Got a TV Licence?

You need one to watch live TV on any channel or device, and BBC programmes on iPlayer. It’s the law.

Find out more
I don’t have a TV Licence.

لنډیز

  1. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د لومړۍ غوښتنې برعکس، له افغانستان نه د امریکايي پوځيانو له وتلو سره مخالف دی؛ ځکه دی نه غواړي د اورپکو د واکمنېدو لپاره تشه رامنځ ته شي.
  2. د شنونکو د تمو خلاف، ډونلډ ټرمپ دا ونه ویل چې افغانستان څومره اضافي سرتېرې استوي.
  3. ټرمپ د پاکستان پروړاندې توند دریځ خپل کړ: "موږ به نور پاکستان کې د طالبانو او نورو هغو ترهګریزو سازمانونو د پټنځيو په اړه چوپه خوله پاتې نه شو، چې سیمې او له سیمې بهر ګواښ پېښوي."
  4. ټرمپ وویل: "موږ پاکستان ته میلیاردونه ډالر ورکړل خو په ورته وخت کې دوی دوی هغو ترهګرو ته امن ځای ورکړ، چې موږ سره په جګړه بوخت دي.
  5. د امریکا ولسمشر افغانستان کې د امنیت راتلو کې د هند د همکارۍ په تېره بیا د اقتصادي لاسنیوي پر ډېرېدو ټینګار وکړ.
  6. دا مهال افغانستان کې د امریکا ۸۴۰۰ پوځيان مېشت دي، چې ډېری یې د افغان ځواکونو د روزنې او سلامشورې چارې مخته وړي.

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

ټول وختونه د برتانیا له معیاري وخت سره سم دي

وروستیټرمپ پالیسي: پاکستاني چارواکو له امریکايي سفیر سره لیدلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر ډېوډ هېل د دغه هېواد د دفاع له وزیر خواجه اصف سره لیدلي او د ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتيژۍ په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي. د وزارت په خبره پاڼه کې ویل شوي، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره تر خپله وسه هڅې کړې او د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره يې تل قربانۍ ورکړې دي.

Link

خواجه اصف
AAMIR QURESHI

وروستیحامد کرزي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې پالیسي غندلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل هېواد په تړاو د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې پالیسي غندلې ده. ښاغلي کرزي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې د امریکا متحده ایالتونه باید هڅه وکړي د خبرو او سوله ییزو اقداماتو له لارې په افغانستان او سیمه کې جګړه پای ته ورسوي. اعلامیه کې راغلی: ''په دغې ستراتیژي کې د سولې پر ځای چې د افغانانو اصلي او اساسي غوښتنه ده د جګړې په ادامې او پراخېدو تاکید شوی. موږ د امریکا د متحده ایالاتو د دغه دریځ کلک مخالفت کوو او په کلکو ټکو یې غندو'' ښاغلي کرزي ویلي، د امریکا متحده ایالاتو خپلې پخوانۍ تېروتنې منلې دي او پالیسي کې ویل شوي، چې له دې وروسته به په پاکستان کې د تروریستانو د ځالو او پټنځایونو په هکله چوپتیا غوره نه کړي، چې د نوموړي په خبره په دغه پالیسۍ کې د 'عطف' یوازینی ټکی همدا دی.

حامد کرزی
.

وروستیډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

د امریکا ولسمشر د خپلې افغان ستراتیژي د اعلانولو پر مهال وویل، واشنګټن سره له دې چې له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته وکړه، بیا هم دغه هېواد د ترهګرو پټنځی دی. "موږ پاکستان ته په میلیاردونو ډالر ور کړل، خو په دغه مهال پاکستان د هغو ترهګرو پټنځی و چې موږ ور سره جګړه کوله". د هغه په خبره،"امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي".

