د سولې په راوستلو کې د ښځو ونډه

د انځور حقوق Getty
Image caption هر انسان ازاد، له وېرې او تاوتریخوالي پاک ژوند غواړي

سوله زما له نظره هغه ازاده مرغۍ ده چې کله الوزي هېڅ ښکاري ورته دام کینږدي او وزرې یې ورپرې نه کړي.

دغې ښایسته د ګلانو مرغۍ ته کوم قفس جوړ نه شي. هرکله چې وغواړي پرواز وکړي، په غرو رغو کې وګرځي د کمرو له پاسه خوږې نغمې وغږوي، په شنو جلګو، شنو فصلونو کې ځانته ځاله جوړه کړي او هېڅ باز پرې زړور نه شي چې ددې له ځالې نه هګۍ او د دې چڼچڼې له ځانه سره یوسي.

هر انسان ازاد، له ویرې او تاوتریخوالی پاک ژوند غواړي.

یعنی سوله غواړي. افغانان له تېرو څو لسیزو راهیسې سولې ته تږي دي او هر ولسمشر چې راغلی وايي،‌ سوله را وستل یې لومړيتوب دی خو زما په نظر لومړی باید سوله د ولسونو تر منځ راشي.

د انځور حقوق Getty
Image caption په سوله کې ښځو ته تش په نامه حق ورکړل شوی

دا سمه ده چې په افغانستان کې جګړه پردیو پیل کړې خو دسونګ مواد په کې خپله افغانان دي او دغه څه دي، چې د سولې اهمیت نور هم زیاتوي.

زموږ په هېواد کې څو ډوله جګړې روانې دي، سره له دې چې پایله یې ولس ته یوه ده، خو جګړې دي او د مختلفو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تر سره کېږي.

د انځور حقوق Getty

ترهګري، مخدره توکي، سیمه ییز استخبارات، نړیوال استخبارات، ژبني، قومي، تنظیمي او مذهبي اختلافات، سلیقوي برخوردونه او دې ته ورته ګڼ شمېر نور نومونه هم شته چې دجګړو بنسټونه دي، خو زما په نظر سوله یوه ده او هغه باید له ولس نه پیل شي او تر ارګه ورسېږي. په تېرو ۴۰ کلونو کې تل کوښښ شوی چې سوله له برې خوا را پیل شي او ښکته عملي شي، خو دغې چارې ډېره نتیجه نه ده ورکړې.

په دغه حساس وخت کې بل مهم کار چې د سولې په راتګ کې ډېر اړین دی د ښځو ونډه ده، ځکه ښځې ته په سیاسي، اقتصادي او تولنیزه توګه د هغې حق نه ورکول خپله د نا امنۍ، جنګ او بې عدالتۍ په مانا ده.

ترډېره حده د هېواد په سوله کې ښځو ته یوازې سمبولیک او تش په نامه حق ورکړل شوی. زه دیوې پیغلې په توګه د ښځو ونډه د سولې په راوستو کې ډېره اړینه ګڼم. ځکه زه موږ ښځې وینو، چې له جګړو څخه کرکه کوي، له جنګ نه ستړې دي او ډېره قرباني هم دوی ورکړې.

ښځو ته درانوی

د انځور حقوق arg
Image caption زما په نظر لومړی باید سوله د ولسونو تر منځ راشي

کله چې وړه وم دې خبرې به ځورولم چې خلکو به ویل د ښځو په خوله چا پیاز خوړلی یعني ښځه څه ده چې خبرې به یې څه وي، خو دا خبره ماته هغه وخت برعکس ثابته شوه چې موږ ډله نجونې د ښوونځي پر لور روانې وو، په لاره کې د دوو کورونیو سړي په خپلو کې سره په شخړه کې نښتي وو.

موږ هم هلته پیتاوې ته په اخورونو ودرېدو، دوی یوبل ته کنځلې کولې. وروسته یې یو بل له ګریوانونو ونیول.

د دواړو ډلو تربرونه یې هم تر څنګ ودرېدل. ځینو ننداره کوله او یو ځینو بیلونه او تبرونه راواخیستل.

