په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

راسموسن: د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري

Image caption راسموسن:''طالبان به هېڅکله برلاسي نه شي او څرگنده ده چې دا ستونزه پوځي حل نه لري.''

خو ښاغلي راسموسن له بي بي سره په يوې ځانگړې مرکې کې دا چاره د افغان ځواکونو د وړتياوو له لوړېدو سره وتړله.

زموږ د کابل د دفتر مشر داود اعظمي له ښاغلي راسموسن سره مرکه کړې او په پيل کې يې ترې پوښتنه کړې چې ايا ډاډه دى چې افغان ځواکونه به تر ٢٠١٤ ميلادي کاله پورې د امنيت د خوندي کولو او د عملياتو د مشرتابه جوگه شي؟

ځواب: زموږ دنده داده چې مسؤوليت افغان ځواکونو ته وليږدوو. زه له د ښاغلي کرزي سره په يوه خوله يم چې دا ليږديدنه په راتلونکو پنځو کلونو کې تر سره کيږي،خو دا ليږديدنه به په دې شر ط تر سره کيږي چې موږ پر دې ډاډه شو چې افغان ځواکونه ددې مسؤوليت د خپلولو وړتيا لري، پر همدې بنسټ غواړو چې افغان پوليس او د ملي پوځ سرتيري وروزو.

پوښتنه: په څه ډول چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو روزنه روانه ده او په دې لړ کې ځينې شکایتونه شته، لکه د هغوی د مجهز کولو او اکمالات ورکولو په لړ کې، په ځانګړې توګه د هوايي ځواک خبره، ځکه چې وايي افغانستان هوايي ځواک نه لري، تاسو فکر کوﺉ چې افغان ځواکونه به په راروانو څلورو يا پنځو کلونو کې چمتو شي؟

ځواب: زه ډاډه يم چې دغه راز چاره به شونې وي موږ د افغان ځواکونو په روزنه او د تجهيزاتو او پيسو په مرستې سره چې له افغان حکومت سره يې کوو موږ ددې جوگه کوي چې دغې موخې ته ورسيږو.

البته چې موږ په دې برخه کې د افغان حکومت همکارۍ ته اړتيا لرو، ما پرون د پوليسو د يوه روزنيز مرکز ليدنه وکړه او هغه څه چې ما په دې مرکز کې وليدل پر ما يې اغيز وکړ.

موږ هيله من يو چې په راتلونکو پنځو کلونو کې افغان امنيتي ځواکونه ددې جوگه شي چې د ټول هيواد د امنيت دنده پر غاړه واخلي.

پوښتنه: داسې نيوکې شته چې پخوا ډېر پام پر پوځي ډګر و، خو له شاوخوا يوه کال راهيسې ملکي اړخ ته پام ډېر شوی دی، ایا فکر کوﺉ چې اوس د افغانستان ملکي فعالیتونو ته ډېر پام کېږي؟

ځواب: زه فکر کوم چې د کابل ننى کنفرانس د بيارغاونې د پراخو پروگرامونو او د ملکي چارو د پراختيا لپاره يوه ښه اډانه جوړوي، زموږ موخه د افغانانو د ژوندانه ښه کول،د کاري فرصتونو برابرول، د يو ښه اقتصاد پرمختيا او ټولنيز پرمختگ دى، ننى کنفرانس په دې برخه کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د پياوړې ژمنتيا څرگندونه کوي.

پوښتنه: زما وروستۍ پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمېر ډېرېږي، ایا ستاسو په نظر وسله والو طالبانو ته له پوځي لارې ماتې ورکول کېدای شي؟

ځواب: طالبان به هېڅکله برلاسي نه شي او څرگنده ده چې دا ستونزه پوځي حل نه لري، موږ بايد ډاډه شو چې زموږ پوځي هڅې له نا پوځي پرمختيايي چارو سره يو ځاى پر مخ ځي يقينآ چې دا چاره ددې کنفرانس اصلي موخه وه.