د ايډز ناروغۍ د مخنيوي لپاره "ملهم"

ملهم
Image caption ښځې دا ملهم په ۲۴ ساعتونو کې دوه ځلې کاروي.

ساینسي څېړنکو ويلي هغه 'کرېم' يا ''جل'' چې د ایچ ای وي ضد دارو لرونکي دي، په جنوبي افريقا کې يې د مېرمنو د ايچ ای وي کچه نژدې نيمايي ته راښکته کړې ده.

څېړونکي وايي دا کريم هغه مهال اغېزمن کېدای شي، چې په پرلپسې توګه له جنسي اړیکو وړاندې وکارول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دې لړ کې پر نژدې ۹۰۰ مېرمنو د شوې ازموینې پايلې لویه لاسته راوړنه بللې ده.

څېړونکو ويلي چې په دې ملهم سره د ښځې مهبل غوړېږي، چې تر ډېره د ايډز ناروغۍ د ويروس مخه نیسي.

په جنوبي افریقا کې عملي ازموینو ښودلې چې دې ملهم په نيمايي ښځو کې د اېدز د ويروس د انتقال مخه نیولې ده.

د ايډز په اړه د څېړنو مرکز چې لنډ نوم يې کاپریسا (Caprisa) دی، ويلي د دې ملهم تجربه پر ښځو ترسره شوې، چې د ويانا په نړيوال کنفرانس کې يې هم یادونه شوې، او بیا وروسته د امریکا د ساینس په مجله کې هم خپره شوې ده.

د دغې ډلې له دوو څېړونکو يې يوه سلیم عبدالکریم ويلي دا ملهم چې د تينوفوفیر (Tenofovir) د ايډز ضد درمل هم پکې شته، له ترسره شوو ښځو نيمايي يې راجذب کړې.

لومړی دا تجربه پر ۸۸۹ ښځو ترسره شوې، چې بیا دوه نیم کاله وروسته د دغو ښځو شمېر په سلو کې ۳۹ لوړ شو.

رپوټ وايي کله چې له جنسي اړيکې ۱۲ ساعته وړاندې دغه جل (ملهم) وکارول شي، نو اغېز ډېر وي.

که چېرې دا پايلې سمې وخېژي، دا به لومړی ځل وي چې د ايډز د مخنيوي په برخه کې د میکروبونو ضد ملهم دومره فعال کار کوي.

باور کېږي چې دا ډول ملهم به د هغو ښځو لپاره يوه وقايوي وسیله وي، چې د جنسي اړيکو پرمهال د خپل شریک لخوا د وقايوي کانډم نه کارول غواړي.

په جنوبي افریقا او جنوبي صحرا هېوادونو کې د ايچ ای وي اېډز ويروس د مخنيوي لپاره ډېر څه ته اړتیا ده، هغه هم په داسې هېوادونو کې چې په سلو کې ۶۰ ښځې يې په ايډز اخته دي.

په افریقايي هېوادونو کې زياتره ښځې له هېڅ وقايوي اجرآتو پرته جنسي اړيکي نیسي.

د ملګرو ملتونو روغتیایي سازمان د ازموینو دا پايلې ښې بللې او ويلي دي چې په جنوبي افریقا کې به د دې رپوټ د بل پړاو لپاره له کارپوهانو سره وغږېږي.

ورته مطالب