شتمن خلک ولې کار کوي؟

  • 10 جنوري 2017 - 21 مرغومی 1395
د انځور حقوق @ALAMY
Image caption له هغې اندازې نه چې موږېې فکر کوو پیسې په کار کې د خوښئ یوډیر کوچنی عامل دی

په امریکا کې د سیلیکان درې یو سوداګر، کیت، د ټکنالوژۍ په یوه شرکت کې کار کاوه او ناڅاپه ډېر شتمن شو. هغه ډاډه و چې نور به هېڅکله کار کولو ته اړتیا و نه لري.

له شرکت څخه يې ''په لسګونو میلیونه'' ترلاسه کړل چې ژوند يې ورته بدل کړ. له مالي پلوه يې ژوند دومره خوندي شو چې ډېری خلک يې ښايي یواځې تشه هیله کولای شي.

له هغې اندازې چې موږ يې فکر کوو پیسې په کار کې د خوښۍ یو ډېر کوچنی عامل دی.

ډونالډ ټرمپ: له شتمن سوداګره د ولسمشرۍ تر مخکښ نوماند

د مرغلرو تاج که د عراق پټلۍ

کیت وايي تر یوه وخته پورې یې کار ته دوام ورکړ، خو ژر يې له کاره لاس واخیست. یو کال يې په سفرونو تېر کړ او پر "بېهوده شیانو" یې پیسې ولګولې خو له ژونده يې خوند نه اخیسته.

د ډېری خلکو په شان، کیت (چې د خپلې شخصي کیسې له امله نه غواړي بشپړ نوم یې یاد شي) تر ډېره وخته په دې باور و چې د پیسو په خاطر کار کوي. خو د ده دا فکر سم نه و. د ډېرو پیسو درلودلو سره سره يې چې د ټول عمر لپاره يې بس دي، کیت د یو بل کار په لټولو پیل وکړ.

کیت چې اوس څو دېرش کلن دی وايی: "په ژوند کې مې د یو جوړښت او هدف د نشتوالي له امله د خوښۍ احساس نه کاوه. کاري مهارتونه مې ورځ په ورځ خرابېدل او له فکري پلوه نورو خلکو سره راشه درشه راته سخته ښکارېده. خو دا چې موږ ټول کار کوو د دې لپاره یو لوړ علت موجود دی."

اوس، کیت بیا په کار پیل کړی او د هغه وخت په پرتله چې کار یې نه کاوه ډېر خوشحاله دی.

ښايي تاسو فکر وکړئ چې ناڅاپه شتمن کېدل به تاسو له هر ډول غمونو څخه خلاص کړي. د پیسو د غم نشتوالی به ټوله نړی درته جنت وګرځوي. ښايي یو باارزښته هدف به تعقیب کړئ، یا به خپل وخت په ورزش باندې تېرکړئ، خو کار به نه کوئ.

خو، داسې نه ده، ډېر خلک له ناڅاپه شتمن کېدو وروسته هم کار ته دوام ورکوي. ځینې ډېر نامتو میلیونران شته دي چې کولای شي له کارکولو پرته ښه ژوند وکړي خو له کاره یې لاس نه دی اخیستی، لکه د امازون شرکت مشر، جیف بیزوس او د فېسبوک خاوند مارک زکربرګ.

پیسې او له کاره خوند اخیستل

خو هغه کسان چې شرکتونه نه اداره کوي او ناڅاپه شتمن شوي دي هم له کار کولو لاس نه اخلي. کېدی شي دا تر یوه حده له دې امله وي چې د تنخواه او له کاره خوند اخیستلو ترمنځ اړیکي ډېر کمزوري وي.

د انځور حقوق @ALAMY
Image caption ناڅاپه شتمن کېدل د مطلقې آزادۍ د یو ټکټ په شان ښکاري.

د فلوریډا پوهنتون د سوداګرۍ د څانګې پروفیسر ټیموټيی جج او یو شمېر نورو څېړونکو د څېړنې له مخې، د دغو دوو عواملو ( پیسو او له کاره خوند اخیستلو) تر منځ اړیکي تر دوه سلنې (۲٪) لږې دي‎.

په اوږدې مودې کې، کله چې موږ له کاره خوند اخلو زیاتره د غیرپولي عواملو له امله وي، لکه همکارانو سره مثبتې اړیکي، پر بامفهومه پروژو باندې د کار کولو وړتیا او ان د رهبرۍ فرصتونه.

خو، موږ معمولا د خپل کار هغه اړخ ته چې غیرمادي شیان راته راوړي پام نه کوو. یو اسراییلۍ طبیبه او د شتمنۍ د میراث د ډلې په نامه د یو شرکت بنسټګره، جیمي ترایګر موني، چې د نړۍ په ډېرو هېوادنو کې مشتریان لري، وايي تر هغو چې ډېرشتمن شوي نه یوو دې خبرې ته مو پام نه کېږي.

جیمي وايي د هغې نژدې ۹۸ سلنه ناروغان له شتمن کېدو وروسته هم خپل کار ته دوام ورکوي. د ځینو لپاره، دا د یو هدف درلودلو د احساس له امله ده، او د ځینو نورو لپاره دا د اړتیا وړ یو عادت د ساتلو مسله ده.

جیمي وايی: "له هغې اندازې چې موږ یې هیله کوو پیسې د خوښۍ او بریالیتوب لپاره یو ډېر کوچنی هڅونکی دی.

د هغو شیانو تر منځ چې خلک يې په هکله تخیل او فکر کوي او هغه چې په ريښتیا با مفهومه، هڅونکي او د بریا احساس دی، یو توپیر شته."

