پر پوهنتون بريد، د مرګ او ژوند شېبې

Image caption ټولو ولیکل چې موږ نه شي په شا کولی. موږ به بیا هم زده کړو ته ځو

رڼا په تتېدو وه. ما لا د کوټې ګروپ نه و بل چې د فېسبوک په ډله ييز چټ کې يوې خورلڼې وویل:

- په افغان امریکايي پوهنتون بريد شوى.

زړه مې ولوېد. فکر مې وکړ ټوکه کوي، هېڅ مې نه شوای ورته لیکلی. یخ مې وشو. د انا کوټې ته مې من‌‌‌‌‌‌ډه کړه:

- په پوهنتون یې برید کړی!

هغوی یو بل ته وکتل. زه په وره کې کېناستلم. هېڅ مې ذهن ته نه راتلل. مور مې وویل:

د انځور حقوق Getty
Image caption د همدې اوونۍ په پيل کې پوهنتون ته ۱۰۰ نوي زده کوونکي راغلل. زه په هغو زده کوونکو کې وم چې له دوی سره مو رضاکارانه مرسته کوله.

- اه، شکر چې نه وې تللی، خو ژر کوه د کوچۍ او شمعې احوال واخله.

دوی دواړه مې د ښوونځي د وخت ملګرې دي. پوهنتون کې هم يو ځاى يوو. تېر سمسټر چې پوهنتون کې د رسامي سیالي وه د کوچۍ رسمونو جایزه ګټلې وه. یوه ښځه یې رسم وه چې نیم مخ یې چادرۍ کې پټ و، نیم یې لوڅ و.

داسې ښکارېده لکه له کومې پنجرې چې د دنیا ننداره کوي. یوه بله یې رسم وه چې وېښتان یې نه لرل. غاړه یې هسکه نیولې وه او دې تر څنگ 'پياوړې' ورسره لیکلې وه.

مور مې بیا وښورولم: هله زنګ ووهه!

حس مې کاوه لکه بدن کې مې چې میږیان روان دي. زنګ مې وواهه ځواب یې نه کړ. پیغام مې ولېږه. حال يې نه و. هر څوک چې مې ذهن ته راتلل پيغام مې ور ولېږه. ۱۰ دقیقې وروسته کوچۍ راته ولیکل:

- زه او شمع خوندي یوو. پردي کور کې یوو. اندیښنه مه کوه.

لږ مې زړه ارام شو، خو چې فیسبوک او ټويټر کې مې لیکنې لوستې نړېدم. کله چې په تدریجي مرګ مرې شاید تر بل هر څه سخته تجربه وي. کور کې ټولو هڅه کوله چې پام مې په بله کړي، خو له زړه نه چې وینې څاڅي انسان به څرنګ د ارام ساه واخلي؟

د همدې اوونۍ په پيل کې پوهنتون ته ۱۰۰ نوي زده کوونکي راغلل.

زه په هغو زده کوونکو کې وم چې له دوی سره مو رضاکارانه مرسته کوله. شنبه سهار وختي ولاړم.

"ټینا" لار کې موږ ته په تمه وه. دا افغانستان ته نوې راغلې وه. د زده کوونکو د لارښوونې مسووله وه. د ټينا په سر سپين ټیکری ښه ښکارېده. ورته ومې خندل:

- بیخي افغانه ښکارې!

دا موسکه شوه. بیا مې وپوښتله:

- افغانستان ته دې څرنګه زړه ښه کړ؟

دې وروځې پورته کش کړې:

- زه تېر کال له پوهنتونه فارغه شوم. له کوچينوالي مې پلان و چې د افغانستان غوندې هېوادونو کې به دنده کوم. زما انا دلته پخوا راغلې وه. هغې د کندهار او د بودا کیسې راته کړې وې.

زه مې د انا یو انځور هم لرم چې له خپلو وروڼو سره یې دلته اخیستی.

هغې به ویل چې د افغانستان اوبه بل ځای نه موندل کېږي.

که څه هم د کورنۍ مې هېڅ خوښه نه ده دلته واوسم خو زه خوند ترې اخلم. دلته هر څوک یوه کیسه لري او کله چې اورم کله ورته ژاړم کله خاندم!

