Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

لنډیز

  1. دغه پېښه کې شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي او تر ۳۵۰ ډېر ټپیان دي
  2. وسله وال طالبان وايي په دغه چاودنه کې لاس نه لري
  3. چارواکي وايي دغه چاودېدونکي توکي د اوبو په ټانکر کې ځای پر ځای شوي وو
  4. د سیمې سره د نږدې دفترونو او ودانیو شیشې ماتې شوې دي
  5. د پېښې ځای امنیتي ځواکونو کلابند کړی او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ور کوي
  6. لومړني رپوټونه وايي، چې په دې پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

د کابل برید په اړه شننه

لندن کې د بي بي سي‌ کابل دفتر مشر وحید مسعود او اباسین بریال سره خبرې

زلمی خلیلزاد او پاکستان

یا خو دې پاکستان د ترهګرو مرکزونه ختم کړي یا به موږ هلته د ترهګرو د اډو پر ویشتلو فکر وکړو.

Either Pakistan ends terrorist sanctuary or we consider attacking terrorist bases there. #POTUS #Afghanistan #Pakistan

کابل کې د چهارشنبې ورځې له خونړي برید وروسته جرمني پرېکړه کړې، چې د څو ورځو لپاره رد شوي افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته نه ستنوي.

افغانستان په داسې یوه حالت کې کومې خوا ته درومي؟

داسې برېښي چې افغانستان اوس مهال د کړکېچ له یوې تودې څپې د تېرېدو په حال کې دی. نړیوال او کورني اټکلونه ټول د حالاتو د لا نازکېدو وړاند وینه کوي. په تېرو پرله پسې میاشتو کې پر پلازمېنه بېساري او تر ډېره ویجاړوونکي بریدونه د جګړې په بڼه کې د بنسټیز بدلون ښکارندوی بلل کېږي.

په نژدې ټولو دغو بریدونو کې ولسي زیانونه اوښتي دي. هر وسله وال لوبغاړی په خپلو موخو پسې دی، هغه موخې چې پخپله له هغوی پرته نورو ته سمې روښانه نه دي. تاوتریخوالی داسې مهال زور اخلي چې د امریکا نوې ادارې لا هم خپله نوې افغان تګلاره په ډاګه کړې نه ده. افغانستان په داسې یوه حالت کې کومې خوا ته درومي؟

د اوونۍ بحث: د کابل د برید ترشا

ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

د ملي امنیت لخوا په خپرې شوې یوې اعلامیه کې ویل شوي د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخواپلان شوی. تفصل په لینک کې.

ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره لوبې لغوه کړې

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي د کابل چاودنې په تړاو د امنیتي ادارو د موندنو له راپور سره سم او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان کرېکټ بورډ سره د هر ډول سیالیو او دوجانبه اړیکو هوکړه لغوه کوي. نور تفصیل په لاندني لینک کې لوستل کېدای شي.

افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره لوبې لغوه کړې

کرېکټ
.

وروستیملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

د ملي امنیت لخوا په خپرې شوې یوې اعلامیه کې ویل شوي د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخواپلان شوی.

افغانستان او پاکستان تل پر یو بل دغه ډول تورونه لګوي.
Getty Images

وروستید افغان ولسمشر لخوا بېړنۍ غونډه

د کابل د نن ورځې د برید په غبرګون کې د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې یوه ځانګړې غونډه نن په ارګ کې وشوه. په دې غونډه کې د افغانستان امنیتي چارواکو د نن ورځې د برید په اړه مالومات وړاندې کړل.

د افغان ولسمشر لخوا بېړنۍ غونډه
Getty Images

وروستینن شپه د پاریس د ایفل برج به د کابل په ویر کې تیاره وي

د فرانسې پلازمېنې پاریس، ښاروال ویلي د کابل د برید قربانیانو ته د درناوي په پار به نن شپه د ایفل برج څراغونه مړه وي.

د ایفل برج چې د فرانسې یو له ترټولو پېژندلو شویو تاریخي ودانیو ده او د دغه هېواد هویت بلل کېږي هر وخت په رنګارنګو څراغونو روښان وي. نن شپه به پر ۱۲ بجو ایفل برج د کابل په ویر خپل ټول څراغونه مړه کوي.

نن شپه د پاریس د ایفل برج به د کابل په ویر کې تیاره وي
Getty Images

وروستیعیني شاهد

عیني شاهد

''کابل او بغداد کې د ژوند تصور''

د یو شمېر مشهورو نړیوالو ژورنالیستانو او لیکوالو تر څنګ وتلي ژورنالیست مهدي حسن په یوه ټویټر پیغام کې د کابل نني برید په تړاو ویلي:

زه دا تصور هم نه شم کولای، چې کابل او بغداد غوندې ښارونو کې به ژوند څنګه وي، چې وحشیانه بمي بریدونه په کې پای نه لري.

