'چمن کې د پاکستان بیرغ وسوځول شو'

نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه / پاینده څرګند

ډېلي

د انځور حقوق AFP
Image caption ورځپاڼه څنګزنې اشاره کړې چې افغان ځواکونو د مظاهرې پر مهال څه ونکړل او د پاکستان بیرغ ته اور ورته شو.

د پاکستان ډېلې ورځپاڼه لیکي پرون سپین بولدک سره څېرمه چمن کې افغان مظاهره کوونکو پر هغې دروازې چې ورځپاڼه یې "باب دوستي" بولي ډبرې وارې کړې، په بدل کې یې دروازه وتړله شوه او په دغې سیمې کې کاروبار په ټپه ودرېد، ناټو ځواکونو ته بار-وړونکي کاروانونه هم د دروازې ترشا پاتې شول.

ورځپاڼه څنګزنې اشاره کړې چې افغان ځواکونو د مظاهرې پر مهال څه ونکړل او د پاکستان بیرغ ته اور ورته شو.

د انځور حقوق AFP

د ورځپاڼې د لیکوال په اند دا مظاهره تر دغې یوه ورځ وړاندې چمن کې د بلې مظاهرې په غبرګون کې وه چې د بلوچستان په هکله یې د هند د لومړي وزیر څرګندونې پکې وغندلې.

دې ته ورته تاوتریخوالی تر دې وړاندې تورخم کې هم رامنځ ته شو چې افغانانو پر ډیورند کرښې د دروازې د جوړېدو مخالفت وکړ، افغان او پاکستاني ځواکونه په جګړې کښېوتل او دواړه خواوو ته تلفات پکې واوښتل چې یو پاکستانی جګړن هم پکې مړ شو.

هندو

د هند چاپ هندو ورځپاڼې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د یوې ځانګړې مرکې له ټکو، سرلیک لیکلی چې کرزي د بلوچستان په هکله د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د څرګندونو ملاتړ وکړ.

پخواني ولسشمر کرزي هندو ورځپاڼې ته ویلي چې "پاکستاني چارواکو هر وخت ځان ته حق ورکړی چې په آزادانه ډول د افغانستان او هند په هکله وغږېږي، خو دا لومړی ځل دی چې لومړی وزیر مودي د بلوچستان په اړه غږېدلی".

د انځور حقوق AFP
Image caption پخواني ولسمشر کرزي له هنده غوښتي له افغانستان سره خپلو پوځي مرستو ته په ټولو برخو، د وسلو او وسایلو سمبالښت او روزنه کې دوام ورکړي.

ښاغلي کرزي په دغې مرکې کې په محتاطانه ډول د پاکستان د هغو تورونو ځواب ورکړی چې ګواکې هند د افغانستان له لارې د بلوچستان ناامنه کولو ته لمن وهي. هغه هندو ورځپاڼې ته ویلي "زه فکر نه کوم چې هند دې د نیابتي جګړې نیت ولري ځکه چې د دغه هېواد عادت دی چې سوله ییز ګاونډیتوب غوره کوي".

ورځپاڼې د ښاغلي مودي له څرګندونو د ملاتړو له ډلې، د بنګلادیش د اطلاعاتو وزیر حسن الحق ینو نوم هم اخیستی.

ورځپاڼې د ښاغلي کرزي له قوله لیکلي چې "بلوچستان کې خلک حکومتي چوکاټ کې له وده ورکړل شويو افراطیانو ځورېږي، نو ځکه د دوی اندېښنو ته باید پام واړول شي او وویل شي".

له موقې په استفادې ښاغلي کرزي امریکا هم په دې ګرمه بللې چې له پاکستانه یې پخوا ملاتړ کړی او د ده د ولسمشرۍ پر مهال یې هند دې ته پرېنښود چې له افغانستان سره پوځي مرستې وکړي.

تېره اونۍ افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن ډهلي ته د سفر په ترڅ کې له هند وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې پوځي مرستې چې نوې یې پیل کړي، روانې وساتي.

ښاغلي کرزي د جنرال نیکولسن همدې سفر ته په اشاره ویلي چې امریکا په دې وروستیو کې خپل موقف بدل کړی.

پخواني ولسمشر کرزي له هنده غوښتي له افغانستان سره خپلو پوځي مرستو ته په ټولو برخو، د وسلو او وسایلو سمبالښت او روزنه کې دوام ورکړي.

ګارډین

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه خبر ورکوي چې د پاکستان یوې محکمې لاهور ښار کې تاریخي ودانیو ته نژدې د ځمک-لاندې اورګاډي، میترو د تېرېدو پر کار بندیز لګولی.

د انځور حقوق BBC World Service

د یوه پلان له مخې د پاکستان لاهور ښار کې میترو جوړېږي خو دغې محکمې د پلان برخلاف غوښتي چې دغه لیکې دې د ۱۱ تاریخي سیمو څخه ۶۰ متره لېرې وي. دغو ودانیو کې چې د مغلو د دورې یادګارونه دي د شالیمار باغ هم راځي.

د ورځپاڼې په لیکنه د تاریخي ودانیو د ساتلو کمپاین کوونکو له قانوني لارو د نارنجي لیکي په نامه پروژې مخه نیولې او وايي چې له دې سره د کتونکو منظره خرابېږي او ودانیو ته زیان رسېدی شي.

د ګارډین په لیکنه "نارنجي لیکه" د چین له خوا تمویلېدونکې یو بیلیون ډالري پروژه ده چې پاکستان سره د بنسټیزو مرستو یوه برخه بلله کېږي.

ورته مطالب