په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پېلوزې هنري ادبي اوونيزه خپرونه

دا اوونۍ مو د پېلوزي بنډار د هلمند لرغونو اثارو او کلاګانو ته ځانګړی کړی چې په کې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر (عليشا مظلوميار) او د لښکر ګاه دارالمعلمين د تاريخ استاذ غلام سرور غفاري راسره خبرې کوي.

د جنوبي اسيا د سارک هېوادونو ۳۳ ادبي فستيوال دا اوونۍ د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې ترسره شو. دا څنګه فسټيوال دی، په هند کې د افغانستان کلتوري او فرهنګي چارو مسوول او د جواهر لال نهرو پوهنتون استاذ عبد الخالق رشيد يې په اړه معلومات راکوي.

د افغانستان په جنوب کندهار کې دورځپاڼو چلوونکي وايې په دغه ولايت کې د بريښنايي رسنيو ترڅنګ د چاپي خپرونو لمنه هم پراخه شوې رپوت پرې لرو .

د دې اوونۍ په فرهنګی خبرونو کې:

ټاکل شوې د انځورګر (هنري ماټېس) يو انځور چې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته لومړی ځل د (باسټېل ورځې) لمانځنه کوي، په نيو يارک کې مزايدې ته وړاندې شي. د ګلدان دغه انځور چې د (۱۹۱۹) کال د جولای په ۱۴ مه کښل شوی د راتلونکې مې په (۵) مه به خرڅلاو ته وړاندې ش چې اټکل دی، له (۱۸) مليونو تر (۲۵) مليون ډالرو پورې پانګه راجلب کړي. دغه انځور په ۱۹۸۲ کال کې يو شخصي انځورتون په ۱،۳ مليون ډالرو اخيستی و، چې هغه مهال د ماټېسې د انځورونو يو ريکارډ و.

دغه راز د انګرېزۍ ليکوالې (جېن اسټن) د يو ناول کتاب چې دې په خپله پرې لاسليک کړی و، په (۳۲۵) زره سټېرلېنګ پونډو وپلورل شو. دغه ناول چې (اېما) نومېږي په (۱۸۱۶) کې خپور شوی دی. مېرمن اسټن يې دغه لاسليک شوی ټوک خپلې ملګرې ته د سوغات په توګه استولی و چې په کې يې د يو څېرې په کښلو کې له هغې نه الهام اخيستی و.

د (پښتو نړيوال کانګرېس او د قبايلي سيمي او پښتونخوا خبريالانو ټولنې) د پښتو ژبې شاعر، ليکوال او مبارز اروښاد کبير ستوري د ياد په وياړ د يوې ادبي غونډې تابيا کړې ده. ټاکل شوې دغه غونډه د اپرېل په پنځمه په پېښور کې ترسره شي.

دا اوونۍ د(اوښتون) مجې نوې ګڼه چاپ شوه. دا مجله چې د پكتيا مېشتو كلتور پالو په هڅو چاپېږي، اوومه ګڼه يې د لمريز كال له پيل سره سمه په شپيتو مخونو كې په ښكلې پښتۍ له چاپه راوتلې ده.

او له غزني څخه د مرڅلې مجلې پرله پسې يوو لسمه ګڼه په ٥٦ مخونو کې په ښکلي ډيزاين او د علمي، ادبي، تاريخي ، او فرهنګي مطالبو سره چاپ شوې ده.

مشاعره

او دا اوونۍ د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره په جلال اباد کې جوړه شوې وه چې له بېلابېلو سيمونه په کې د شاعرانو او د شعر مينه والو ګډون کړى و. شاعرانو په کې د پسرلي له ستاينې سره، سره انتقادي او احساساتي شعرونه هم ولوستل. نارنج ګل مېله هرکال په پسرلي کې په جلال اباد کې ترسره کېږي چې تاريخ يې خواو شا پنځو لسيزو ته رسېږي.