په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لوېديځې رسنۍ: زياتره وسله وال طالبان افغانستان ته اوښتي

Image caption افغانستان ته له قبايلي سيمو نه د وراوښتو وسله والو کسانو په ډله کې د هغو بهرنيانو يادونه هم کيږي چې له القاعده سره اړيکي لري.

په يو شمېر لوېديځو رسنيو کې په افغانستان کې د ناټو ايساف ځواکونو د سرچينو له قوله داسې رپوتونه راغلي چې وايي په قبايلي سيمو کې د پاکستان د پوځ د روانو عملياتو له کبله د وسله والو طالبانو ډيره برخه پر پوله افغانستان ته اوښتي او هلته يې د حکومت او ناټو د ځواکونو خلاف بريدونه ډېر کړي دي .

افغان چارواکي هم دغه خبره مني او وايي په وراوښتو کسانو کې په افغان طالبانو سربيره يو شمير بهرنيان هم شامل دي .

له قبايلي سيمو نه پر پوله افغانستان ته د وسله والو طالبانو د اوښتو په شميره کې د ډير والي د راتلو په اړه دغه وروستي رپوټونه په داسې حال کې راغلي چې په دغو سيمو کې د سيمه ييزه طالبانو خلاف د پاکستان د پوځ له لورې له څه مودې راهيسې عمليات سخت شوي دي.

په رپوټونو کې د ناټو ايساف د سرچينو له قوله راغلي چې د دغو عملياتو په پايله کې په تلفاتو سربيره ، په قبايلي سيمو کې د طالبانو په مشرتابه کې گډوډي راغلې ، له مالي ستونزو سره مخامخ شوي او د اکمالاتو له اړخه هم له ننگونو سره مخامخ شوي دي.

رپوټونه وايي د فشار له کبله افغانستان ته اوښتونکي ډير دغه طالبان د خوست ، پکتيا ، پکتيکا ، ننگرهار ، کونړونو او نورستان د سرحدي ولايتونو دننه تميږي او د پولې په همدې غاړه کې د تير پر تله په نسبتا زياته اندازه خوځښتونه ، فعاليتونه او بريدونه کوي. د کونړونو والي فضل الله وحيدي وايي دغه ولايت ته په وسله والو کسانو سربيره له قبايلي سيمو د جگړې په پايله کې يو شمير بې ځايه شوې کورنۍ هم وراوښتې دي .

Image caption امريکا له خپل لورې هم پاکستان په دغه جگړه کې خپل باوري ملاتړى بولي او په دې وروستيو کې يې له دغه هيواد سره په خپلو پوځي او غيرې پوځي مرستو کې د پام وړ زياتوالى هم راوستى.

افغانستان ته له قبايلي سيمو نه د وراوښتو وسله والو کسانو په ډله کې د هغو بهرنيانو يادونه هم کيږي چې له القاعده سره اړيکي لري.

د کندز والي انجينير محمد عمر وايي له القاعده سره په زيات شمير کې تړلي دا وړ کسان ان د کندز ولايت ته هم ورغلي دي

ځينې افغان چارواکي داگڼي چې د پاکستان پوځ گنې د عملياتو په ترڅ کې يواځې د خپل حکومت مخالفان په نښه کوي او په دغو سيمو کې د افغان طالبانو له مرکزونو سره څه غرض نه لري.

د کونړونو والي ښاغلى وحيدي د دې ادعا دليل داگڼي چې گنې تر دې مهاله په قبايلي سرحدي سيمو کې د پاکستان د پوځ په عملياتو کې د افغان طالبانو هېڅ داسې کوم مشر او قوماندان نه دى وژل شوى چې شهرت ولرې او خلک يې وپيژني .

له لويه سره د افغان حکومت يوه ډيره وختينۍ نيوکه همدا ده چې د مخالفانو د روزنې او اکمال مرکزونه يې گواکې د پولې په بله غاړه کې دي او له هماغه پيله يې غوښتنه هم همدا ده چې د ترهگرۍ خلاف جگړه کې دې دغه مرکزونه د مهمو هدفونو په توگه تر فشار لاندې ونيول شي.

خو پاکستان کله هم دا تورونه نه دي منلي چې گنې په خاوره کې يې د افغانستان د وسله والو مخالفانو مرکزونه فعال دي او يا د هغوى ملاتړ کيږي.

برعکس پاکستاني چارواکي د ترهگرۍ خلاف جگړه کې ځانونه د امريکا کلک ملاتړي بولي .

امريکا له خپل لورې هم پاکستان په دغه جگړه کې خپل باوري ملاتړى بولي او په دې وروستيو کې يې له دغه هيواد سره په خپلو پوځي او غيرې پوځي مرستو کې د پام وړ زياتوالى هم راوستى.