بشپړ مطلب دلته لوستلی شئ

ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

وروستیغني: پاکستان دې د افغان سولې پیغام ته لبیک ووايي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سوېلي کندهار ولایت ته د سفر پرمهال ویلي، امریکا د افغانستان د ګاونډي ته ښکاره پیغام ورکړی چې نور اورپکو ډلو ته پناه ورنه کړي اوس باید پاکستان د افغانستان د سولې غږ ته لبیک ووايي.

اشرف غني
Arg
ښاغلی غني د سې شنبې په ورځ سوېلي کندهار ولایت ته تللی

د هند د بهرنیو چارو وزارت د امریکا نوې ستراتېژۍ ملاتړ وکړ

د هند د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، موږ د افغانستان د ستونزو د کابو کولو او د ترهګرو ډلو د خوندي پټنځیونو په برخه کې د امریکا د هڅو له زیاتېدو ملاتړ کوو.

د ټرمپ ستراتیژۍ پروړاندې له پاکستان نه د چین ملاتړ

هوا چون‌ینګ/ د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده

له هغه وروسته چې ډونلډ ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر پاکستان نیوکې وکړې، د چین دولت د پاکستان له دریځه ملاتړ کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ وویل، پاکستان د ډېرو قربانیو په ور کولو سره په دغه برخه کې (اړینه همکاري) کړې ده: "موږ باور لرو چې نړیواله ټولنه باید پاکستان ترهګرۍ د قرباني هېواد په توګه وپېژني."

هوا چون‌ینګ
Getty Images
هوا چون‌ینګ: پاکستان د ترهګرۍ برخه کې اړینه همکاري کړې ده

وروستیعمران خان وايي امریکا د خپلې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچوي

د پاکستان تحريک انصاف گوند مشر عمران خان وایي امريکا يو ځل بيا د خپلې ناکامې او په ژوره توگه نېمگړې افغان تگلارې پړه چې څه د پاسه يوه لسيزه غځېدلې، پر پاکستان اچوي، هماغسې چې هند په کشمير کې د ولسي پاڅون لله امله پاکستان ملامتوي، حال دا چې دا په جمو کشمير کې د ځپونکې تگلارې پايله ده.

موږ د امريکا لپاره په افغانستان کې دوه جگړې وکړې، او دواړه ځله مو سخت اقتصادي او بشري زيانونه وگالل.

So the US again blames Pak for its deeply flawed & failed Afghan policy stretching over a decade twitter.com/ImranKhanPTI/s…

کابل کې د امریکا سفارت د ټرمپ د خبرو ځینې برخې پر فیسبوک خپرې کړې: "موږ يو شريک او ملګری يو، خو موږ به د افغانستان خلکو ته امر ونه کړو چې څرنګه ژوند وکړي يا خپله پېچلې ټولنه څرنګه اداره کړي."

undefined

د امریکا سفارت
FB

غني وايي "پیغام یوازې دا نه دی، چې دوی له موږ سره دریږي پیغام دا دی چې افغانستان کې به د تل پاتې سولي حمایت کوي. زه ټولو مخالفینو ته واضح پیغام لرم، چې تاسو جګړه نه شئ ګټلای."

"په دغه ستراتیژۍ کې پاکستان ته واضح پیغام ورکړل شوی، چې نو ر چا ته پناه نه شئ ورکولای. مګر موږ هم همدې ګاونډي ته واضح پیغام لرو، چې موږ درسره تل پاتې سوله غواړو. یو آرام او اباد افغانستان هېچا ته په تاوان نه دی په ځانګړې توګه د پاکستان ولس ته".

وروستیغني: د ټرمپ نوې تګلاره تلپاتې ژمنه بللې

د افغانستان د ملي یووالي حکومت ددغه هېواد په اړه د امریکا د نوې استراتېژۍ هرکلی کړی.

ولسمشر اشرف غني دغې استراتیژۍ ته امریکا د دوامدارې ژمنې نوم ورکړی او ویلي یې دي چې ورسره به د افغانستان د امنیتي ادارو وړتیاوې لوړې شي.

