زده کړې په لومړیو درو میاشتو کې ښه وو د ملګرو ګروپ مو ستر وو او پام مو غلط وو خو کله چې د ژبې له کورس څخه وروسته هر یو د پوهنتون پروګرام تعقیب لپاره خپل ښار ته ولاړو نو د کرواسیا تجربه بیا راباندې تکرار شوه، خو دا ځلې هم ورته هېښ وم او هم حالت داسې نه وو لکه هلته، دلته افغان کډوال ډېر ول او په لومړیو ورځو کې مې ملګري پیدا کړل.

ماسټري خلاصه شوه بیرته هېواد ته ولاړم او بیا په۲۰۱۴ کې د ډوکټورا لپاره جرمني هانوور ښار ته راغلم، دا ځل بیا د کرواسیا حالت وو ځکه ما کور په یوه لرې پراته کلي کې نیولی وو او له ما پرته بل هېڅ بهرنی هلته نه اوسېده، د کرواسیا او بیا ډوکټورا وخت کې د انزوا دې حالتونو دومره وځورولم چې د اروايي نارامۍ ترڅنګ یې زما د زده کړو په بهیر خورا منفي اغېز پرېښود.

خو دا ځل ورته هوښیار وم، د پوهنتون نړیوال دفتر ته مې په لومړۍ ورځ لا احوال ورکړی وو او هغوی هم په هره مذهبي او کلتور ناسته کې ور بللم، په دې ناستو کې مې بشپړه برخه واخیسته او په ډېر کم وخت کي مې خورا ډېر خواږه ملګري او د همفکران پیدا کړل. زما شخصي تجربې راته ښيي چې سبک هله ښه زده کېږي چې خوب دې ورته پوره او ماغزه دې ورته آرام وي خو چې کله ته په یوه چاپیریال کې ځان یواځې او له نورو څخه متفاوت احساسوې نو د روحي ارامښت پوښتنه لا له سره نه را مینځ ته کېږي. زما توصیه دا ده چې په بهر کې د لوړو زده کړو تر پیل له مخه لومړی د هغه هېواد په جغرافیه، کلتور، مېلو، اخترونو او نورو رواجونو پوره ځان خبر کړئ، په هغه هیواد کې ټولنیز ژوند او له خلکو سره د مروادې او ملګرتیا جوړولو دود مطالعه له تاسو سره ډېره مرسته کوي چې ډېر ژر چاپیریال او خلک خپل وګڼۍ او له هغه اروايي ازار څخه چې زه او ماته ورته کسان یې ځورولي ځان وژغورئ.

هڅه وکړئ په مذهبي او کلتوري غونډو کې ګډون وکړئ او که مو لازمه ګڼل فعاله غونډه واخلئ، دا چاره ډېر آرامښت درکوي، تاسو به ېر ژر ځان د ټولنې یوه برخه احساسوئ، تاسو ته به ځان مهم ښکاره شي او په ځان باور کچه چې د زده کړو لپاره تر ټولو مهم اصل دی، زیاته کړي.

د انځور حقوق

زه او کېدای شي ما رنګي اوس هم ډېر کسان وي چې له یې د خپلو زده کړو چاپیریال ټولنیزه سیکالوژي باندې ځان نه دی پوه کړی او همدا لامل دی چې تل ځان یوازې احساسوي چې دا احساس بیا د انسان په ځان باور کچه راټیټه او د زده کړو بهیر سوکه کوي.

له ماسره تر دا تېرې اونۍ پورې دا فکر وو چې ټول جرمنیان متعصبین دي او د مېلمه پالنې کلتور یې له سره زده نه ده خو کله چې تېره اونۍ د جرمني فزیک مرکز ښار بدهانف ته راغلم نو نوې تجربې مې زما قضاوت ناسم ثابت کړ.

هغه داسې چې له رسمي پروګرام څخه وروسته ماښام د جرمني فزیک مرکز ته څېرمه یوې غونډۍ ته وختلو، بېرته راکښته کېدو کې په لار یو څو جرمنیان یوې قهوې خونې سره ناست وو او په موږ یې لکه د پښتنو د چم سپینږیرو غږ وکړ چې مېلمنو له کومه راغلئ او چېرته ځئ؟

د کلي خان جرمنی

موږ ورته ویل چې محصلین یو ویل یې راځئ موږ سره قهوه وڅښئ، موږ وروګرځېدو له قهوې څښاک وروسته د دوو جرمنیانو په دې سره دعوه شوه چې یوه ویل د مېلمنو پیسې زه پرې کوم او هغه بل ویل چې نه زه یې پرې کوم چې بالاخره یوه چې دوی ویل دا د دې کلي په اصطلاح خان دی پیسې پرې کړې.

دې صحنې ته په کتو سره مې له خپل ځان سره دا وویل چې زه باید سر له اوس څخه د جرمني کلتور په اړه خپلې ټولې ړندې فیصلې لغوه کړم او هلته به بیا فیصله کوم چې د دوی کلتور او ټولنیز ژوند ښه مطالعه کړم. زه دې پایلې ته ورسېدم چې هېڅ مطلق ښه او یا هم مطلق بد کلتور نشته، یوازې متفاوت کلتورونه موجود دي چې باید سړی یې په اړه له قضاوت څخه د مخه یوځل مطالعه او په تفاوتونو یې ځان پوی کړي.

د انځور حقوق
Image caption په ۲۰۱۵ کې د هانوور پوهنتون نړیواله مېله کې د افغانستان کوټه

په خواشینۍ سره ویلای شم ډېری هغه ځوان کډوال چې غرب ته راځي هم د همدې ناسمو قضاوتونو په پایله کې د درس او تعلیم په ځای د پیزا خرڅولو، ټیکسیواني او یا نورو سختو کارونو ته مخه کړي، دوی فکر کوي چې په غربي ټولنه کې که دوی ښه سبق هم ولولي څوک سم کار نه ورکوي، دوی ته غربیانو د خشره کارونو لپاره پناه ورکړې خو په علمي ډګر کې داسې نه ده، دلته که څوک وغواړي چې ځان په مسلکي لحاظ جوړ کړي تر بل هرځای د پرمختګ ښې او برابرې اسانتیاوې ورته شته.

د بېلګې په ډول، د جرمني د شنو ګوند مشر یو ترک دی، د دغه هېواد ډېری پوهنتونونو مشران، پروفیسوران او اکاډیمیک کارکوونکي له بهرنیو والدینو پیدا وګړي دي، بانکونو، کمپنیو، شرکتونو، دولتي او خصوصي ادارو کې د بهرنیانو کمی نشته خو چې موږ بهرنیان ځان دومره په زحمت کړو چې ژبه، کلتور او مسلک زده کړو.

ورته مطالب