ټينا مې سترگو ته ودرېده. چا راته وويل هغه روغه ده. د شنبې ورځ مې ذهن کې بيا وگرځېده. د پوهنتون ریس مارک انګلیش زده کوونکو ته ویل:

- موږ دلته در زده کوو چې څرنګ نوښتګر فکر وکړئ. دلته به تاسې زده کړئ، چې مختلف نظر څرنګ وزغمئ او له ‌‌‌‌‌‌ډول، ‌‌‌‌‌‌ډول خلکو سره څرنګ ژوند وکړئ؟

فیسبوک کې مې یوې ملګرې لیکلي و مارگ انگلېش هم روغ دى:

- زه له څوکۍ لاندې پټه یم! لطفا مرسته وکړئ.

نوره مې ساه درېده. د شپې لس نیمې بجې کوچۍ پيغام ولیږه:

- زه همدا اوس کور ته را ورسېدم.

ماښام لمونځ مې چې وکړ بېرته صنف ته راغلم.

لا ناسته نه وم چې بد غږ شو.

یوه شېبه خو ټولو یو بل ته کتل خو وروسته استاد وویل چې تر مېز لاندې باید پټ شو.

خو بیا یې چېغې کړې چې منډې کړئ. موږ د پوهنتون څنګ ته د ملګرو ملتونو دفتر ته واوښتلو. چې پام مې شو شمع نه شته. موبایل مې نه و راسره. په ژړا شوم.

د کتابخانې مسوول موبایل راکړ.

شمعې نه پورته کاوه.

د باروتو تریخ بوی مې سږي وسوځول.

نجونو ژړل.

هلکان تښتېدل.

ټولو ویل بريدګر د شمعې ټولګي خواته ورغلي.

څه وخت وروسته شمعه ساه نیولې زما مخته ودرېده.

رنګ يې د کورکمنو غوندې ژېړ و.

ویل يې په ټولګي کې ايساره وه.

خو چې کله بريدگر دریم منزل ته وختل وايي موږ له دویم پوړه رامنډه کړه.

هغوى چې راپام شو ‌‌‌‌‌‌ډزې یې راباندې وکړې خو خدای وساتلو.

د انځور حقوق

فیسبوک کې مې زما د ملګرې نازي قانع انځور ولید چې په وینو لته پته وه. دا حقوق لولي. یو وار مې ورته ویل څه کوې دا جنجالي فاکولته، ځان بلې ته بدله کړه. دې ویل:

- زه فکر کوم افغانې ښځې ‌‌‌‌‌‌ډېرې دې ته اړې دي چې غږ یې واورېدل شي. او که وکیله شوم حد اقل غږ خو به یې اورم.

نرګس او محدثې ټولګېوالې مې ځان دویم منزل نه اچولی و. هغوی ویل موږ هڅه کوله چې ټیکري سره غوټه کړو، او لاندې پرې راښکته شو.

خو دوی راننوتل نو موږ هم راټوپ کړل. د نرګس ملا ‌‌‌‌‌‌ډېره خوږ شوې ده. درې څلور نورې نږدې ملګرې مو تر سهاره همالته ایسارې پاتې وې.

نرګس احسان په خپل فیسبوک لیکلي و چې اته ساعته تر څوکۍ لاندې پټه وه. یو دوو نورو ویل چې وسله والو څو وارې بجلۍ را رڼا کړه. خو موږ ځانونه مړه واچول.

دوی بیا د سهار څلور بجې راخلاصې شوې وې. له دې ټول وحشت سره، سره ټولو ولیکل چې موږ نه شي په شا کولی.

د انځور حقوق Getty

موږ به بیا هم زده کړو ته ځو. ترهګري یو ذهنیت دی چې باید شنډ شي. که دوی ټوپک هر سهار غوړوي موږ هر شپه د امن خوبونه وینو او هر سهار د سولې په هيله قلمونه په گوتو کې نيسو او کتابونه لولو، ځکه چې موږ د هیلو، هو‌‌‌‌‌‌ډ او رڼا نسل یوو، تيارې مو نه شي ړندولى.