Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

لنډیز

  1. د پېښور زلمیانو او کراچۍ کنګز دغه لوبه دبۍ کې تر سره کېږي.
  2. د پاکستان سوپر لیګ دا دویمه دوره ده.
  3. تېر کال په دغه لیګ کې نبي او شهزاد هم لوبېدلي وو.
  4. د دغې لوبې ګټونکې لوبډله به پایلوبه کې له کویټه ګلډیټرز سره مخامخ شي.
  5. د کراچۍ کنګز او پېښور زلمیانو تر منځ دغه لړۍ کې څلور لوبې شوې، چې درې پېښور زلمیانو ګتلې.
  6. پېښور زلمیان دغه لوبه کې د شاهد اپریدي او ډیرن سمي او محمد حفیظ او کراچي کنګز بابراعظم او کومارا سنګکارا په څېر مهم لوبغاړي لري.

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

لخوا نورسعید او ګوربت ننګیال

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

کراچۍ کنګز د څلورو توپونو بدل کې ۳۰ منډو ته اړتیا لري.

د کراچۍ کنګز شپږم سوځېدونکی لوبغاړی کییرن پولارډ و، چې د ۲۵ توپونو یې ۴۷ منډې جوړې کړي. نوموړي درې شپږیزې څلور څلوریزې ووهلې.  

د کراچۍ کنګز شپږم لوبغاړی هم وسوځېد.

  کراچۍ کنګز دا مهال د ۱۵ توپونو بدل کې ۴۴ منډو ته اړتیا لري او پنځه لوبغاړي یې لا هم نه دي سوځېدلي.  

کرس ګیل د فبرورۍ په ۲۷ د اسلام اباد یونایټيډ لوبډلې خلاف پي ایس ایل سیالیو کې د ۱۷ توپونو له لوبولو وروسته ۴۴ چټکې منډې جوړې کړې وې.  

کرس ګیل
.
کرس ګیل د څلوېښتو منډو له جوړولو وروسته وسوځېد.

د کراچۍ کنګز پنځم لوبغاړی کریس ګیل و، چې د ۴۰ منډو له جوړولو وروسته د وهاب ریاض په لاس وسوځېد.  

کییرن پولاد او عماد وسیم دا مهال د کراچۍ کنګز له لوري لوبه کوي او دغه لوبډله د ۱۴ اوور په پای کې توانېدلې د پنځو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۱۱۱ منډې جوړې کړي.  

د ۱۳ اعشاریه ۳ اوورنو له لوبې وروسته کراچۍ کنګز ۱۰۸ منډې جوړې کړې او بنځه لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي.

کوماراسنګاکارا
PSB
کومارا سنګاکارا د ۱۶ منډو له جوړولو وروسته وهاب ریاض وسوځاوه.

کراچۍ کنګز پنځم لوبغاړی هم له لاسه ورکړ.

د کراچۍ کنګز څلورم لوبغاړی روي بوپاره و، چې د شپږو منډو له جوړولو وروسته د محمد حفیظ له لوري وسوځېد.  

کراچۍ کنګز دا مهال د نهم اوور پای کې د څلورو وېکیټو له غورځېدو وروسته ۴۱ منډې جوړې کړې دي.  

د څلوېښتو منډو له ټولټال سکور وروسته د کراچۍ کنګز څلورم لوبغاړی هم وسوځېد.

شاهد اپریدی
PSL
د پېښور زلمیانو شاهد اپریدی په دغه لوبه کې له کومې منډې جوړولو پرته وسوځید

د کراچۍ کنګز کومارا سنګاکارا له ۱۶ منډو جوړولو وروسته وسوځېد او ملګری لوبغاړی یې شعیب ملګ له منډو جوړولو پرته له لوبغالي بهر شو.  

کراچۍ کنګز پنځم اوور کې درېیمه وېکټه هم له لاسه ورکړه.

پي ایس ایل
BBC
د پایلوبې لپاره د لاهور قذافي لوبغالي کې چمتوالی کېږي

د کراچۍ کنګز اوپنر بابر اعظم دویم اوور کې د یوې منډې له جوړولو وروسته د کرس جوردان پر توپ کیچ شو.

دا مهال کریس ګیل او شعیب ملک د کراچۍ کنکز له لوري د لوبې ډګر کې ولاړ دي.

کراچۍ کنګز د ۱۹ منډو له جوړولو وروسته دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي.

یوه کره وړاندوینه

نورسعید

د ننۍ لوبې پچه کراچۍ کنګز وګټله او پېښور زلمیانو ته یې د لوبې پیلولو بلنه ورکړه. د پېښور زلمیانو اوپنرانو ډېوډ میلان او کامران اکمل خورا یرغلګرانه لوبه وکړه. په ځانګړې توګه کامران اکمل خورا شاندراه لوبه وکړه، چې  پر ۶۰ منډو  یې د اوو شپږیزو او شپږو څلوریزو پر مټ سلیزه بشپړه کړه.

