'ناسمو تګلارو پاکستانی حکومت نړیوال ډګر کې ګوښه کړی'

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي مشرف چې د "ټول پاکستان مسلم ليگ" په نامه د خپل گونډ د جوړېدو شپږمې کليزې په وياړ يې د گوند غړو ته د ټيليفون له لارې وينا کوله وويل هند يوازې گواښ کوي خو د پاکستان پوځ عمل.

ډان:

پاکستان چاپې ډان ورځپاڼې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر پرويز مشرف هغه وينا مهمه بللې چې وايي: هند يوازې په گواښولو کې ښه دى.

ښاغلي مشرف چې د "ټول پاکستان مسلم ليگ" په نامه د خپل گونډ د جوړېدو شپږمې کليزې په وياړ يې د گوند غړو ته د ټيليفون له لارې وينا کوله وويل هند يوازې گواښ کوي خو د پاکستان پوځ عمل.

ښاغلي مشرف همداراز ويلي چې د پاکستاني حکومت د ناسمو تگلارو له امله دغه هېواد په نړېوال ډگر کې گوښى شوى.

ښاغلى مشرف چې اوس د پاکستان په محکمو کې په وړاندې يې د شته نا حلو قضيو له امله بهر کې مېشت دى خپلو پلويانو ته ويلي چې غواړي هېواد ته ور وگرځي خو اوس يې سم وخت نه دى.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز په جرمني کې د افغان پناه غوښتونکو موضوع ته کتنه کړې او "افغان حکومت د کډوالو په بېرته ستنولو کې پر همکارۍ سلا شوى" تر سرليک لاندې ليکي:

د جرمني حکومت وايي افغانستان د هغو افغان کډوالو بېرته ستنولو سره پر همکارۍ هو کړى چې په دغه هېواد کې يې پناه غوښتنه و نه منل شي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د جرمني حکومت وايي افغانستان د هغو افغان کډوالو بېرته ستنولو سره پر همکارۍ هو کړى چې په دغه هېواد کې يې پناه غوښتنه و نه منل شي.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت ويلي دواړو هېوادونو تېره ورځ يوه اعلاميه لاسليک کړه چې د کډوالو په خپله خوښه او په زړره ستنولو ته څرگند او د باور وړ بنسټ جوړوي.

توماس ديميزير د يوې وينا پاڼې په خپرولو ويلي دا هوکړه په جرمني کې د ډېرو کډوالو له منل کېدو سره مرسته کوي.

د نيويارک ټايمز په وينا، په ٢٠١٥ م کال کې ٨٩٠ زره کډوال جرمني ته ورغلي او د دغه شمېر کمول د انگیلار میرکل د حکومت د سر سر لومړيتوب شوى.

نيوز:

د پاکستان نيوز ورځپاڼې بيا د دغه هېواد د لومړي وزير د سلاکار سرتاج عزيز په وينا ليکلي چې د هند او پاکستان د ملي امنيت سلاکارانو سره اړيکه نيولې.

د انځور حقوق AP
Image caption د ښاغلي عزيز په وينا دغو دواړو د کنټول پر ليکې د ترينلگتيا کمولو لپاره د اړيکو او خبرو اترو پر دوام ټينگار کړى.

ښاغلي عزيز ورځپاڼې ته ويلي د پاکستان ملي امنيت سلاکار نصير جنجوا او دهغه هندي سيال اجيت دووال د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ کمولو په موخه سره خبرې کړي دي.

د ښاغلي عزيز په وينا دغو دواړو د کنټول پر ليکې د ترينلگتيا کمولو لپاره د اړيکو او خبرو اترو پر دوام ټينگار کړى.

اړونده مطالب

ورته مطالب