I can't begin to imagine what it must be like to live in a city like Kabul or Baghdad where these barbaric bombings… twitter.com/i/web/status/8…

وروستید افغانستان روغتیا وزیر سپارښتنه

د افغانستان عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي، د کابل ننني خونړي برید ټپیانو په درملنه کې به هېڅ ډول ناغیړي و نه شي. نوموړي دغه راز ویلي، د عامې روغتیا اړوندو ټولو مسوولینو او د مرکزي روغتونونو ټولو طبي کارکوونکو ته ویل شوي، چې د ننني خونړي برید ټپیانو درملنه کې ټوله هڅه او هاند وکړي.

د عامې روغتیا
facebook

شکیلا اماج په خپل فیسبوک لیکلي: نننۍ پېښې را نه ټول غمونه هېر کړل.

ّFB
FB

د کابل پېښې په اړه نور مطالب

''د پېښور په څېر کابل هم جرات څرګند کړ''

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي کمېټې مرستیالې بشرا ګوهر د کابل نننی برید په تړاو یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

وروستی ځل کابل جان ته د زما د سفر پر مهال هوا کې د ګلونو خوشبو خپره وه. د پېښور په څېر کابل هم بې ساري جرات او مقاومت څرګند کړ.

Scent of roses was in the air on my last visit to #KabulJan. Like #Peshawar #Kabul has shown unmatched courage & re… twitter.com/i/web/status/8…

جرمني د کابل له برید وروسته د افغان کډوالو شړل ودرول

کابل کې د چهارشنبې ورځې له خونړي برید وروسته جرمني پرېکړه کړې، چې د څو ورځو لپاره رد شوي افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته نه ستنوي. په اړه یې نور تفصیل دلته لوستلای شئ

جرمني د کابل له برید وروسته د افغان کډوالو شړل ودرول

کابل کې د خونړي بریدونو نېټې او مرګ ژوبله

پاینده څرګند

افغانستان کې د جګړې له دوام سره د بریدونو ول هم بدل شوی. ځانمرګي بریدونه تر پخوا پېچلي شوي او د ځینو موخه ځانګړي خلک یا ډله وي چې یو شمېر یې پلازمېنه کابل کې تر سره شوي.

تېر یوه نیم کال کې پلازمېنې کابل کې تر ټولو د بدو بریدونو نېټې او جزییات دلته لوستلی شئ

کابل کې د بریدونو لړۍ

‌‌کابل کي برید
Getty Images

وروستیجرمني د افغان ګډوالو شړل ودرول

کابل کې له چاودنې وروسته، جرمني په زور د رد شویو افغانانو د شړلو لړۍ ودروله. بشپړ خبر لږ وروسته پر ‌‌‌‌‌BBC Pashto لوستلی شئ

وروستید بي بي سي ۴ خبریالان چې په نننۍ پېښه کې ژوبل شول

له ښي اړخ نه: ایوب اروین، عبدالله نظامي، تاج الدین سروش او هدایت الله همیم

BBC
د بي بي سي ۴ خبریالان چې په نننۍ پېښه کې ژوبل شول
‌په روغتون کې د بي بي سي خبریالان

انګیلا مېرکل

جرمنۍ صدراعظمې چې برید یې سفارت ته نژدې شوی، وویل چې دا ډول بریدونه به یې د ترهګرۍ د ځپلو له پاره هوډ کمزوری نه کړي.

انګیلا مېرکل
انګیلا مېرکل

طالبانو چې د نویو عملیاتو پیل اعلان کړی، ویلي چې برید دوی نه دی کړی. مخکې په پلازمېنه کې څو بریدونه بلې حکومت ضد ډلې - اسلامي دولت یا داعش کړي وو.

د کابل پېښې وروستی انځور

کابل
Getty Images
افغان کارکوونکي د کابل ننني برید له ځایه د ویجاړ شویو ګاډو پاتې شوني لېري کوي. دغه زوروره چاودنه کې لسګونه ګاډي له منځه تللي، چې د ګڼې ګوڼې پر مهال د چاودنې له ځایه تېرېدل.

د وژل شویو افغان خبریالانو ډېرېدونکی شمېر

د افغان ژورنالیستانو مرکز په وینا د کابل ننني برید کې د رسنیو دوو کارکوونکو له وژل کېدو سره دغه هېواد کې له ۱۳۸۱ کال راهیسې د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر ۷۴ کسانو ته رسېدلی دی.

په ننۍ پېښه کې ۱۱ افغان خبریالان ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه کې د بي بي سي افغان کارکوونکي محمد نذیر وژل شوی او څلور نور خبریالان ټپیان شوي دي.

''و نه توانېدم نذیر روغتون ته ورسوم''

کابل کې د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي او هدایت الله همیم چې د کابل نني برید کې له دوو نورو همکارانو سره یو ځای ټپيان شوي دي، پر خپلو فېسبوکپاڼو د وژل شوي همکار محمد نذیر په اړه خپل تاثرات لیکلي، هدایت الله همیم کاږي:

''د چاودنې شېبې د قيامت تر ورځې کمې نه وې، هرڅوک د ځان په غم کې و، له زړه مې وينې څاڅي چې له ځوانيمرګ شهيد ورور استاد نذير سره مې هېڅ ونه کړای شو ، مرګ په تانده ځوانۍ کې رانه واخيست.''

سید عبدالله نظامي لیکلي:

''زه مې خپل شهید همکار پسې زړه چاودی یم، چې ومې نه شو کولی تر روغتونه یې ورسوم. دخپل وجود دردونه مې هېر دي. نذیر جان مې د مرګونوسفرونو ملګری و او داځل مرګ هغه زما له سترګو مخامخ واخیست، جنت یې نصیب.''

سید عبدالله نظامي
سید عبدالله نظامي

د پاینده څرګند په رپوټ کې د ننني چاودنې جزییات

کابل کي د چاودني سیمه

د ننني برید سیمه

دغه چاودنه د زنبق په څلورلاره کې شوې
BBC

د کابل نننی برید

لنډیز

د افغانستان پلازمېنې کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې نن د چاودنې له کبله نژدې ۸۰ کسان وژل شوي او تر ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي. د افغان چارواکو په وینا چاودنه د اوبو ټانکر له لارې شوې ده. تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه برید چا کړی دی. د افغان حکومت وسله والو مخالفو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی دغه برید نه دی کړی. چاودنه کې د بي بي سي یو افغان کارکوونکی وژل شوی او یو څلور نور ټپیان شوي دي. افغان مشرتابه د هند او پاکستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو مشرانو او د امنسټي انټرنېشنل په ګډون نړیوالو ادارو دغه برید سخت غندلی دی.

کابل کې برید ۸۰ کسان وژلي
Getty Images

د بي بي‌ سي همکار محمد نذیر چې خپل ژوند یې په نننۍ چاودنه کې له لاسه ورکړ.

د بي بي‌ سي همکار محمد نذیر
Getty Images

د کابل برید قربانیانو وروستۍ شمېرې

د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي بي بي سي ته ویلي د کابل ننني برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۲ ته رسېدلی دی. نوموړي دغه راز ویلي په دغه خونړي برید کې نژدې ۳۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

د کابل نننی برید او پاکستان

د بښنې نړیوال سازمان د کابل برید غندلی او دا یې د بشر ضد جرم بللی

په کابل کې مېشتو د نړیوالو ځواکونو پرېکنده ماموریت هم په یوه خبر پاڼه کې نننۍ برید غندلی او له قربانیانو سره یې خواخوږي ښوولې.

فیسبوک

پر فیسبوک مینه ویاړ لیکلي: د دوزخ منظره به هم له دې څخه وحشتناکه نه وي ځکه هلته ګنهکار معلوم شي او بيا دوزخ کې وسوځول شي خو دلته ګنهکار څه چې، ماشومان هم سوځول کېږي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي غبرګون

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل نننی برید په سختو ټکیو غندلی او د برید له قربانیانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې. نوموړي دغه برید د سولې او ثبات د دښمنانو کار بللی دی.

I condemn in the strongest terms the terrorist attack in #Kabul today which killed & wounded many of our compatriots.This was an inhuman...

... terrorist act carried out by the enemies of peace & stability of Afghanistan. Extending heartfelt condolences to the families of those..

وروستید بي بي سي کارکوونکی

د بي بي سي موټر چلونکی محمد نذیر په نننۍ چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. محمد نذیر نور همکاران دفتر ته رسول چې چاودنه وشوه. زموږ څلور نور ژونالیستان هم ژوبل شوي چې په روغتون کې د درملنې لاندې دي.

محمد نظر له ۴ کلونو را پدېخوا بي بي سي سره کار کاوه.

بي بي سي
BBC

وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې برید کې دوی هېڅ لاس نه لري، او بېګناه ولسي وګړو وژنه غندي.

د افغان ژونالیست فرید احمد دفتر

The #suicide attack in #Kabul was very powerful. Our office looks like this. #AFG
The #suicide attack in #Kabul was very powerful. Our office looks like this. #AFG
The #suicide attack in #Kabul was very powerful. Our office looks like this. #AFG

The #suicide attack in #Kabul was very powerful. Our office looks like this. #AFG

دا په کابل کې د وال سټریټ جورنل خبریالې جسیکا د خونې انخورونه دي. ویل کېږي چې چاودنه ډېره درنه وه او شاوخوا ودانیو ته یې زیان اړولی.

So the blast film held up pretty well outside my bedroom #kabulattack

So the blast film held up pretty well outside my bedroom #kabulattack