"فېسبوک" په هند کې خپله څانګه پرانيزي

فېسبوک
Image caption په ۲۰۰۴ کال کې د "فېسبوک" له رامنځ ته کېدو وروسته تر اوسه په فېسبوک کې تر ۴۰۰ ميليون ډېر خلک ګډون او ګڼون (اکونټ) لري .

ټولنيزه وېبپاڼه "فېسبوک" غواړي چې د خپلو ګډونوالو د زياتولو په هدف د اسيايي هېوادونو لپاره د لومړي ځل لپاره په هند کې خپله څانګه پرانيزي .

له دې کاره د دې ټولنيزې وېبپاڼې هدف په اسيا کې د ګډونوالو زياتول او هغوی ته لانورې اسانتياوې برابرول دي .

دغه شرکت چې د وېبپاڼې کنټرول په لاسې لري، وايي چې په هند کې به يې پرانيستونکې څانګه اعلانونه خپروي، او د وېبپاڼې د ګډونوالو لپاره به اسانتياوې رامنځ ته کوي .

ټاکل شوې ده چې "فېسبوک" د هند په حيدراباد ښار کې خپله دغه څانګه پرانيزي .

دغه څانګه به په کليفورنيا، دبلن او ټکساس کې د "فېسبوک" له نورو دفترونو سره همغږي ولري او تل به له يو بل سره په اړيکه کې وي .

د "فېسبوک" چلوونکي وايي له دې کاره يې هدف دا دی چې د نړۍ په بېلابېلو ژبو او سيمو کې خپل فعاليت وغځوي .

تر ۴۰۰ ميليون ډېر

په ۲۰۰۴ کال کې د "فېسبوک" له رامنځ ته کېدو وروسته تر اوسه په فېسبوک کې تر ۴۰۰ ميليون ډېر خلک ګډون او ګڼون (اکونټ) لري .

د "فېسبوک "د نړيوالې آنلاين برخې مدير دان فاول وايي په دغه شمېره کې ۷۰ سلنه ګډونوال له امريکا بهر دي، او په دغه وېبپاڼه کې تر ۷۰ ډېرې ژبې کارول کېږي .

دی زياتوي " په هند کې مو ډېره چټکتيا وليده، او اوس موږ يوازې په هند کې د "فېسبوک" تر ۸ ميليونو ډېر ګډونوال لرو. "

فاول په خپل وېبلاګ کې د دې خبر په خپراوي سره له ماليزيا، ترکيې، اندونيزيا، سريلانکا او افريقا نه د "فېسبوک" د ګڼو ګډونوالو غوښتنې ترلاسه کړې چې "فېسبوک" به د دوی په هېوادونو کې دفترونه پرانيزي .

Image caption "فېسبوک" د لومړي ځل لپاره د پوهنتون د خوبځي - ليليې Hostel په يوه خونه کې جوړ چې دا دی اوس 400 ميليونه ګډونوال لري .

د فاول په خبره "فېسبوک" پر هند سربېره په امريکا، ايټاليا، هسپانيا، استراليا، ايرلنډ، برتانيا، فرانسې، جاپان، المان، سويډن او کاناډا کې هم کارکوونکي لري .

خو دغه ټولنيز شرکت په هند کې لا تراوسه د خپلې ګټې وټې وړاندوېينه نه ده کړې، او نه يې دا په ډاګه کړې چې هلته به څومره کسان وګماري .

حيدراباد د د ټيکنالوجۍ په برخه کې د هند يو له پرمختللو ښارونو ګڼل کېږي .

په دغه ښار کې ګوګللGoogle ، مايکروسافټMicrosoft ، آی بي اېم IBM او دې ته ورته نور شرکتونه هم څانګې لري، او له هماغه ځايه خپل کارکوونکي په دندو ګماري .

د پوهنتون له خوبځي نه تر ميليونونو پورې

"فېسبوک" د لومړي ځل لپاره د پوهنتون د خوبځي (ليليې) Hostel په يوه خونه کې جوړ چې دا دی اوس 400 ميليونه ګډونوال لري .

په 2004 کال کې کله چې زوکربيرګ د هارورډپوهنتون محصل و، په ذهن کې يې يوه مفکوره را وګرځېده چې داسې يوه شبکه جوړه کړي چې د انټرنېټ له لارې د محصلينو ترمنځ د لا غوره پېژندګلوۍ لپاره يو ګروپ جوړ کړی .

زوکربيرګ د 24 ساعتونو په اوږدو کې وکولی شو چې د هارورډ پوهنتون شاوخوا 1200 محصلين د خپلې "فېسبوک" ډلې ملګري کړي، بيا وروسته له نورو پوهنتونونو څخه هم زيات شمېر محصلين د ده پر ډله ورمات شول .