ستاسې غږ: د پټو امريکايي جنگي اسرارو د برسېره کېدو عواقب

امريکايي پوځيان په افغانستان کې

په لوېديځ کې اندېښنه ده چې دا برسېره کېدنه به په افغانستان کې د پوځي ماموريت لپاره ناوړه عواقب ولري او د هغو کسانو ژوند به وگواښوي چې له دوى يې سره يې مرسته کوله.

لا هم د افغانستان د جگړې په اړه د هغو زرگونو سندونو د برسېره کېدو پر عواملو او عواقبو څېړنې روانې دي چې دا اوونۍ د يوې انټرنېټي پاڼې – کلېکاږل ويکي ليکس له خوا راووتل.

دا تر ډېره د جگړې له سيمې نه د امريکايي چارواکو رپوټونه او تبصرې دي چې واشنگټن ته استول شوي دي.

په هغو کې ځينې مخکنۍ ادعاوې په سندونو يادې شوي او ځينې په کې نوې راپورته شوي دي.

د افغان حکومت له مخالفينو سره د گاونډيانو – پاکستان او ايران مرسته، پر ولسي مرگ ژوبلې خوله پټول او د مرسته شويو پيسو ضايع کېدل يې د اصلي موضوعگانو په لړ کې راځي.

په لوېديځ کې اندېښنه ده چې دا برسېره کېدنه به په افغانستان کې د پوځي ماموريت لپاره ناوړه عواقب ولري او د هغو کسانو ژوند به وگواښوي چې له دوى يې سره يې مرسته کوله.

په کابل، اسلام آباد ، واشنگټن او گڼو نورو پلازمېنو کې چارواکو ته نوې حساسې موضوعگانې ورمخته شوي چې عاجل غور ته اړتيا لري.

ستاسې له نظره گرانو اورېدونکو، ددې برسېره کېدنې اصلي نتيجې څه کېدلى شي او د افغان جگړې لپاره يې عواقب څه بولئ؟

غواړو له تاسې واورو. يا راته د پنجشنبې پر ماښام مخامخ خپرونې ته پر دې شمېره زنگ راووهئ: 00442078360331

او يا pashto@bbc.co.uk ته برېښنا ليک راوستوئ.

د افغان جگړې د پټو اسرارو برسېره کېدل او عواقب يې دا پنجشنبه ستاسې غږ خپرونه کې.

د جنگي اسنادو د برسېره کېدو پر عواقبو ستاسې برېښنا ليکونه

عبدالرحمان تسل، لوگر

زما په آند به دا برسېره کېدنه خورا بدې پايلې ولري: د افغانستان، امريکا او نورو هيوادو امنيت به له زيات گواښ سره مخامخ شي. شونې ده چې نه يوازې افغانان، چې په افغانستان کې د امريکا نور ملگري هم پر واشنگټن باور له لاسه ورکړي. له بلې خوا، ښايي افغانستان هغه څه ته چې په اوږده موده کې و نشواى رسېدى، تر دې افشا کېدنې وروسته، ژر ور ورسېږي.

عبدالنعيم، حيدر آباد، هند

دا به ناټو او امريکايي ځواکونه اغېزمن کړي او طالبانو ته به گټه ورسوي.

حنيف احمدزى،پکتيا

امريکا او پاکستان غواړي چې ددې پټو اسنادو خبره په خندا له ځانه واړوي.

عزت الله حميدي، ارزگان

عاقبت به يې داوي چې نړۍ ته به د امريکا اصلي څېره بربنډه شي. د نړۍ خلک به وويني چې مشرانو يې څومره دروغ ورته ويلي او څومره حقايق يې ترې پټ کړي دي. ولسي وژنې "له ترهگرۍ سره جگړه" بلل شوې او له ترهگرۍ سره د پاکستان مرسته ستايل شوې ده.

عطاوالله ساپى، کابل

د ويکي ليکس پر چلوونکو دې آفرين وي چې دغه رازونه يې برسېره کړل. خو ولې له مطبوعاتو پرته، پر يادو شويو نارواوو نورو ويښو وگړو څه ونه ويل؟

حنيف الله حنيف، ناڅرگند ځاى

امريکا په افغانستان کې يوه لوبه چلوي او هدف يې دادى چې د اوږدې مودې لپاره دلته پاتې شي.

ميرزا محمد فايز، کونړ

دا به ناټو او امريکايي ځواکونه اغېزمن کړي او طالبانو ته به گټه ورسوي.

عبدالنعيم، حيدر آباد، هند

افغانانو تل د پاکستان د لاس وهنې ويل، خو چا پرې غوږ نه گراوه. د ويکي ليکس سندونو زموږ د ولس ادعاوې ثابتې کړې.

عزت الله حميدي، ارزگان

امريکا او پاکستان غواړي چې ددې پټو اسنادو خبره په خندا له ځانه واړوي.

موسى خان او لطيف راشد، پېښور، پښتوخوا

ددې گټه به افغانستان ته ورسېږي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .