جاپان څرنګه د ټوپکو نژدې ټول جنایتونه له منځه یوړل؟

د انځور حقوق Ronald Grant

ښکاري ټوپک او د هوا ټوپک یواځینی ګرمې وسلې دي چې جاپان کې يې خلک په قانوني توګه پېرودلی شي ( تصویر د رونالډ ګرانټ)

جاپان داسې یو هېواد دی چې په نړۍ کې ترټولو لږ د ټوپکو جنایتونه په کې کېږي. په ۲۰۱۴ کې هلته د ټوپک له امله یوازې ۶ کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې په همدې کال کې د امریکا په متحدو ایالتونو کې دا شمېره ۳۳،۵۹۹ ده. نو راز یې په څه کې دی؟

که غواړئ چې جاپان کې یو ټوپک واخلئ باید صبر او ټینګه اراده ولرئ. باید یوه بشپړه ورځ په یو صنف یا ټولګي کې تېره کړئ، لیکلی امتحان او د ډزو یوه ازموینه تېره کړئ او په کې لږ ترلږه ۹۵ سلنه نمرې وګټئ.

ځینې وسلې چې اسلامي دولت نومې ډله یې کاروي اروپا کې جوړې شوي

واشنگټن پوسټ: امریکا عراق او افغانستان کې 'بې حسابه' وسلې وېشلي

'امریکا د داعش کیمیاوي وسلې له کارپوه پوښتنې ګروېږنې کوي'

د روحي روغتیا او نشه یی داروګانو ازموینه هم په کې شامله ده. ستاسو جنایي سوابق هم کتل کېږي او پولیس ګوري چې تاسو له افراطي ډلو سره تړاو ونه لرئ.

وروسته ستاسو خپل خپلوان او ان د کار همکاران هم ارزول کېږي. پولیس دا واک لري چې د ټوپک ګرځولو اجازه درنګړي یا مو کور تالاشي کړي او غیر قانوني وسلې ترې واخلي.

خو یوازې دا نه دي. تومانچې په بشپړ ډول منع دي. یوازې ښکاري او بادي ټوپکو ته اجازه شته.

د قانون له مخې د ټوپکو پلورلو هټیو شمېر محدود دی. د جاپان په شاوخوا ۴۰ ولایتونو کې، په ډېری له ۳ نه ډېر د ټوپک پلورلو دوکانونه نشته، او کله چې د ټوپکو نوې ګولۍ له دوکانه اخلئ باید پوچک ګولۍ چې تېر ځلي مو رانیولي بېرته ورکړئ.

د انځور حقوق Alamy
Image caption په دې تصویر کې یو ماډل هنرمند لوبغاړی ښيي - ان جاپاني بدماشان هم اوس نادرا له ټوپکوڅخه کار اخلي

پولیس باید خبر کړئ چې تاسو خپل ټوپک او مهمات ( ګولۍ/ مرمۍ) چېرته ساتئ - او باید په جلا ډول تر کلپ او کلۍ لاندې وساتل شي. پولیس به هرکال د ټوپکو پلټنه کوي.

له درې کالو وروسته ستاسو لایسنس ختمېږي، په دې مانا چې تاسو باید بیا د زده کړې یو کورس ته ورشئ او ازموینې تېرې کړئ.

دا ښيي چې ولې په جاپان کې د ټوپک د ډزو جنایتونه ډېر لږ دي. کله چې کومه ډله ییزه وژنه کېږي، قاتل معمولا له چاړې چاقو څخه کار اخلي.

زما د خوښې هېواد

په داسې یوې نړۍ کې چې ډېر شیان په کې ناسم وي ډېر سم شیان هم په کې وي. نو، که وکولی شئ داسې یو هېواد جوړ کړئ چې تګلارې یې عملا کار ورکړي څنګه به وي؟ چې د نړۍ له هغو نظریاتو څخه کار واخلئ چې په ريښتیا بریالي شوي دي.

جاپان کې د ټوپکو د کنټرول اوسنی قانون په ۱۹۵۸ کې رامنځته شو، خو د دې تګلارې نظریه څو پیړۍ سابقه لري.

د وسله وال تاوتریخوالي د مخنیوي د ادارې مشر او د ټوپکو په اړه د یو کتاب لیکوال، یان آور ټن (Iain Overton) وايي: "له هغه وخته چې جاپان ته ټوپک راغلی، دغه هېواد تل د ټوپکو ټینګ قوانین لري، په ټوله نړۍ کې لومړی هېواد دی چې داسې قوانین لري او زه فکر کوم له دغه اصل سره سم دي چې وايي ټوپک په ملکي ټولنې کې اصلا ځاې نه لري."

د انځور حقوق Getty Images

له ۱۶۸۵ راهیسې د ټوپکو د تسلیمولو په بدل کې خلکو ته انعامونه ورکول کېدل، اورتن وايي دا داسې یوه تګلاره وه چې "ښايي د ټوپکو د بېرته رانیول لومړنی نوښت و."

له دې امله جاپان کې د ټوپک درلودونکو خلکو شمېر ډېر کم شو- د وړو وسلو په اړه یوه څېړنه وايي چې په ۲۰۰۷ کال کې په هرو سلو کسانو کې ۰،۶ کسانو ټوپک درلودل، په داسې حال کې چې په انګلستان او ویلز کې دا رقم ۶،۲ او د امریکا په متحدو ایالتونو کې ۸۸،۸ ته رسېده.

آورتن وايي "کله چې تاسو په ټولنه کې ټوپک ولرئ، له امله یې تاوتریخوالی پیداکېږي خو فکرکوم چې دا د ټوپکو د شمېر سره تړاو لري. که تاسو په ټولنه کې لږ شمېر ټوپک ولرئ، تقریبا حتما به د تاوتریخوالي کچه ټیټه وي."