ښاغلي غني د اداري فساد له منځه وړلو او حکومتي اصلاحاتو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده. د امریکا ولسمشر ټرمپ خپله ستراتیژي اعلان کړه، نور به امریکا د افغان حکومت او خلکو سره دوامداره او زماني قید پرته همکاري ته دوام ور کوي.

غني
ارګ
ښاغلي غني د اداري فساد له منځه وړلو او حکومتي اصلاحاتو ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې ده.
On behalf of the Afghan govt and people, I welcome the decision made by Pre. @realDonaldTrump.

On behalf of the Afghan govt and people, I welcome the decision made by Pre. @realDonaldTrump.

د ستراتیژۍ په اړه مرستیال ولسمشر راسره غږېدلی

د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله وايي، دغه ستراتیژي لنډمهالې او اوږدمهالې پایلې لري چې د افغان ځواکونو د په پښو درېدو لامل ګرځي او د جګړې معادله به د افغان ځواکونو پر ګټه را وڅرخوي.

عبدالله عبدالله
CEO

وروستی"پاکستانۍ خاوره باید د ګاونډیانو پرضد ونه کاروله شي"

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف وټل داسې مهال پاکستان ته سفر کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د نوې ستراتیژۍ اعلانولو پرمهال د پاکستان پروړاندې خپل دریځ ډېر توند کړ.

جنرال وټل له پاکستاني چارواکو سره خبرو کې ویلي، د پاکستان خاوره باید نوره د دغه هېواد د ګاونډیانو پروړاندې د ترهګریزو پلانونو جوړولو خوندي ځای نه وي.

نوموړي د پاکستان له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم خبرې کړې دي.

جنرال قمر جاوید باجوه خپل امریکایی مېلمه شمالي وزیرستان ته هم بېولی او هغه سیمې یې وښودلې چې هلته پوځ له سخت دریځو سره جنګېدلی او هغوی یې ځپلي دي.

.
General Joseph Votel

"پوځي همکاري او ان له پاکستان سره پیاوړې همکاري ډېره مهمه ده او موږ د زغم او پرانیستې همکارۍ دوام، هوډ او مېلمه پالنه د زړه له تله ستایو".

جوزف وټلد امریکا د پوځ مرکزي قوماندې مشر

"ولي امریکا خپل پوځي بیزونه پاکستان ته نه انتقالوي"

سعد عمار/ خواله رسنۍ کاروونکی

ټرمپ په خپلو خبرو کې واضحه کړه چې امریکا د افغانستان جوړولو ته نده راغلې بلکې ترهګر وژني. تر پرونه پورې د امریکا سټراټیژي د القاعده وژل او ځپل ول او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روغې جوړې او سولې خبره وه. خو نن یې وویلي چې موږ طالبانو سره جنګ کوو.ټرمپ دا هم وویلي چې ترهګرو سره پاکستان مرسته ورکوي او هلته پټنځایونه لري. زما دوه پوښتنې دي:ولي امریکا د افغانستان ملي اردو نه تقویه کوي، د دې پر ځای چې خپله مستقیماً جنګ کې برخه اخلي؟ولي امریکا خپل پوځي بیزونه پاکستان ته نه انتقالوي چې هلته د ترهګرو پټنځایونه پیدا کړي او د منځه یوسي؟ امریکا ولي د افغانستانه د جنګ میدان جوړوي، ولي پاکستان خاوري ته مستقیماً‌ نه داخلیږي؟باید ترکیز په سوله او بین الافغاني‌ تفاهم او ډیالوګ باندې شوی وای، جنګ کې یوازې او یوازې د افغانانو وینه تویږي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې واضحه کړه چې امریکا د افغانستان جوړولو ته نده راغلې بلکې ترهګر وژني. تر پرونه پورې د امریکا... fb.me/9eb5vD7P6

د پاکستان په اړه د ټرمپ د تګلارې مهم ټکی

ټرمپ وايي امریکا نور پاکستان کې د طالبانو په څېر د ترهګرو ډلو د حضور په اړه چوپ نه شي پاتېدای.