 دا به د لوبې پای کې معلومه شي، چې د پچې له ګټلو سره لومړی د فیلډینګ لپاره د کراچۍ کنګز کپتان کومار سینګاکارا پرېکړه څومره پر ځای وه، خو په شل اوریزو سیالیو کې د ۱۸۲ منډو هدف که ناممکن نه دی، اسان هم نه بلل کېږي. خو دې سره د کراچۍ کنګز لوبډله نژدې هغه ټول ملګري له ځان سره لري، چې د تېرې دورې اتلې اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې ته یې په همدپي ایس ایل سیالیو کې ماتې ورکړې وه.

 په کرېکټ کې وړاندوینه ګرانه ده، د دواړو لوبډلو تر منځ پي ایس سیالیو کې څلور لوبې شوې، چې درې یې پېښور زلمیانو او یوه یې کراچۍ کنګز ګټلې. له همدې کبله او بل لور ته د نني لوړ هدف له کبله ښايي کراچۍ کنګز له یو څه رواني فشار سره مخامخ وي، البته دا به د لوبې ډګر کې معلومیږي، چې دوی تر کومه بریده کولای شي ځان له فشاره لرې وساتي.

 په دویمه دوره کې بیا دواړه لوبډلې دوه ځله مخامخ شوې، چې دواړو په کې یوه، یوه لوبه ګټلې. کراچۍ کنګز اسلام اباد یونایټیډ لوبډله له دغو سیالیو بهر کړې او پېښور زلمیانو ته کویټه ګلډیټرز په یوه منډه ماتې ورکړې، چې اوس به د ننۍ لوبې ګټونکې هغې سره د مارچ پر پنځمه د لاهور قذافي لوبغالي کې مخامخ شي.

 په همدې بنسټ لږ تر لږه یوه وړاندوینه په ډاډه زړه کېدای شي، چې د نن لوبه له مهموالي سره، سره له هیجانه هم ډکه ده.

tDà�b쁰�� 

کامران اکمل پر ۶۰ منډو د اوو شپږیزو او شپږو څلوریزو پر مټ سلیزه بشپړه کړه.  

Interval

پېښور زلمیانو کراچۍ کنګز ته د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.

د پېښور زلمیانو له لوري شاهد اپریدی د لوبې ډګر ته راووت.

د پي سي ایل چارواکي نجم سیټهي د لاهور پایلوبې لپاره د کلکو امنیتي تدبیرونو غوښتنه کړې.

13500 troopers were deployed in London to secure the Olympics in 2012 from terrorism. Pl bear with our security arrangements for PSL Final.

سلیزه - کامران اکمل

په ۵۹ توپونو یې ۱۰۰ منډې جوړې کړي

د توپ اچوونې برخه کې کراچۍ کنګز پر محمد عامر، سهیل تنویر، عماد اعظم، سهیل خان او ځوان لیګ سپینر اسامه میر تکیه کوي.

بله شپږېزه .. ۱۵۸ منډې

د سمیول او اکمل تر منځ ملګرتیا

د سمیول او اکمل په ګډه ۵۰ منډې جوړې کړي دي.

شپږېزه

کامران

کامران دوه شپږېزې ووهلې. ټولې منډې ۱۴۵ او یو کس سوځېدلی

ویکټه

ډېوېډ میلان

د ۹۷ ټولټال منډو له جوړېدو وروسته د پېښور زلمیانو لومړنۍ لوبغاړی ډېوېډ میلان و، چې له ۳۶ منډو جوړولو وروسته د سهیل خان پر توپ وسوځید.  

د کامران اکمل د منډو شمېر په ۱۴ اوور کې ۷۸ ته ورسېد.

د څوارلسم اوور پای کې پېښور زلمیانو د یوه لوبغاړي سوځېدو سره ۱۲۲ منډې جوړې کړې.

کامران اکمل یوازې د ۳۳ توپونو لوبولو سره د دریو شپږیزو او پنځو څلوریزو پر مټ خپله نیمه سلیزه بشپړه کړه.  

کومار سنګاکارا په دغه لوبه کې د کراچۍ کنګز لوبډلې مشري کوي.  

پېښور زلمیانو د یوه لوبغاړي سوځېدو سره ۱۱۰ منډې جوړې کړې دي.

د ۹۷ منډو له جوړېدو وروسته د پېښور زلمیانو لومړنۍ وېکټه وغورځېده.

سوپرلیګ
PCB
د پېښور زلمیانو د لوبې پیل خورا په زړه پورې و.

کامران اکمل او ډېوېډ ملان په شریکه له پنځوسو ډېرې منډې کړې.