د جاپان د پولیسو مامورین نادرا ټوپک کاروي او ډېری پر مارشل آرټ باندې اتکا کوي - هیله کېږي چې ټول به د جودو تور کمربندونه ولري. هغوې د ټوپکو د کارولو د زده کړې پرځای ډېر وخت د کیندو (له نی لرګیو جوړو شویو تورو سره جګړه کول) پر تمرین باندې تېروي.

ژورنالست انتوني برتو (Anthony Berteaux) وايي "د خشونت یا تاوتریخوالي ځواب هېڅکله تاوتریخوالی نه وي، تل باید د تاوتریخوالي د کمولو هڅه وشي. په ۲۰۱۵ کې په ټول جاپان کې پولیسو یوازې د ټوپک ۶ ډزې کړي. که یو څوک تاوتریخوالی کوي اویا نشه وي، د جاپان پولیس یې معمولا په یوه لویه برسټن کې پیچي او د پولیسو ماموریت ته یي آرامولو لپاره وړي."

د انځور حقوق Getty Images

آورتن دا د امریکا ماډل سره پرتله کوي، او وايی چې "پولیس پوځي کوي."

هغه وايی "که په یوې جنايي پیښې کې ډېر پولیسان تر هرڅه وړاندې ټوپک کاروي، دا د پولیسو او جنایتکارانو ترمنځ د وسلو د یوې وړې سیالۍ سبب کیږي."

د وسلو نامناسبه کارول دومره بد ګڼل کېږي چې د پولیسو یو مامور چې په خپل ټوپک یې ځان وژلی و، له مړینې وروسته په غیابي توګه په جنايي سزا محکوم شو. هغه د رسمي کار په وخت کې دا کار کړی و- له رسمي کاره بهر پولیس هېڅکله له ځانه سره وسله نه ګرځوي، د ورځیني رسمي کار په پای کې یې په دفتر کې پرېږدي.

د ځاني دفاع ځواکونه هم د وسلو په اړه همدغسې د پولیسو په شان چلن کوي.

ژورنالیست جیک آډلشټاین (Jake Adelstein) یوځلې د ډزو تمرین ته تللی و، او هلته یې ولیدل چې د تمرین په پای کې پوچک ګولۍ شمېرل کېدې او د یوې ګولۍ د ورکېدو له امله لویه اندېښنه راپیداشوې وه.

هغه وايي "یوه پوچک ګولۍ ورکه وه- د یوې نښې ترشا غورځېدلې وه- ترهغو چې یې نه وه موندلې هېچا ته اجازه نه وه چې له ودانۍ ووځي."

انتوني برتو وايي په جاپان کې د ټوپکو په اړه د قوانینو د نرمولو لپاره کومه غوښتنه نشته. "ډېری دا له جګړې وروسته سوله غوښتونکو احساساتو سرچینه اخلي چې جګړه بده وه او هېڅکله باید بیا پېښه نشي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption جاپان کې د ټوپکو یو شمېر لږ پخواني خاوندان شته دي- کله چې هغوی مړه شي وارثان یې باید وسلې چارواکو ته وسپاري

"خلک فکر کوي چې سوله به تل موجوده وي او کله چې داسې یو کلتور وي د ځان وسله وال کولو یا د داسي څیز درلودلو ته هېڅ اړتیا نشته چې سوله ګډوډه کړي."

په بهرنیو سوله ساتو عملیاتو کې د جاپان د ځاني دفاع ځواکونو د ونډې پراختیا په اړه اقدامات په ځینو کړیو کې د اندېښنو سبب شوی دی.

د سیاسي علومو پروفیسر کویچي ناکانو(Koichi Nakano) وايي "دا یوه نا پېژندل شوې سیمه ده. کېدی شي حکومت هڅه وکړي هغه مړینې چې د ځاني دفاع په ځواکونو کې کله کله پېښیږي عادي کړي او ښايي ان هڅه وکړي چې د وسلو کارول د ستاینې وړکړي؟"

یان آورتن وايي دا چې جاپان کې ټوپک "تقریبا ډېر بد ګڼل کېږي" په دې معنا دي چې دا هیواد" په یو سم ځای باندې بدلېدو ته نژدې کېږي"- خوهغه وايي سره د دې چې ایسلینډ کې ډېر خلک ټوپک لري د ټوپک په تړاو د جنایتونو کچه ډېره ټیټه ده.

د لندن د یونیورسیټۍ کالج د نړیوالې رفاه د څانګې د انسټیټوټ کارکونکې، هینریټا موور (Henrietta Moore) له دې امله جاپانیان ستايي چې د ټوپکو مالکیت موضوع ته "د مدني آزادۍ" په نظر نه ګوري، او دا نظریه ردوي چې ټوپک "د نورو پر وړاندې د خپلې شتمنۍ د ساتنې لپاره کارېږي".

خو د ټوپکو د کنټرول سخت قوانین د جاپاني بدماشانو لپاره یوه ستونزه ده. په تېرو ۱۵ کلونو کې د یاکوزا سیمې کې د ټوپکوجنایتونه ډېر کم شوي دي، خو هغه کسان چې ټوپک ګرځوي مجبوره دي چې هېواد ته یې د قاچاق په توګه راولو لپاره ځیرکې لارې پیدا کړي.

د پولیسو یو متقاعد مامور تاهي اوګاوا وايي "جنایتکاران د ټونا کب دننه ټوپک پټوي او داسې ښکاري لکه یو کنګل شوی ټونا کب. موږ عملا دغسې پېښې موندلي چې د ټونا کب دننه یې ټوپک پټ کړی و."

اړونده مطالب

ورته مطالب