ښاغلي ټرمپ ویلي، امریکا میلیاردونه ډالر پاکستان ته ورکړل، خو دغه هېواد د ترهګرو ډلو ځپلو پرځای هغوی ته خوندي فضا برابره کړه

له کیڼ لاسه: د ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ، مېړه یې مالانیا او د ولسمشر مرستیال مایک پنس د ټرمپ د وینا اورېدو پرمهال
Reuters
له کیڼ لاسه: د ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ، مېړه یې مالانیا او د ولسمشر مرستیال مایک پنس د ټرمپ د وینا اورېدو پرمهال

وروستیافغانستان کې د پرېکنده ماموریت قومندان

په افغانستانکې د نړیوالو ځواکونو د پرېکنده ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ نوې تګلاره "قوي او پایېدونکې" بللې او ټینګار یې دا دی چې په دې هېواد کې به د بهرنیو ځواکونو حضور پر وضعیت پورې تړلی وي، نه پر مهالوېش پورې.

جنرال نیکولسن زیاتوي، نوې ستراتیژي په دې معنا ده چې طالبان له پوځي لارې نه شي بریالي کېدای؛ نو دغه ډله باید له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او سوله وکړي.

"Our future presence will be based on conditions and not arbitrary timelines." #ForAFG

"Our future presence will be based on conditions and not arbitrary timelines." #ForAFG

پاکستان ته بد زېری

"د ټرمپ وینا د پاکستان لپاره بد زېری"

د پاکستان (د نیوز) ورځپاڼه لیکي، نن شپه د افغانستان او سیمې په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وینا، د پاکستان لپاره ښایي کوم ښه خبر نه وي، بلکې کېدی شي یو بد زېری ورته ولري.

پاکستان باید د ترهګرو له لاسنیوي لاس اخلي

د ولسمشر د امنیتي څېړنډلې مشر جیم هانسن

پاکستان باید د ترهګرو مخه ونیسي. موږ دوی ته میلیاردونه ډالر ورکړل، دوی باید د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي

#TrumpAfghanistan Pakistan has to stop harboring terrorists We have paid them Billions of $$$ They need to knock it off

جیم هانسن
Twitter

"تر مخکېنۍ ستراتیژۍ اوسنۍ هغه غوره ده"

د امریکا جمهوریپال سناتور جان مک کېن

"د افغانستان لپاره پر سم لوري د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ دا لوی ګام زه ستایم."

I commend @POTUS's new strategy for #Afghanistan. We must move past last admin's failed policy of postponing defeat… twitter.com/i/web/status/8…

د پاکستان په اړه د ټرمپ اوسنی دریځ

له نژدې اوه میاشتې ځنډ او انتظار وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان جګړې په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړه.

ډونلډ ټرمپ د پاکستان په هکله څه وویل؟

مک‌ماسـټر: له طالبانو د پاکستان ملاتړ د زغم نه دی

پاکستان اوس په امریکا کې ډېر ملګري نه لري

ډونلډ ټرمپ: افغانستان کې ګډوډي په میراث را پاتې ده

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې ستراتیژۍ له اعلان وړاندې ویلي وو، افغان ستراتیژي اعلانول ورته لویه پرېکړه ده، خو په وینا یې دې پرېکړې ته ډېر نژدې شوی دی.

ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل، چې افغانستان کې ګډوډي په میراث ور پاتې ده.

"خو موږ به اوس دا ګډوډي سموو، ۱۷ کاله کېږي موږ په افغانستان کې یو، دا زموږ تر ټولو لویه جګړه ده دا مې په یوه لیکنه کې ولوستل، که سپینه یې درته ووایم، ډېر ژر به په دې هکله پرېکړه وکړو"

ټرمپ
AFP
ډونلډ ټرمپ وايي، افغانستان کې ګډوډي په میراث ور پاتې ده.

