په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پېلوزې اوونيزه هنري ادبي خپرونه

Image caption پيلوزې ادبي هنري اوونيزه پروګرام

دا اوونۍ مو په پېلوزي کې دا مطالب راغونډ کړی دي:

د سرحد يا پښتونخوا صوبه وايي په مورنۍ ژبه زده کړې ژمنه يې پوره کړې، خو په پښتو زده کړه بايد څومره پراخه وي؟ د پښتونخوا په ښونځيو کې د پښتو پر زده کړې بنډار لرو.

په ننګرهار کې د قيام الدين خادم له ياد غونډه سره د خادم ادبي څېره رايادوو. په ابوظبۍ کې دشاعرۍ له سيالۍ د سعودي د يوې نادندره يزې شاعرې په اړه هم يو راپور لرو، او په پای کې لنډ فرهنګی خبرونه هم راسره واوریء.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په دې وروستيو کې د (ملي مالي کمیسيون) ورکړې پلان لاسليک کړ.

د دغه پلان له مخې به د پاکستان څلورو ولايتونو ته مالي برخه ورکول کېږي. پخوا به د نفوسو يا وګړيو د شمېر له مخې د هر ولايت يا صوبې برخه ټاکل کېده، خو اوس په کې د بېوزلۍ حالت هم په نظر کې نيول کېږي.

ورکړل شوې پيسې پر نورو برخو سربېره د پوهنې او ښوونې په چار هم لګول کېږي. پر بېوزلۍ او مالي ستونزو سربېره د پوهنې او زده کړې تر مخ يو لويه ننګونه دا ده چې په ګڼو سيمو کې زده کړې په مورنۍ ژبه نه دي.

اوس د سرحد صوبې يا پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې په ښوونځيو کې تر پنځم ټولګي زده کړې په پښتو او تر لسم پورې بيا د پښتو يوه مضمون هم لازمي کړي.

Image caption د سعودي يوې شاعرې (حصة هلال) ته چې په ابوظبۍ کې د (ميليون شاعر) په نامه سيالۍ کې برخه لري، وروسته له هغه پر انټرنېټ پاڼو د مرګ ګواښونه شوي چې په خپلو قصيدو کې يې د توندلارو فتواګونو څښتنانو غندنه وکړه.

دا چې په يوه ټولنه کې پوهنه اسانه شي او ټول د زده کړې او لوست توان ولري، د حل اغېزناکه لار يې په مورنۍ ژبه ښوونه او زده کړه ده.

د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ له ۲۰۰۰ کال راهيسې هر کال د فبرورۍ په ۲۱ مه لمانځل کېږي. د دغې لمانځنې موخه دا ده چې د فرهنګي او ژبنيز رنګارنګوالي او هم په بېلابېلو ژبو زده کړې په اړه پوهاوی لوړ شي.

يونسکو وايي د دغې ورځې ارزښت هر کال په دې زياتېږي چې هېوادونه د پوهنې او کلتور فعاليتونه ترسره کوي.

اوونۍ د پېلوزي په بنډار کې په پښتونخوا کې په مورنۍ ژبه او هم په ښوونځيو کې د پښتو د زده کړې په اړه خبرې کوو.

په بحث کې د سر حد صوبې د تعليم يا پوهنې وزير (سردار حسين بابک) او د پېښور پوهنتون استاذ اباسين يوسفزی راسره دي. لومړی ښاغلی بابک په پښتوخوا کې په پښتو د زده کړې په د خپل حکومت پر پلان غږېږي.

په دې اوونۍ کې د پښتو ادب د لوى ليکوال او اديب استاد قيام الدين خادم دېرشم تلين ياد غونډه په ننګرهار کې د دغه ولايت د فرهنګيانو له خوا جوړه شوې وه.

په غونډه کې د افغان ولس مشر پيغام هم د ننګرهار والي ګلاغا شېرزي ولوست چې په کې يي د خادم ادبي هڅې ستايلې وې او پښتو ادب ته يې د ده خدمت او کار ارزښتناک وباله.

ميليون شاعر

د پښتو ليکوال او شاعر نجيب منلي د پښتو د مخورو معاصرو شاعرانو د شعرونو بېلګې په انګريزۍ ژباړلې او د (Selection From Modern Pashto Poetry) يا د (پښتو له معاصر شعر غور چاڼ) په نامه يوه ټولګه کې يې چاپ کړې دي.

د (پښتو له معاصر شعر غورچاڼ) په ۱۵۰ مخونو کې چاب شوی دی. نجيب منلی په خپله د دغه کتاب کيسه راته کوي.

د سعودي يوې شاعرې (حصة هلال) ته چې په ابوظبۍ کې د (ميليون شاعر) په نامه سيالۍ کې برخه لري، وروسته له هغه پر انټرنېټ پاڼو د مرګ ګواښونه شوي چې په خپلو قصيدو کې يې د توندلارو فتواګونو څښتنانو غندنه وکړه.

دغه شاعره د شعر په يوه سيالۍ کې ګډون کوي چې د ابو ظبۍ پر ټلوزيون هم خپرېږي. مېرمن هلال اوس د سيالۍ وروستي پړاو ته رسېدلې، چې کېدی شي د جايزې ګټونکې هم شي. په دې اړه يو راپور اورو. د محمد جميل درويشيار شعر د تل لپاره چوپ شو. ارواښاد درويشيار څو ورځې وړاندې د ننګرهار په خوږياڼيو کې د شپې مهال د خپل کور مخې ته ناڅرګندو وسله والو په ګوليو سورى کړ.

نوموړى د د دغې سيمې اوسېدونکى و او له څو کلونو را په دې خوا يې د نيوکو نظمونه او شعرونه ويل چې ډېری يې ويونکيو زمزمه کول. دا لا تر اوسه نه ده معلومه چې ارواښاد درويشيار چا وژلی دی.

او د دې اوونۍ په فرهنګی خبرونو کې:

د (سيمه) په نامه مجلې په چاپ پيل کړی، چې تر ډېره ټولنيزې او سياسي پوهنې او څېړنې په کې خپرېږي، د (سيمه) مجلې چلوونكى عبدالله نظامي دى.

(ليسه) يوه بله مجله ده چې له دووکلونو ځنډ وروسته يې بيا خپروونې پيل كړې دي.

د دې مجلې موخه د لېسو زده كوونكي دي. په پکتيا کې د (خوځښت) په نامه مجلې لومړۍ ګڼه هم له چاپه راوتلې، دغه کجله د خوځښت کلتوري ټولنې له خوا خپرېږي.