پر پوهنتون بريد او د چارواکو تکراري کړنې

Image caption موږ باید خپل تعلیم ته لا وده ورکړو موږ د دوی شوم اهداف یوازې په تعلیم کولو شنډولی شو

هر سهار له وېرې سره فېسبوک پرانیزم. ويرېږم، چې بیا به کومه ناوړه پېښه شوې وي او په وینو لړلي انځورونه به ووینم.

نن هم همداسې وشول. نن هم هماغسې وشول. له واره مې د شهید نقیب احمد خپلواک د شهادت خبر تر سترګو شو.

خپلواک یوه لویه هستي وه او د تعلیم د ښمنانو له افغانستان څخه د پوهې دغه لویه هستي او له زده کړیالانو څخه یې ښوونکی واخیست.

Image caption نقيب احمد خپلواک د قران کریم حافظ هم و، دوه ماسټریانې یې لرلې او د بريتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې یې د دکتورا لپاره چمتوالی نیولی و.

زموږ پر تعلیمي مرکزونو بریدونه د افغانستان پر پرمختګ بریدونه دي. افغانستان کې ګام پر ګام امنیتي ځواکونه ولاړ دي او تالاشئ اخیستل کېږي، خو د حیرانۍ خبره ده، چې بیا هم دغه بریدګر له کومه راځي؟

د پلازمېنې کابل امنیت باید لا ډېر کلک وي، خو وینو چې پکې چاودنې کېږي او ځانمرګي بریدګر ورته راځي.

د ټپیانو تکراري‌ پوښتنه

Image caption هېوادوالو څومره چې کولای شئ خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوئ. د تعلیم ضد خلکو ته په تعلیم کولو ماتې ورکړئ

که څه هم زه د ټپیانو او کورنیو پوښتنه یو سم کار ګڼم خو له کله نه چې اشرف غني ولسمشر شوی دی هر ځلې د پیښې ځای ته ځي، روغتونونو ته ځي له ټپیانو لیدنه کوي. همداسې یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي دا ډول کارونه کوي.‌

ښايي دا کارونو د ډېرو په زړونو کې ځای ونیسي خو دا تکراري کارونه به نور زما په زړه کې هيڅ ځای ونه نیسي.

ولسمشر او چارواکو ته مې وړاندیز دا دې، هغه وخت چې د ټپیانو په لیدنه تېروئ پر ځای یې د امنیت په اړه لا ژور فکر وکړئ چې ولې د تلاشیانو او ځای پر ځای د پولیسو پوستو سره سره بیا هم وطن ته ځانمرګي او بمونه راځي او د دا ډول خونړیو پېښو سبب ګرځي.

د انځور حقوق arg
Image caption ولسمشر او چارواکو ته مې وړاندیز دا دې، هغه وخت چې د ټپیانو په لیدنه تېروئ پر ځای یې د امنیت په اړه لا ژور فکر وکړئ

هره ورځ د روغتونو پر ځای د امنیتي حوزو، پوستو او مسوولینو خبر واخلئ چې خپله دنده څنګه تر سره کوي. د دې وطن خلک امنیت ته اړتیا لري، دا ناامني هم پاي لري که نه.

له تیرو ۱۴ کلنو راهیسې زموږ ډېر خلک د تعلیم په ارزښت پوه شوي. مېندې او پلرونه غواړي خپله او لوڼه, زامن یې عالي او عصري زده کړې وکړي، که په هېواد کې وي او که له هېواده بهر.

له داسې بریدونو ښکاره ده چې بریدګر غواړي موږ د ناپوهۍ تیارو ته ستانه شو.

د انځور حقوق Getty
Image caption افغانستان کې ګام پر ګام امنیتي ځواکونه ولاړ دي او تالاشئ اخیستل کېږي، خو د حیرانۍ خبره ده، چې بیا هم دغه بریدګر له کومه راځي؟

خو موږ باید خپل تعلیم ته لا وده ورکړو موږ د دوی شوم اهداف یوازې په تعلیم کولو شنډولی شو، نو هېوادوالو څومره چې کولای شئ خپل اولادونه زده کړو ته وهڅوئ. د تعلیم ضد خلکو ته په تعلیم کولو ماتې ورکړئ.

زموږ زده کړیالان او ښوونکي باید له زړه بوږنونکو پېښو سره خپل روحونه ونه ځبي، بلکې خپل روحونه نور هم باید پیاوړي کړي، ځکه یوازې او یوازې تعلیم دی چې هېواد مو د سیالو هېوادونو په کتار کې راوستلای شي.

همدا تعلیم دی چې د دښمن شومو هدفونو او فکرونو ته ماتې ورکولای شي.

ورته مطالب