کله چې ټولنیز دریځ له منځه ځي

د غرور او ځان غوښتنې، یو بل علت هم شته چې ولې موږ نشو زغملای خپل دریځ بایلو او له لوبې بهر پاتې شو.

د کوپنهاګن د سوداګرۍ د پوهنځي پروفیسره بروک هارینګټن وايي د دې خجالت تصور وکړئ چې خپل کار کې ډېر ښه تګړه یاست، د خپل کار له بریالیتوبونو سره تړاو لرئ او بیا د وخت په تېرېدو سره نشي کولای دې ساده پوښتنې ته ځواب ورکړئ چې "څه کار کوئ؟"

پروفیسره هارینګټن وايي کار ته بېرته تلل - یا هېڅکله له کاره لاس نه اخیستل- د هغه هویت ساتلو سره مرسته کوي چې له مسلکي بریاوو څخه سرچینه اخلي، په تېره بیا که دغه هویت ډېره موده زموږ له کار سره تړاو درلودلی وي.

هغه وايي: "موږ هغه وخت خپل دریځ او اهمیت بایلو چې پر یو کار باندې نه یوو ګومارل شوي چې خلک وکولای شي موږ په یوې ټولینزې درجه بندۍ کې راولي او موږ هم وکولای شو ځان په دغسې یو دریځ کې وبولو. "لنډه دا چې که تاسو په هېڅ یو دریځ کې نه یاستئ سخته ده وپوهیږئ چې مناسب دریځ او اهمیت مو څه دی.

کارن ګورډن چې د ډېرې مودې راهیسې سوداګري کوي او د کارکونکو د کارموندلو یو شرکت بنسټګر هم دی چې څه باندې لس کاله پخوا يې پیل کړی او له هغې وړاندې یې د مخابراتو یو شرکت درلود، پرېکړه وکړه چې یو نوی کار پیل کړي- د هغه لپاره په کار کې پاتې کېدل- له دې ډېر مهم وو چې هسې بېکاره وي او خپلې ګټلې پیسې ولګوي کړي.

د انځور حقوق @ALAMY
Image caption یقین دی هرڅه چې مو خوښه وي رانیولای به یې شئ، خو ښايي د کار کولو تلوسه به هم درسره وي.

کارن ګورډن چې د امریکا په ټکساس کې ژوند کوي وايي "خلک له لاسته راوړنو خوند اخلي او غواړي چې له نورو مخکې او ګټونکي وي". هغه وايي هغه ننګونې یې هم خوښېږي چې کله له یوې ډلې همکارانو سره کار کوي او ورسره مخامخ کېږي.

د بایللو احساس

ځینې ناڅاپي منفي احساسات هم شته چې د ناڅاپي شتمن کېدو سره ملګري وي. د خپل کار له پرېښودلو څو میاشتې وروسته د خواشینۍ احساس کوئ.

ډاکټره ترایګر موني وايي په داسې حالاتو کې چې د فراغت د وخت زیاتوالی د خوښۍ یا قناعت سبب نه کېږي تاسو اړ کېږئ چې ژر خپل هدفونه له سره و ارزوئ.

هغه وايي په تېره بیا هغه کسان چې د ځوانۍ په وخت کې مالي بسیا او خپلواکۍ ته رسېږي د دغه ډول خواشینۍ سره مخ وي.

هغه وړاندیز کوي او وايي که تاسو ژر شتمن شوي یاست، باید یو کال وروسته د خپل ټولنیز ژوند او کار لپاره یو لړ نوي هدفونه وټاکئ چې په هماغه ډول مو وهڅوي چې په لومړي سر کې یې هڅولي او بریالي کړي وي.

هغه زیاتوي چې "د بایللو یو احساس پیداکېږي چې له وړاندې یې تصور نه کېده. باید د یوه نوي هدف د ټاکلو لپاره ټینګه اراده ولرئ".

د انځور حقوق @ALAMY
Image caption دا چې موږ ځینې له کارکولو لاس نه اخلو یو بل پیاوړی علت هم لري: دریځ.

د کیت لپاره، کار ته دوام ورکول د هغه ژوند ته یو جوړښت او معنا ورکوي. هغه وايي پر کار پاتې کېدل یا د کار جاري ساتل تاسو ته داسې یوه ژمنتیا درکوي چې له نورو شیانو لکه داوطلبانه کارونه، سفرونه یا له ملګرو سره وخت تېرول یې نشي درکولای.

البته، کله چې به له سترو ننګونو سره مخ شو نو د کار د پرېښودلو وسوسه به ورسره پیدا شوه- ځکه فکر یې کاوه چې پیسې لري نو کولای شي چې کار پرېږدي- او احساس کوي چې د نورو همکارانو په پرتله ډېر د ترفیع یا لوړ مقام ترلاسه کولو لیواله نه دی.

خو کیت وايي اوس زده کوي چې خپل کار سره داسې چلن وکړي چې تر پخوا زیات د خوښۍ او بریا احساس وکړي.

هغه اوس پوهېږي چې د کار ځینې واړه جزییات چې زړه تنګونکي وو، کېدی شي ګټور هم وي.

کیت وايي "کله چې یو ريښتونی کار یا دنده لرئ نو غونډې، بحثونه او مهلتونه، د کارونو ارزونې او پر اوازو او ګونګسو باندې غږېدل به هم وي. ډېرو سختو ننګونو سره به مخ کېږئ چې تاسو به یې نه غواړئ، خو د بریالیتوب لپاره مو ضروري دي."

ورته مطالب