په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پېلوزې هنري ادبي اوونيزه خپرونه

په کابل کې د پښتو د تکړه ليکوال ننګ يوسفري د هغو راډيويي ډرامو مخ کتنه وشوه چې کلونه پخوا يې ليکلې او په دې وروستيو کې د زانگو په نامه خپرې شوې دي. کره کتونکي وايي اوس په افغانستان کې د ډرامو معيار کمزوری شوی او هم يې په کوزه پښتوخواه کې خوند کم شوی دی. ځينې ډرامه ليکونکي او کره کتونکي وايي که حکومتونه ورته پام نه کوي نو لر او بر ليکوالان او هنرمندان بايد د خپلو هڅو پر بنسټ ډرامه بېرته راژوندۍ او معياري کړي. مصطفى سالک له کابله نور جزيات راکوي.

دا اوونۍ د نړۍ د شلو هېوادونو کلتوري چارواکي په قاهره کې راغونډ شوي وو چې د خپلو ورکو شويو او لوټل شويو اثارو د بېرته ترلاسه کولو پر لارو چارو غور وکړي. دغه غونډه د مصر د لرغونيو اثارو د شورا له خوا تنظيم شوې وه. مصر زيار باسي خپل هغه لرغوني اثار بېرته ترلاسه کړي کړي چې په لوېديځو موزيمونو کې دي. دغه دوه ورځني کنفرانس ته د يونان، ايټاليا، چين، پېرو، ليبيا او نورو هېوادونو استازي ورغلي وو. د دوی ټولو لرغوني اثار ورک شوي، او اوس يې د بيا ترلاسه کولو هڅه کوي. د مصر د اثارو لوړې شورا مشر (زاهي حواس) په هغو هېوادونو کې چې د اثارو له لوټنې شکايت کوي، خپل انډولان وهڅول چې د خپلو ورکو شويو اثارو د لاسته راوړنې په اړه په ګډه کار وکړي:

((زه فکر کوم، موږ يو داسې هېواد يو چې هر لوری زموږ غږ لوړ دی. تر اوسه مو د اثارو ۵ زره ټوټې ترلاسه کړې دي. کله چې د لوټل شويو اثارو په اړه خبرې کېږي نو خلک مصر يادوي، له همدې امله موږ د دغه يون مشري کوو. اوس موږ ټول دلته پر دې بحث کوو چې څنګه وکولی شو له يو بل نه زده کړه وکړو. موږ غواړو د ايټاليا او يونان پر تجربو ځانونه پوه کړو، دغه هېوادونه هم دلته راغلي او مرسته کوي. خو موږ په رښتيا همکارۍ ته اړتيا لرو، موږ ټول بايد له يو لست سره راوړاندې شو او مبارزه وکړو، او خلک به بيا دغه اثار بېرته راوګرځوي))

لرغوني اثار

مصری چارواکيو په وروستيو کلونو کې خپلې هلې ځلې زياتې کړې چې د تاريخي اثارو لوټل شوې ټوټې بېرته ترلاسه کړي. د مصر د اثارو ادارې مشر زاهي حواس د پاريس د (لوور) موزيم سره د خپلې ادارې اړيکې پرې کړې، تر هغه چې په مصر کې له يو فرعوني قبر نه ځينې غلا شوې ور وګرځوي. ښاغلی حواس د بريتانيا له موزيم په پر له پسې ډول غوښتنه کوي چې د (رشيد) يا (روزېتا) ډبره ورکړي چې له څه د پاسه (۲۰۰) کلونو يې ساتلې، او هم په برلېن کې له (پېرګامون) موزيم غواړي چې د ملکې (نېفرتېتي) مجسمه ورکړي. يونان هم بيا له خپل لوري له اوږدې مودې د بريتانيا له موزيم غواړي د (پارتېنون) مرمري مجسمې ورستنې کړي، په داس حال کې چې پېرو هڅه کوي د امريکا د (يېل) پوهنتون په وړاندې قانوني ګام پورته کړي چې د (اېنکا) اثار ترې ترلاسه کړي. دغې غونډې ته د افغانستان پلاوی نه و ورغلی، خو په کابل کې د افغانستان د ملي موزيم مشر (عمرا خان مسعودي) په دې اړه خبرې کوي چې د افغانستان اثار څومره لوټل شوي دي.

د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره تېره اوونۍ په جلال اباد کې جوړه شوې وه چې له بېلابېلو سيمونه په کې د شاعرانو او د شعر مينه والو ګډون کړى و. د نارنج ګل په څېر اوس د مېلو او مشاعرو لمن د افغانستان نورو سيمو ته هم غځېدلې او په بېلابېلو ولايتونو کې د پسرلي له رادبره کېدو سره ورته مېلې او مشاعرې کېږي، چې د کندهار د انار ګل، د زابل د بادام ګل، د وردګو د مڼې ګل، د لوګر د سنځل، د پکتيا د نښتر او د کندوز د ريدي ګل مشاعرې دي. خو د مشاعرو دغه دودونه ادب او کلتور ته څومره ګټور دي، ليکوال او کره کنونـــــکی استاذ اسد الله غضنفر يې په اړه راسره خبرې کوي.