"د امریکا د نوې تګلارې بریا پر موږ پورې تړلې ده".

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانو ادارې مرستیال

د سیمه ییزو ارګانو مرستیال تیمور شاران پر ځپلې ټویټر پاڼې د امریکا د نوې تګلارې د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې ددې تګلارې بریالیتوب پر موږ پورې تړلی دی چې فساد کابو او په هره کچه خدمتونه وړاندې کړو.

Trump's #Afghanistan strategy is welcome news.Bt success depends on our ability 2 unite,curb corruption & deliver services at all levels

وروستیفرانز مايکل ملبېن

افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازى

"زه د ولسمشر ټرمپ له لوري د افغانستان په تړاو د امريکا نوې تگلارې اعلان هرکلى کوم. اوس بل گام د يوۀ سياسي حل په لور خوځښت دى. افغانان کافي ځورېدلي دي. د طالبانو ليک را رسېدلى و او اوس مو د امريکا نوې تگلاره هم ترلاسه کړه. د کار پيلولو مهال را رسېدلى! سوله شونې ده."

We had the Taliban letter. Now we have the US strategic review. Time to get to work! Peace is Possible.… twitter.com/i/web/status/8…

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند

د کورنیو چارو وزارت ویاند د "ترهګرۍ ملاتړو" او اورپکو ډلو ته په کنایې سره د امریکا د نوې تګلارې هرکی کړی دی.

نجیب دانش پر خپل ټویټر پاڼې یو شعر هم لیکلی دی.

نجیب دانش
FB

از مكافات عمل غافل مباش گندم زگندم رويد جو زجر زوال حاميان تروريزم نزديك است

نصير تلوار عبدالرحيمزى

فېسبوک

زه فکر کوم که د ټرمپ نوې ستراتيژي په رښتيا په سيمه کې عملي شي او پاکستان دې ته اړ کړي چې د ترهګرو له روزلو لاس واخلي نو دا به هم د امريکا او هم د افغانستان لپاره ګټوره ثابته شي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د امریکا د نوې تګلارې هرکلی کړی او دا یې د افغانستان – امریکا ترمنځ د ستراتیژیکې ملګرتیا نوی پړاو بللی.

I welcome the new US strategy for Afg. Marks a new phase in Afg-US strategic partnership, aimed at achieving common objectives.

وروستید ټرمپ ستراتیژي ته د طالبانو غبرګون

افغان طالبانو د امريکا نوې ستراتیژي ته په غبرگون کې ويلي "امريکا نه غواړي په افغانستان کې خپله اوږده جگړه پاى ته ورسوي." نو دوى به يې هم پر وړاندې جگړې ته دوام ورکوي. په وينا پاڼه کې راغلي چې امريکا بايد له افغانستانه د خپلو سرتېرو پر اېستلو فکر کړى وى. طالبانو د ولسمشر ټرمپ دا وينا چې گواکې له افغانستانه امريکا ته گواښ پېښ دى، يوه پلمه بللې.

د ټرمپ ستراتیژي ته د طالبانو غبرګون
Getty Images
د ټرمپ ستراتیژي ته د طالبانو غبرګون

افغانستان کې امریکایی سرتېری
REUTERS
افغانستان کې دا مهال تر اتو زرو ډېر امریکايي سرتېري مېشت دي.

د ټرمپ سره موافق یم، چې پر پاکستان باید فشار راوړل شي، د ترهګرو پټنځایونه وځپل شي خو په افغانستان کې د امریکا له پوځي شتون سره مخالف یم.

Agree with Trump to put pressure on Pakistan and target terrorists safe havens, but disagree wd US military presence in Afg indefinitely.

سناتور مارکو روبویو د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ ستراتیژۍ ستاینه کړې.

Good #AfghanStrategy & excellent speech by @POTUS laying it out to the nation.

طاهر خان

اسلام آباد کې خپلواک خبريال

د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې ځينې لوړ پوړي امريکايي چارواکي پاکستان ته راغلي وو، نو پاکستانى حکومت د امريکا له نوې تگلارې څه نا څه خبر شوى.

