تاسې! د ولسمشرکرزي پر لوېديځ ضد څرګندونو څه فکرکوﺉ؟

ښاغلی کرزی

دا لومړى ځل دى چې ولسمشر کرزي پر خپلو نړيوالو ملاتړو دومره توندې نيوکې وکړې.

له نن نه ټیک یوه اوونۍ وړاندې ولسمشر کرزي د لوېديځ پرضد توندې څرګندونې وکړې او لېديزوال يې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په درغلۍ تورن کړل.

ښاغلي کرزي پر لوېدیځ نیوکه وکړ ه چې غواړي دی او حکومت یې کمزوری کړي.

دارنگه دا خبردارى يې هم ورکړ چې که لوېديځ د افغانستان په تړاو خپل کړه وړه بدل نه کړي، نو کېداى شي چې همکاري او مرسته په نيواک او بغاوت په ملي پاڅون بدل شي.

دا لومړى ځل دى چې ولسمشر کرزي پر خپلو نړيوالو ملاتړو دومره توندې نيوکې وکړې.

سپينې ماڼۍ په دې اړه سخت غبرگون وښود او دغه څرگندونې يې ځوروونکې وبللې.

دغه څرگندونې داسې مهال کېږي چې له پوځي، اقتصادي او مالي پلوه افغانستان د امريکا په مشرۍ د لوېديځ پرمرستو تکيه لري.

د امريکا په گډون د ناټو هېوادونو تر ۱۰۰ زره ډېر عسکر همدا اوس افغانستان کې د وسله والو طالبانو په وړاندې په جگړه بوخت دي.

په افغانستان کې د سياسي، اقتصادي او پوځي ټيکاو د راوستو لپاره له امريکا او لويديځ سره د افغانستان ستراتيژيکې ملگرتيا ارزښت ته په کتو سره تاسو د ولسمشر کرزي لوېديځ ضدڅرگندونو په اړه څه فکر کوﺉ؟

که غواړي چې په دې اړه خپلې نظريې او پوښتنې له موږ سره شريکې کړﺉ، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره راته تيلېفون وکړﺉ:

00442078360331

دارنگه خپلې نظريې او پوښتنې په دې پته په برېښناليک کې هم استولې شئ:
Pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .