ستاسو غږ: د افغانستان او متحده ایالتو تر منځ اوږدمهالې ملګرتیا

متحده ایالتو ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال امريکايي مشرانو یو ځل بیا له افغانستان سره پر خپل اوږدمهالي ملاتړ ټیینګار وکړ.

دواړو خواوو د هغه څه خبره وکړه چې د دوی ګډه راتلونکې بلل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلیري کلنتن وویل امریکا به افغانستان نه خوشې کوي او په ملکي برخه کې به یې ور سره ژمنتیا د اوږدې مودې لپاره پرخپل ځای پاتې وي.

ولسمشر کررزي هم ډاډ ورکړ چې افغانان به د امریکاييانو ملګرتیا تر ډېره په یاد ساتي.

ویل شوي چې امریکايي او افغان چارواکي د دواړو هېوادو تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ او ملګرتیا پر یوهّ سند کار کوي.

تاسو څه وایئ چې د افغانستان لپاره د متحده ایالتو اوږدمهالی ملاتړ او ملګرتیا څومره ارزښت لري؟

د افغانستان موقعیت او اوسنیو ځانګړیو حالاتو ته په پام سره دغه ملګرتیا د دواړو اړخو اوږدمهالې ګټې څومره خوندي کولای شي؟

نظر او پوښتنه مو Pashto@bbc.co.uk ته په برېښنالیک کې راولېږﺉ او یا یې د پاڼې په لاندینۍ برخه کې په ټاکل شوي ځای کې ولیکئ او راولېږﺉ.

په پروګرام د ګډون بله لاره دا ده چې د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ ته پر دې شمېرې زنګ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .