د افغانستان جګړې اور ته لمن وهل!

د انځور حقوق Getty
Image caption د داودخان حکومت پر مهال د ناکراریو پړه پر هغو حکومت مخالفینو اچول کېده، چې د هغه مهال د چارواکو په وینا د پېښور په مالګو منډيي کې د پاکستان حکومت ورته د استوګنې زمینه برابره کړې وه

د ۱۳۵۴ کال د سرطان میاشت وه.

کابل کې د جشن مراسمو کې ناڅاپه څراغونه مړه شول.

افغان سیاستوال او پخوانی وزیر صالح محمد زیری په خپل کتاب ' د نیمې پېړۍ خاطرې ' کې کاږي، په هغه شپه د جشن ګډونوالو کې له وېرې سره سره یوه ګنګوسه خپره شوه، چې ګواکې د محمد داود د حکومت وسله والو مخالفانو د پنجشیر سیمه نیولې ده.

دغه ګنګوسه ناڅاپي او بې بنسټه نه وه.

تر شا یې د هغو ناکراریو انګیزه پرته وه، چې په پلخمري، لغمان او بغلان کې رامنځته شوې وې.

د انځور حقوق AP
Image caption دلته دا حقیقت هم پر ځای دی، چې داودخان خپله هم د محمدظاهرشاه حکومت لږ موده مخکې ړنګ کړی و

د جشن په هغه شپه داسې هم واورېدل شوو، چې حکومتي ځواکونو څو ساعته وروسته بېرته د پنجشیر کنترول لاسته کړ، خو د نیولو او بېرته نیولو هغه لړۍ داسې وغځیده، چې نژدې ۴۰ کاله وروسته هم روانه ده.

د سیمو کنترول تر لاسه کولو او له لاسه وتلو له دغه بهیر سره تر څنګ د ګنګوسو او تورونو یوه لړۍ هم له هغې شپې راهیسې بې له کومې وقفې روانه ده.

د داودخان حکومت پر مهال د هغو ناکراریو پړه پر هغو حکومت مخالفینو اچول کېده، چې د هغه مهال د چارواکو په وینا د پېښور په مالګو منډيي کې د پاکستان د هغه مهال لومړي وزیر ذولفقارعلي بوټو حکومت ورته د استوګنې زمینه برابره کړې وه او په افغانستان کې یې د ورانکارۍ لپاره ورته لارې، ګودرونه چمتو کول.

د هغو ناکراریو پر مهال د پخواني صدراعظم محمد هاشم میوندوال نیول کېدل او بیا د هغه مړینه هم د ګنګوسو او تورونو د دغې لړۍ یوه بنسټیزه کړۍ بلله کېده.

د وخت چارواکو د هغه مړینه ځانوژنه بلله، خو مخالفینو یې بیا ویل، چې میوندوال له سختې شکنجې وروسته وژل شوی دی. له هغه وروسته ټوله کېسه د تاریخ برخه ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption وروسته د داودخان پر ضد د خلق ګوند اقدام، بیا د هغوی خپلمنځي اختلافونه، ان د یوه بل وژل..

د ۱۳۵۷ کال د ثور په اووم ګهیځ چا څوک ووژل او کنترول یې په خپل لاس کې واخیست او بیا د کومې وژنې تر شا د چا پټ لاس ولیدل شو.

کوم افغان واکمن د بل پر ضد د چا په مرسته کودتا وکړه او کوم حکومت مخالف مشر د بل مشر پلانونه د چا په مرسته شنډ کړل. څوک د چا لخوا نازول کېده او چا د چا په مرسته د چا مخه ډب کړه.

په تېرو نژدې ۴۰ کلونو کې ښايي داسې زرګونه پېښې شوې وې، خو هغه حقیقت چې په دې ټول وخت کې پر ځای پاتې دی، بې له کومې وقفې روانه جګړه او ورسره د تورونو پورې کول او د ګنګوسو خپرېدل دي. البته په دغه ټوله کیسه کې یو کرکټر بل هم شته، چې بل څوک ورته ډېر پام کوي او که نه، خو افغانانو ته تل په زړه پورې و او دی.

د انځور حقوق Getty

دغه کرکټر د منځګړو، پخلا کونکو او مرکچیانو دی، چې افغانانو یې تل خولې ته په خورا هیله مندۍ کتلي.

د افغانانو د خپل منځي مرکچیانو تر څنګ د بینن سیوان، بطرس – بطرس غالي او ... تر څنګ داسې ګڼ نومونه ښايي یاد شي چې افغانستان کې یې د سولې او روغې جوړې لپاره له زړه هلې ځلې کړې، زیار او زحمت یې کړی، خو د ځینو په اند دغو هڅو د سولې په راتګ کې ډېر ځای و نه نیو.

* د سولې په راوستلو کې د ښځو ونډه

* کولمبيا کې د سولې درې کلنې خبرې اترې بالاخر بريالۍ شوې

* "نه طالبان کابل نیولی شي او نه هم حکومت طالبان ماتولی شي"

د ۱۳۹۴ کال د جشن په شپه مو د څراغونو مړه کېدو پېښه یوې بلې سینیاریو ته هم بیايي او هغه دا چې هغه ناکرارۍ ناڅاپه له مالګي منډيي نه وې واردې شوې، بلکې ادعا داسې وه، چې ګواکې میوندوال د حکومت پر ضد کودتا کړې وه او د هغه له نیول کېدو وروسته یې ملګري پاکستان ته وتښتېدل، چې بیا له هغه ځایه د جګړې لپاره بېرته هېواد ته ستانه شول.

د انځور حقوق Getty

دلته دا حقیقت هم پر ځای دی، چې داودخان خپله هم د محمدظاهرشاه حکومت لږ موده مخکې ړنګ کړی و او بې له دې چې له خلکو پوښتنه وکړي یا انتخابات وکړي خپل حکومت یې جمهوریت باله.

وروسته د داودخان پر ضد د خلق ګوند اقدام، بیا د هغوی خپلمنځي اختلافونه، ان د یوه بل وژل او ځای یې نیول، د مجاهدینو مشرانو خپلمنځي جنجالونه، اتحادونه جوړول، ورانول او بیا یې له منځه د طالبانو رامنځته کېدل... دا ټول واقعیتونه د یوه تریخ حقیقت پر لوري اشاره کوي او هغه دا چې لومړی ځل اصلاً اور تل په کور دننه بل شوی دی.

دا چې له بهره چا د دغه اور لمبو ته لمن وهلې، چا پرې تیل شیندلي او چا یې د وژلو هڅې کړې، ټولې جزوي خبرې دي او تر هغه چې د کور اوسېدونکي پخپله د اور وژنې ته په اخلاص ملا و نه تړي، ښايي افغان ولس به همداسې د ګنګوسو او تورونو په اورېدو او له غمجنو سترګو سره د سولې سفیرانو ناتوانه خولو ته په هیله مندۍ ګوري.

د انځور حقوق Getty

ورته مطالب