ژوند په انځورونو کې ، د هلمند گرمسير

د هلمند د گرمسير ولسوالۍ ژوند په انځورونو کې

  • بازار
    د گرمسير بازار کې سود سودا، پېريدونکي او پلورونکي ډير دي، بازار تود دى خو د نا امنۍ اندېښنې له زړونو نه دي وتلي
  • نجلۍ
    د گرمسير نفوس معلوم نه دى خو اټکل کيږي چې څو اويا زره وگړي دغلته اوسيږي ، دوى يوازې څلور ښوونځي لري چې په هغو کې يوازې شل نجونې زده کړه کوي نورې ټولې له زده کړو بې برخې دي
  • ښوونځى
    د هلکانو شميره هم ډيره نه ده ، په دومره لويه ولسوالۍ کې يوازې څلور ښوونځي پخپله د دې ښکارندويي کوي چې ښوونې و روزنې لا پام کم دى
  • پوځيان
    د کوکنارو کرکيله لا هم شته او پرېمانه ده، ځايي خلک وايي سوله غواړي ، امنيت غواړي چې بازار ته لار ومومي او نور شيان وکري ، امريکايي عسکر وايي دوى د امنيت ټينگولو په نيت ورغلي دي
  • ښوونځى
    په ښوونځيو کې د ماشومانو نشتوالى ځينې له امنيت او گواښونو سره تړي
  • روغتيا
    د گرمسير په ولسوالۍ کې يوازينى فعاله روغتيايي مرکز د امريکايي پوځيانو اډه ده چې هلته ملکي وگړي هم کتل کيږي او درملنه يې شونې وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .