Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

لنډیز

  1. دا لومړی ځل دی چې افغانستان له اېم سي سي سره لوبه کوي
  2. له بشپړ غړيتوب وروسته دا د افغانستان لومړۍ لوبه ده
  3. په لورډز لوبغالي کې دا د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه ده

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

وروستید افغانستان او اېم سي‌سي تر منځ لوبه لغوه شوه

د باران له امله د افغانستان او اېم سي‌سي‌تر منځ نننئ‌لوبه لغوه شوه. د دې لوبې پچه اېم سي سي‌ ګټلې وه او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. اېم سي‌سي په ۴۰ اوورون کې ۲۱۷ منډې وکړې. افغانستان په ۵ اوورونو کې د يوه لوبغاړي په سوځېدو ۳۱ منډې وکړې.

وروستید بارن له امله لوبه وځنډوله شوه

د باران له امله نننۍ لوبه د لنډ مهال لپاره وځنډول شوه

cricket
BBC

څلورم اوور

افغانستان تراوسه په ځلورو اوورونو کې د يوه لوبغاړي‌په سوځېدو سره ۲۴ منډې جوړې کړي‌دي د افغانستان رن رېټ يا د منډو اوسط ۶ دی

وروستینور علي‌ ځدراڼ د ۱۱ منډو په جوړولو سره وسوځېد

نور علي دوهمه څلوريزه ووهله

cricket
Getty Images

د افغان لوبډلې لومړئ څلوريزه

افغان توپ وهونکي نور علي‌ځدراڼ لومړی څلوريزه ووهله

دوهم اوور

افغانستان تراوسه په دو اورونو کې درې منډې جوړې کړي‌دي.

لوبه بيا پيل شوه

د لوبې دوهمه نيمايي پيل شوه، اېم سي‌سي‌افغانستان ته د ۲۱۸ منډو هدف ټاکلی دی.

جاويد احمدي‌او نور علي ځدراڼ د لوبې پيل وکړ.

cricket
BBC

لنډه دمه

له یوې لنډې دمې وروسته به له تاسره وو

اېم سي‌سي‌افغانستان ته د ۲۱۸ منډو هدف وټاکه

اېم سي‌سي په ۴۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۲۱۸ منډو هدف وټاکه

criket
BBC
cricket

وروستیګلبدين نايب د اېم سي‌سي‌شپږم لوبغاړی وسوځاوه

ګلبدين نايب په نننۍ لوبه کې تر دې مهاله دوې وېکټې ترلاسه کړې دي.

لوبغالي ته راغلو فغانانو ملي جامې اغوستې دي او د افغان لوبې ملاتړ کوي.

لوبه
bbc

۳۹ اوور

۳۹ اوور پيل شو د لوبې پای ته يوازې دوه اوور يا ۱۲ توپونه پاتې دي.

افغان لوبډلې تر دې مهاله ښه لوبه کړې. اېم سي سي (مارلیبورن کرېکټ کلب) دې لوبې ته د نړۍ پياوړي لوبغاړي راټول کړي. اېم سي سي چې د لارډز لوبغالی یې کور دی تېرو دوو پېړیو کې د کرېکټ لوبې ودې او بېلا بېلو تګلارو په جوړولو کې مهم رول لوبولی.

۳۸ اوور

اېم سي سي‌په ۳۸ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۲ منډې جوړې کړي‌دي.

وروستیراشد خان پټېل وسوځاوه

راشد خان په وروستي‌اوور کې پټيل په ۵۳ منډو وسوځاوه.

وروستیشاپور ځدراڼ د اېم سي سي‌څلورم لوبغاړی وسوځاوه

شاپور ځدراڼ په نننۍ لوبه ډېر ښه وځلېد. نوموړي درې وېکټې واخيستې.

cricket
Getty Images

۳۵ اوور

اېم سي سي‌په ۳۵ اوورونو کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې دی.

وروستیسم هېن په ۷۶ منډو وسوځّېد

کلبدين نايب د سم هېن وېکټه ترلاسه کړه

وروستیلومړی شپږيزه

پټېل پر راشد خان د لوبې لومړۍ شپږي ووهله

د مېرمنو ونډه

د لوبې ليدو او د افغان لوبغاړو ملاتړ ته يو شمېر مېرمن هم راغلي‌دي.

کرېکټ لوبه
BBC

راشد توپ اچوونې ته راغی

راشد څلور اوورونه کړي او تراوسه يې کومه وېکټه نه ده اخيستې.

۲۸ اوور پيل شو

اېم سي سي تر دې مهاله د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۶ منډې جوړې کړي دي. هېن ۶۷ او پټېل ۱۴ منډې جوړې کړي دي.

۲۵ اوور

۲۵ اوور روان دی. اېم سي سي‌ د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۲ منډې جوړې کړې دي.

وروستیلوبه بيا پيل شوه

وروستیچندرپال ټپي شو

د اېم سي‌سي‌لوبغاړی چندرپال د دولت ځدراڼ په توپ ولګېد. لوبه د لنډ مهال لپآره وردرېده.

لندن لارډز لوبغالي کې د افغان لوبغاړو ملاتړ ته ګڼ کسان راغلي دي.

کرېکټ
BBC

محمد نبي يو ځل بيا لوبې ته راغۍ

د راشد خان او محمد نبي لوبه به ډېره مهمه وي. د اېم سي سي لوبډله کې پام وړ توپ اچوونکي نشته. یوازې ټېم مورتا او ډاکرېل داسې لوبغاړي دي چې د نړیوالو لوبو تجربه لري نو له افغان توپ وهونکو هم د ښې لوبې تمه کېدای شي.

وروستی100

اېم سي‌سي سليزه بشپړه کړه

اېم سي‌سي‌په ۲۲ اوورونو کې د دوو لوبغاړو سوځېدو سره سليزه بشپړه کړه.

د افغان کريکټ مينه والو د افغان لوبډلې جامې اغوستي‌دي‌او د خپلو لوبغاړو ملاتړ کوي.

cricket
BBC

محمد نبي توپ اچوونې ته راغی

محمد نبي د څلورم اوور لپاره راغی. نوموړي په دريو اوورونو کې ۱۰ منډې ورکړې دي

وروستی50

هېن پنځوسيزه بشپړه کړه

وروستیلوبه بيا پيل شوه

لوبه بيا پيل شوه. دغه لوبه ۴۰ اوورونو ته رالنډه شوه

cricket
BBC

باران

باران اوس هم ورېږي، لوبه د لنډ مهال لپاره ځنډېدلې ده، کېدای شي‌ ډېر ژر بېرته پيل شي.

لوبغالی
BBC

لارډز لوبغاړي کې اېم سي سي سره د افغانستان لوبه له ډېرو اړخونو د پام وړ ده او بل دا چې اوس افغانستان د ای سي سي بشپړ غړیتوب خپل کړی نو دې لوبې ته به د نړیوالو پام ښايي لا ډېر وي.

اېم سي سي دې لوبې ته د نړۍ پياوړي لوبغاړي راټول کړي. اېم سي سي چې د لارډز لوبغالی یې کور دی تېرو دوو پېړیو کې د کرېکټ لوبې ودې او بېلا بېلو تګلارو په جوړولو کې مهم رول لوبولی.

وروستیباران پيل شو

يو ځل بيا باران پيل شو او لوبه د لنډ مهال لپاره وځنډېده

محمد نیي د خپل درېيم اوور لپاره راغئ

راشد خان او محمد نبي د هند په کرېکټ پرېمیرلیګ کې خورا بریالي وو. دا نه یوازې خپله دوی ته بلکې افغان کرېکټ ته ښه زېری و.