کله چې یوه سړي ټوپک راواخیست موږ نجونې ووېریدو چې په ډزو کې ونه لګیږو،کلا ته ورننوتو، ښځو ته مو وویل، ستاسې دسړیو تر منځ شخړه ده.

دوی یبلې پښې رامنډې کړې. یوه سپین سرې ورته راووتله او خپل سره یې ورته لوڅ کړ، چې زما سپین سر ته وګورئ شر مه جوړوئ.

د انځور حقوق AFP
Image caption په جګړو کې، په لوږه او کډوالۍ کې ښځې تر هر چا ډېرې ستونزې ګالي

دکلا له هرې خوا ښځې بهر راووتلې. دهر سړي زنه یې نیوله چې له جګړې لاس واخلي. د ټوپکو ډزې وشوې او سپین سرې بیهوشه شوه.

خلکو هرڅه وغورځول او د سپین سرې پر لور یې منډه کړه. نورو ښځو ورته سوالونه کول چې دغه تور پلو ته مې وګورئ، دا شلیدلي پلو ته مو وګورئ نور غمونه مه راوړئ، هماغه وه چې شخړه پای ته ورسېده.

څو ځله مې لیدلي، چې د سړیو له خپلمنځي شخړو وروسته به دوی یوه کور کې سره یو ځای شوې او بیا یې د هغوی ترمنځ سوله کوله. دهغوی لپاره به یې میلمستاوې تیارولې.

ویل به یې شخړې دحل لاره نه ده باید پخلا شئ.

بدۍ، دښمنۍ کې د نجونو ورکړه تر ټولو ناوړه عمل دی، خو ښځې دي چې ورته سر ټيټ کړی او پټه خوله یې دغه قرباني منلې.

ما یو ځل له داسې یوې ښځې چې بدو کې ورکړل شوې وه پوښتنه وکړه چې ولې یې ځان قرباني کړ، هغې ویل ځکه نه غواړم زموږ د کورنۍ دښمني نوره هم پسې وغځیږي او زما دکورنۍ دغړو وینې وبهیږي.

هېڅوک ښایي دسولې لپاره دومره زیار ونه ګالي او دومره لویه قرباني ور نه کړي.

ښځه تر ډېره مظلومه ګڼل کېږي او د هر چا لاس چې ورباندې بر شي خپل حکم یې ورباندې چلولی او دا هم د سولې د نه راتلو یو لوی دلیل کیدی شي، ځکه چې ټولنه کې سوله په خپل رښتونې بڼه څوک نه پیژنې.

تل پاتې سوله په تعلیم کې ده

په بې سوادۍ کې د ماشومانو لوېدل هم له سولې څخه په لوی لاس ځان محرومول دي.

د هېواد په لرې پرتو سیمو کې نجونې څه چې ان هلکان مو له تعلیمه بې برخې دي او دغه بې برخې کېدل یې په سوله مستقیم اغیز درلودلی شي.

د انځور حقوق AP
Image caption ترهګري، مخدره توکي، سیمه ییز استخبارات، نړیوال استخبارات، ژبني، قومي، تنظیمي او مذهبي اختلافات، سلیقوي برخوردونه او دې ته ورته ګڼ شمېر نور نومونه هم شته چې دجګړو بنسټونه دي

دغه ماشومان لوېږي خو له کوم فکرسره؟ ډېری ځوانان چې له بېلابېلو ډلو او کړیو سره یو ځای کېږي د تعلیم څخه بې برخې کېدل دي او دغه راز داقتصادي ستونزو له امله ده، چې ډېری یې هر ډول خبرو ته غاړه ږدي.

له همدې امله د سولې په راوستلو کې تر ټولو لوی رسالت د ولس دی چې عالمان په کې فعاله برخه واخلي، مېرمنې د سبمول په توګه نه، بلکې درښتونې مبارزې په توګه د سولې په راوستو کې ونډه ولري، ماشومانو ته دسولې ترانې ور زده شي، د هېواد خپلواکې درس ورکړي او په ملي احساس سره وروزل شي.

بزګران د کوکنارو پر ځای د ګلانو تخم وکري، هغه وخت به د دې هېواد د هر وګړي په لپه کې سوله راشنه شي.