''زما نوم خان دی او زه ترهگر نه يم''

زما نوم خان دی
Image caption د شاه رخ خان نوي فلم ، زه خان يم ، په هند او نوره نړۍ کې ډير مينه وال موندلي دي

دا د هندي سينما لومړنی فلم دی چې په پراخه کچه د نړۍ په بيلا بیلو هېوادونو او هندوستان کې په يوه ورځ ښودل کيږي .

دغه فلم د دهرما پروډکشن له خوا چمتو شوی او فوکس سټار له خوا وړاندې شوی دی .

د لارښوونې چارې يې د هندي سينما وتلي ډايريکتر کرن جوهر ترسره کړي دي او د موسیقۍ تړون يې شنکر مهاديون کړی دی .

پر شاه رخ خان او کاجل سربېره يو شميروتليو لوبغاړو په کې رول لوبولی دی او په امريکا اوهندوستان کې ثبت شوی دی .

د فلم د کيسې موضوع د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د ١١ نېټې تربريدونو وروسته په امريکا کې له مسلمانانو سره پر کيدونکي چلند باندې راڅرخي او داسې پيغام ورکول غواړي چې ګواکې هر مسلمان اوپه ځانګړې توګه خان تروريست نه دی خو ټوله کيسه په ساده او رومانتيک ډول پرمخ تللې ده .

د فلم د کيسې لنډيز داسې دی چې رضوان خان (شاه رخ خان)په ماشومتوب کې په هندوستان کې له خپلې مور او ورور سره په مسلمانه کورنۍ کې متوسط ژوند تېروي .

نوموړی په داسې ناروغۍ اخته دی چې يوازې توب خوښوي او له ځينو رنګونو او نويو شيانو سره حساسيت ښيي .

ورور يې امريکا ته ځي او دی هم د مور ترمرګ وروسته په هغه پسې ورځي او له خپل ورور سره په امريکا کې په کار بوختيږي .

هلته په سلماني کې له مهندرا (کاجل ) سره مخ کيږي .هغه يوه طلاقه شوې هندوه مېرمن ده چې يو زوی هم لري .

له هغې سره یې مينه پرمختګ کوي او په پای کې مهندرا د ده پر سادګۍ زړه بايلي او واده ورسره کوي .

هرڅه سم روان وي خو د سپتمبرد يولسمې نېټې تر پېښې وروسته هرڅه بدل شي او د امريکاييانو چلند له مسلمانانو سره بدل شي.

د مهندرا زوی هم په يوه پېښه کې وژل کيږي چې هغه يې پړه پر رضوان خان اچوي او ورته وايي چې ترڅو پورې دا ثابته نه کړي چې(خان) تروريست يا ترهگر نه دی او د امريکا له ولسمشرسره په دې اړه خبرې ونه کړي نو دا به ورسره بېرته يو ځای نه شي .

رضوان خان هم د خپلې مينې د بيرته لاسته راوړلو په خاطر له ولسمشرسره د ليدو لپاره په سفر وځي .

ټوله کيسه په همدې سفر کې په فلش بک يا پخوا زمانې ته په کتنې مخته ځي او تلوسه يې په دې کې ده چې ايا له ولسمشر سره به وګوري که نه ؟

په دې فلم کې د رضوان خان کرکتر يو ساده ، په خپله خبره ولاړ اولمونځ ګوزاره مسلمان ځوان دی چې په دې باور لري چې د ټولو مذهبونو پيروان انسانان دي او ترهګري د مسلمانانو کار نه دی .

د دې ترڅنګ په دې فلم کې د افغانستان اوعرا ق جګړې او د مېرمنو د حجاب په څېر موضوعاتوته هم اشاره شوې ده .

په هندوستان کې فلمي کړۍ دا فلم دهندي سينما يو ستر برياليتوب ګڼي او د شاه رخ خان د هنري سفر يو ځانګړی فلم يې بولي .