دلته يو څه اندېښنې شته، د بهرنيو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي دا مهال په چين کې دي او په دې تړاو بحثونه وار له مخه په رسنيو کې پيل شوي دي.

طاهر خان، اسلام اباد
Getty Images

وروستید افغانستان غبرګون

په امریکا کې د افغانستان سفیر ډاکټر حمدالله محب بي بي سي پښتو ته وویل، په دغې امریکايي تګلارې کې د افغان حکومت ټولو مهمو غوښتنو ته پام شوی دی. ښاغلي محب وویل، په پاکستان کې د وسله والو ډلو د پټنځیو مسلې ته پام او د دې ستونزې اواری د دوی په غټو غوښتنو کې وه.

د افغانستان سفیر ډاکټر حمدالله محب
Getty Images

نجيب الله بهير

فېسبوک

زما په فکر که ټرمپ پوځې شتون پراخ کړي او که نه، خو يواځې چې د دوی دا اوسنی پوځ په امنیتي ، اقتصادي او د افغان وسله وال پوځ روزنې او د هوایي ځواک پیاوړتیا کې اړینه مرسته وکړي، بسنه کوي

عاکف لوگروال

فېسبوک

اشرف غني اداره د ترمپ پریکړې ته ډیره هیلمنه وه خو ګمان کوم اوس به ډیر ناهیلي شوي وي.

وروستینيکولسن: نوې تگلاره په دې مانا ده چې له پوځي پلوه د طالبانو برى ناشونى دى

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر جنرال جان نيکولسن د امريکا نوې اعلان شوې تگلارې په تړاو خپله خپره کړې وينا پاڼه کې ويلي: د ولسمشر ټرمپ نننى اعلان د افغانستان او سيمې په تړاو نوى دريځ دى. زموږ افغان شريکان پوهېږي چې زموږ ژمنتيا پياوړې او تلپاتې ده. افغانستان کې زموږ شتون به په راتلونکې کې پر مهالويشونو نه بلکې د حالاتو پر څرنگوالي تړلى وي. نوې تگلاره په دې مانا ده چې طالبان له پوځي پلوه برى نه شي ترلاسه کولى، اوس يې وخت دى چې له تاوتريخوالي لاس پر سر شي او سوله وکړي. سوله ييز او ټيکاومن افغانستان د افغانانو برى او د اېتلافيانو موخه دى.

نيکولسن
Getty Images
نيکولسن

افغانستان کې تېروتنه نه شو تکرارولی

امریکا په بیړۍ او غلطۍ سره له عراقه خپل ځواکونه وویستل، چې په پایله کې زموږ په سختې تر لاسه شوې بریاوې بیرته د ترهګرو لاس ته ورغللې. زموږ سرتیرو په خپلو سترګو لیدل چې هغه سیمې چې دوی نیولې وې ترهګرۍ اسلامي دولت ډلې لاسته لویدلې. موږ په افغانستان کې هغه تېروتنه نه شو تکرارولی چې زموږ مشرانو په عراق کې وکړلې. وروستۍ خبره داده چې زه دې نتیجې ته ورسیدلم چې په افغانستان کې له لوی امنیتي خطر سره مخامخ یو.

ولسمشر ټرمپ

ذبيح الله سالارزى

فېسبوک

هند او پاکستان په افغانستان کې خپله استخباراتي جگړې پيل کړي، زيان يې افغانانو ته اوړي.

وروستیپاکستان ته ټرمپ خبرداری

ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

پاکستان ته ټرمپ خبرداری
Getty Images
پاکستان ته ټرمپ خبرداری

پاکستان کې د اعلانېدونکې امریکايي تګلارې په اړه تمې او اندېښنې څه دي؟

پاکستان کې د اعلانېدونکې امریکايي تګلارې په اړه تمې او اندېښنې څه دي؟