په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پامير هوايي شرکت : الوتکه مو نوې وه سپرلۍ بيمه دي

د پامير هوايي کرښې چارواکي وايي د کندز او کابل ترمنځ د دوى د ظاهرآ نسکورې شوې الوتکې ټولې سپرلۍ بيمه دي او الوتکه يې يوازې درې مياشتې وړاندې له بلغاريا پېرودلې وه .

د پامير هوايي شرکت ريس امان الله حميد بي بي سي ته وويل چې ورکه شوې الوتکه انتونوف ٢٤ ډوله ده او تر دې وروستيو يې لا په اروپا کې الوتنې کولې .

ښاغلي حميد د کارپوهانو هغه خبر رد کړه چې گواکې انتونوف ٢٤ ډوله الوتکې بايد تر ديرشو ډيرې سپرلۍ ونه لري .

دۀ وويل په دې الوتکه کې د اته څلوېښت سپرليو لپاره ځاى و .

د پامير هوايي شرکت چې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې د لومړني خصوصي هوايي شرکت په توگه په افغانستان کې فعاليت پيل کړى و تر دې وړاندې دغه ډول پېښه نه وه تجربه کړې .

Image caption د پامير شرکت مشر وايي ورکه شوې الوتکه يې درې مياشتې وړاندې له بلغاريا پېرودلې وه

د شرکت مشر وايي الوتکه او سپرلۍ يې ټولې بيمه دي او قربانيانو ته به مالي تاوان ورکوي .

دوى دا ونه ويل چې دغه مالي تاوان به څومره وي .

له کندزه د کابل په لور پورته شوې پامير الوتکه د دوشنبه په سهار ( د مۍ ١٧ ) هغه مهال ورکه شوه چې د سالنگ غرونو ته ورسيده .

په الوتکه کې ټولې اته ديرش سپرلۍ سپرې وې او شپږ پکې د الوتکې کارکوونکي و .

امان الله حميد وويل چې په سپرليو کې شپږ بهرنيان دي خو دى نه پوهيږي چې د کوم هيواد اوسيدونکي دي .

خو د الوتکې په کارکوونکو کې درې د افغانستان او درې د تاجکستان اوسيدونکي و .