او د دې اوونۍ په فرهنګی خبرونو کې:

په بريتانيا کې اوسمهال يو مشهور تلويزيوني سيريال خپرېږي چې په کې د افغانستان روانې جگړې او هم په اتلسمه پېړۍ کې د افغان انگليس جگړو يادونې په اړه د بريتانويانو د نظر څرګندونه کوي. دغه سريال (ايسټ اينډرز) نومېږي چې د لندن يوې ختيځې سيمې ژوند انځوروي او له تېرو پنځه ويشتو کلونو د بي بي سي پر کورني تلويزيون خپرېږي، په خپلې يوې وروستۍ نندارې کې يو ځوان ښيي چې غواړي پوځ او افغانستان لاړ شي. دا لومړى ځل دی چې په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو پر اوسني ماموريت يوه ټلوېزيوني ننداره خبرې کوي.

د امريکا مشهور سندر غاړی (باب ديلن) چې د خپل عمر په (۶۸) کلنۍ کې دی، غوښتل يې چې د ختيځې اسيا پر سفر ووځي، خو د چيني چارواکيو د مخالفت له امله يې خپله دوره لغوه کړې ده. باب ديلن له نژدې نيمي پېړۍ راهيسې غوسناکې او ګوتنيونکې سندرې وايي. دی د (بې پايه) دورې په نامه هر کال د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې ۱۰۰ کنسرتونه ورکوي، او اوس يې تکل درلود چې د چين په پلازمېنه (بېجينګ) او هم سوداګريز ښار (شانګهای) کې او دغه راز تايوان، هانګ کانګ او جنوبي کوريا کې کنسرتونه ورکړي. چينی چارواکي وايي دوی اوس په خپل هېواد کې د بهرنيو هنرمندانو کنسرټونو ته د اجازې په اړه احتياط کاره شوي، په تېره بيا وروسته له هغه چې په (۲۰۰۸) کال کې د ايسلنډ يو سندرغاړي د (خپلواکي اعلان کړه) په نامه سندره وويله او ورپسې يې د تبت، تبت چيغې وهلې.

په ايټاليا کې د مشهور انځور ګر (مېشل انجلو کاراواجيو) د مړينې ۴ سومې کليزې ياد لمانځل کېږي. د کلاسيک هنر د دغه ياغي بچي د درناوي لپاره په پلازمېنه روم، او دغه راز په فلورنس او ريميني ښارونو کې د دغه انځورګر د اثارو پر سترو نندراتونونو سربېره د ايټاليا په ټولو برخو کې خورا زيات پرګرامونه او مراسم جوړېږي. په تېرو څو لسيزو کې د هر بل انځور ګر په پرتله د (کاراواجيو) په اړه ډېر کتابونه، مقالې او د پوهنتونو رسالې خپرې شوې دي. (کارارواجيو) په (۱۵۷۱) کې زېږېدلی و، د (۱۶۱۰) په جون کې د ملاريا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د (انډرو لويډ وېبر) د موسيقۍ نوې ټوټه چې (مينه هېڅکله نه مري) نومېږي، له دې امله تر ۲۰۱۱ پورې ځنډول شوې چې نوموړی له اوږده سفره منعه شوی دی. ښاغلی وېبر (۶۲) کلن دی او د پروسټاټ سرطان له ناروغۍ يې درملنه کېږي. د نوموړي د (مينه هېڅکله نه مري) موسيقي ټاکل شوې وه، د (بروډوې) موسقيقۍ جوړونې شرکت له خوا په نومبر کې په نيويارک کې وړاندې شي. ښاغلی (وېبر) چې په (۱۹۴۸) په لندن کې زېږېدلی، په اوسني وخت کې يو بريالی موسيقي جوړونکی بلل کېږي، دی د سټېج او فېلمي موسيقۍ له مخې ډېر پېژندل شوی دی.

د (سېنګال) ولسمشر (عبد الله واد) د خپل هېواد د (۵۰) مې کليزې په وياړ په پلازمېنه (ډاکار) کې د (افريقا پاڅون) په نامه يوه ستره مجسمه پرانيستله. دغه مجسمه (۴۹) متره لوړه ده، او لوړوالی يې په نيويارک کې د خپلواکۍ له مجسمې زيات دی. مجسمه د پلازمېنې ډاکار پر يوه غونډۍ جوړه شوې چې يو سړی په کې پر يو لاس ماشوم وړي او بل لاس يې له ښځې راتاو دی. د مجسمې جوړولو د زيات لګښت له امله چې ۲۸ مليون ډالرو ته رسېدلی، ناندرۍ راپورته شوې، او څو ځله يې پرانيسته ځنډول شوې وه. پر دې سربېره مذهبي څېرو د دغې مجسمې جوړونه له اسلام سره مخالف کار باله. د پرانيستې مراسمو ته د نړۍ يو شمېر مشران هم ورغلي وو.