په هند کې د بونالو ديني جشن په انځورونو کې

  • په هند کې د بونالو ديني جشن چې پوره يوه میاشت دوام کوي، ګډونوال خپلو خدایانو ته په لوښو کې د وريجو، حلوا او شيدو په څېر خواړه وړي.
    په هند کې د بونالو ديني جشن چې پوره يوه میاشت دوام کوي، ګډونوال خپلو خدایانو ته په لوښو کې د وريجو، حلوا او شيدو په څېر خواړه وړي.
  • د بونالو په ديني جشن کې د "کالي" په نامه د قوت خدای ته دوی ډېر تعظيم کوي، ګډونوال پر خپلو لاسونو د خدای انځور کاږي، چې توره په لاس سرغوڅی ولاړ وي.
    د بونالو په ديني جشن کې د "کالي" په نامه د قوت خدای ته دوی ډېر تعظيم کوي، ګډونوال پر خپلو لاسونو د خدای انځور کاږي، چې توره په لاس سرغوڅی ولاړ وي.
  • د هند په حیدر اباد کې د جشن يو ګډونوال خپل مخ رنګوي او جشن ته چمتووالی نیسي.
    د هند په حیدر اباد کې د جشن يو ګډونوال خپل مخ رنګوي او جشن ته چمتووالی نیسي.
  • ګډونوال د ډولونو په وهلو سره په ګڼې ګوڼې کې روان دي، چې پر سرونو يې له خوړو ډک لوښي اېښي چې د "کالي" په نامه خدای ته يې ورسوي.
    ګډونوال د ډولونو په وهلو سره په ګڼې ګوڼې کې روان دي، چې پر سرونو يې له خوړو ډک لوښي اېښي چې د "کالي" په نامه خدای ته يې ورسوي.
  • ګډونوال پر خپلو مخونو بېلابېل رنګونه موښي او په حیدراباد کې د جولکوندا کلا ته روان دي.
    ګډونوال پر خپلو مخونو بېلابېل رنګونه موښي او په حیدراباد کې د جولکوندا کلا ته روان دي.
  • ګډونوال پر خپلو مخونو وېروونکې څېرې وباسي، چې د خپل کالي خدای د قوت او سخت زړي توب انځور خلکو ته وروښوي.
    ګډونوال پر خپلو مخونو وېروونکې څېرې وباسي، چې د خپل کالي خدای د قوت او سخت زړي توب انځور خلکو ته وروښوي.
  • یو ګډونوال د "بوتاراجو" نڅا کوي.
    یو ګډونوال د "بوتاراجو" نڅا کوي.
  • هندي وګړی د بونالو په جشن کې نڅا کوي او پر سر يې له خوړو ډک لوښي اېښي دي چې دوی "جهاتام" ورته وايي.
    هندي وګړی د بونالو په جشن کې نڅا کوي او پر سر يې له خوړو ډک لوښي اېښي دي چې دوی "جهاتام" ورته وايي.



BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .