ته نجلۍ یې، خو کمزوري نه یې

د انځور حقوق EPA
Image caption زموږ ټولنې کې نجونو ته د هرې کړنې، د هر انتخاب حق نور ټاکي

له مېندو او پلرونو مې ډېرې دا خبرې اورېدلې، چې خپلو ماشومو لوڼو ته وایي، ته نجلۍ یې له هلکانو سره لوبې او خبرې مه کوه او په دې خبرو له ماشومتوبه د نجونو په زړونو کې د نارینه جنس ویره وراچوي او بې زړه کوي يې.

په دې خبرو ماشومې نجونې فکر وړې وي او دا پوښتنه ورته بې ځوابه پاتې وي، چې ولې له هلکانو سره لوبې نه شي کولای، د ماشومو نجونو ماشوم ‌ذهن دا خبرې نه مني او له ځانه بیا - بیا پوښتي، چې ولې دا حق نه لري؟

په کلیو کې، چې کله نجلۍ اته کلنۍ یا لس کلنۍ ته ورسېږي، کورنۍ یې د جومات سبقونو ته هم نه پرېږدي او دا ماشومانې ورته پېغلې ښکاري.

کله یې چې ټیکری پر سر نه وي نو کنځي یې او دا ورته وایي، چې له نارینه وو ستر وکړې او هغوی ته نارینه د بلا په څېره ورپېژنې، ډار یې زړونو ته ور اچوي او کمزورې کوي یې.

د انځور حقوق Getty

دې ته ورته خبرې او نورې خبرې په افغانه ټولنه کې اکثرو کورنیو کې نجونو ته کېږي، له ماشومتوبه یې کمزوري روزي او تل د ښځینه ذات په نوم د کمزورتیا او ګوښه توب احساس ورکوي.

لمسیو ته د نیکه لیک

د سپتمبر د میاشتې په پنځمه نېټه د هندي سینما وتلي ستوري امیتابچن په خواله رسنیو کې یوه ویډو خپره کړه، په ویډو کې امتیاب بچن خپلو لمسیو ته لیک لولي او د هغوی راتلونکي ته د ژوند کولو معیار ورښي او دا سپارښتنه ورته کوي چې، خپل ذات 'ښځینه توب' خپله کمزوري ونه ګڼي، څرنګه یې چې زړه غواړي هماغسې دې د یوه خپلواک انسان په توګه ژوند وکړي.

د انځور حقوق AB FB
Image caption افغان ټولنه کې نجونو ته د ښځینه ذات په نوم د کمزورتیا او ګوښه توب احساس ورکول کېږي.

امیتاب بچن په هغه لیک کې خپلو لمسیو ته ډاد ورکوي او دا ورته وایي چې تاسې د خپلو نیکونو ویاړ یاست او تاسې کولای شئ چې د خپلو نیکونو ویاړونه خوندي کړئ، تاسې به ډېرې خبرې واورئ، خو تاسې به هغه لاره غوره کوئ، چې ستاسو خوښه وي.

امیتابچن خپلو لمسیو ته لیکي:

''سمه ده چې تاسې دواړې به د نندا او بچن په نومونو يادې شئ. خو دي ته مو پام وي چې له دې سره سره بیا هم تاسې دوې ميرمنې یاست، خلک به خپل فکر په زور درباندې وزغمي، دوی به تاسې ته وايي چې داسې واغوندئ، داسې ووايئ، هلته لاړې شئ، دلته مه ځئ ... د داسې قضاوت تر سيوري لاندې مه اوسیږئ. له خپل فکر سره سمه خپله اراده او هوډ ولرئ. هغه څوک مه خوښوئ، چې ستاسې دکرکټر او شخصیت پر درنښت او عزت نه پوهیږي، هغوی مه خوښوئ او مه یې منئ چې پرتاسو خپل نظر او مفکوره په زور تحمیلوي ''

د انځور حقوق EPA
Image caption هغه نجونې چې ورور نه لري د هغوی مال او جایداد میراث ګڼل کېږي

برعکس زموږ په ټولنه کې له ماشوموالي نجلۍ ته دا وایي، ته نجلۍ یې، په لاره کښته ګوره، له نارینه وو سره په احتیاط خبرې کوه، نجلۍ سپینه ټوټه ده چې داغمنه شي بیا نه پاکېږي، ته نجلۍ یې له نارینه وو سره ځان مه برابروه.

نورې لیکنې

زموږ ټولنې کې نجونو ته د هرې کړنې، د هر انتخاب حق نور ټاکي او حتا داسې کورنۍ هم شته چې په ورڼي کې خپله لور نکاح کوي او ټول ژوند یې له بدمرغیو سره مل کړي.

بابا لمسیو ته د لیک په یوه برخه لیکي:

''هغه میراث چې تاسې دواړو ته د خپلو نيکونو د پرتم پيژندنې او لوړوالي وياړ بلل کیږي''

د انځور حقوق f
Image caption ما په ټولنه کې بابا لمسۍ ته دا نه وایي ،چې د خپلې خوښې جامې واغونده، په خپله خوښه زده کړې وکړه، په خوښه ژوند وکړه

د امیتابچن په دغه یوه کرښه کې لوی ډاډ پروت دی، لمسۍ د خپلو نیکونو وارثانې ګڼي او دا ورته وایي چې تاسې د بچن د کورنۍ د ویاړنو ساتندویانې یاست.

که څه هم شرعیت کې نجونو ته په پلرني جایداد کې حصه ورکول کېږي خو زموږ په ټولنه کې نجلۍ هېڅکله د خپلو نیکونو د میراث خورې او ویاړنو په نوم نه یادېږي.

هغه نجونې چې ورور نه لري د هغوی مال او جایداد میراث ګڼل کېږي او تربورونه د بې وروره نجلۍ مال او جایداد خپله حصه ګڼي او هڅه کوي، چې بې وروره نجلۍ ځانته نکاح کړي څو د میراث حقدار شي او که چېري نجلۍ له واده انکار وکړي یا د میراث غوښتنه وکړي هغه بیا عاق کوي او آن مړی یې پلرنۍ هدیرې ته نه راوړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption زما ټولنه کې د بابا لمسۍ هر څه د نورو په خوښه کوي.

امیتابچن لیکلي ''دا به ډېره، ډېره ګرانه وي چې يو څوک دې يوه مېرمن او یوه ښځه واوسي. خو زه باور لرم چې داسې مېرمنې لکه تاسې یو لوی بدلون راوستلای شي. دا به ډېره اسانه نه وي چې تاسې ځانته خپل حد ولرئ، خپله خوښه ولرئ او بیا به د خلکو له قضاوت څخه لرې پاتې شئ. تاسې په هرځای او هر وخت کې دنورو لپاره بيلګي جوړیدای شئ او کولای شئ هغه څه ترسره کړئ چې تر موږ تاسې هغه په ښه توګه سرته رسولای شئ...''

د لیک په دغه پاراګراف کې یو نیکه لمسیو ته دا وایي، چې تاسې له ما نه هم ستر شخصیت لرلای شئ او هغه کار چې موږ ونه شوای کولای تاسې به یې په ښه توګه سرته ورسوئ.

یوې نجلۍ ته دا ډاد ورکول چې هغه کار چې نارینه او هغه هم د امیتابچن غوندې هستي سرته نه شي رسولای، هغه به یې سرته ورسوي.

دا داسې ډاډ دی چې ښایي یوې نجلۍ او د هغې کمزوری منل شوی جنس ته فولادي عزم وروبښي، د زمرۍ زړه ورکړي او هغه له ماشومتوبه دا احساس ولري چې دا به تر خپل نیکه هم ستره وي.

د انځور حقوق bbc
Image caption د تورتمونو په ځنځیرونوو تړلې زما د ټولنې د بابا لمسۍ به د بابا د داسې لیک ته په تمه وي

دا به په خپل شخصیت ولاړ کرکټر ولري، د نیکونو ویاړونه به ساتي، خو بدلون به راولي او د نوي عصر او نسل لپاره به مثال جوړېږي، ځکه بابا یې ورته ویلې ته نجلۍ یې، خو کمزوري نه یې.

بر عکس زموږ په ټولنه کې هغه کورنۍ چې لوڼې لري، د زوي په لټه کې ډېر ودونه کوي، د لور وجود ورته پېغور ښکاري او د لور زېږدنې په جرم د نجونو مور وژني.

د نجلۍ وجود نه پلار زغمي او نه بابا او همدا چیغې به وهي چې زوی یا لمسي به مې میراث خواره وي او زما نوم به ژوندۍ ساتي. لور خو د پردي کور ده هغه به ماته څه نوم او نشان راوبښي.

هو؛ زما په ټولنه کې لمسۍ ته د بابا او نیکونو نوم نه ورکول کېږي او هغه په هست وجود کې نیست وي. زما په ټولنه کې بابا لمسۍ ته داسې لیک نه شې لیکلای او خپل نوم او میراث د هغې په نوم نه شې کولای، ځکه زما په ټولنه کې د تربور په نوم میراث خور شته او هغه به لمسۍ ځانته نکاح کوي او د شرعي میراث حصه به هم نه ورکوي او که هغې وغوښته بیا به یې له کلي شړي او مړي به یې هدیري ته نه پرېږدي.

هو؛ زما په ټولنه کې بابا لمسۍ ته دا نه وایي ،چې د خپلې خوښې جامې واغونده، په خپله خوښه زده کړې وکړه، په خوښه ژوند وکړه او د خلکوو په خبرو پسې مه ګرځه.

زما ټولنه کې د بابا لمسۍ هر څه د نورو په خوښه کوي.

جامې د خلکو په خوښه اغوندي، زده کړې د خلکو په خوښه کوي، خبرې د خلکو په خوښه کوي او آن واده د خلکو په خوښه کوي او که داسې و نه کړي بیا خلک پسې خبرې کوي.

هو؛ زما د ټولنې لمسیانې یوازې د خلکو د خبرو له ډاره خپله خوښه نه شي کولای.

Image caption موږ په ټولنه کې هغه کورنۍ چې لوڼې لري، د زوي په لټه کې ډېر ودونه کوي

زما د ټولنې لمسیانې یوازې د بابا په ویاړنوو ویاړي، خو د بدلون جرات نه لري ځکه د بابا له دوده پښه اړول جرم دی که یې واړوله سنګسارېږي.

د امیتابچن دا لیک خپلو راتلونکي نسل لمسیو ته داسې ډاد دی، چې د نسلونو لوڼې به یې فولادي عزم ولري، د زمرۍ نظر به لري د هېچا په خوښه به ژوند نه کوي، بلکې خپله د ژوند کولو حدود ټاکي.

دا لیک نه یوازې د بچن د کورنۍ لوڼو ته بلکې د ټول هندوستان لوڼو ته دا جرات او تګلاره ورښيي.

د تورتمونو په ځنځیرونوو تړلې زما د ټولنې د بابا لمسۍ به د بابا د داسې لیک ته په تمه وي او په همدې تمه، چې د بابا لمسۍ د بابا په ویاړونو او میراث وویاړي او د لوی بدلون راوستلو فولادي عزم ولري.

ورته مطالب