په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر ايران بنديزونه او د چين د انرژۍ اړتيا

Image caption پر ايران د ملګريو ملتونو بنديزونو د ايران او چين ترمنځ سوداګري اغېزمنه کړې ده.

چين او ايران د وريښمو لارې په نامه تړاو له لارې د سوداګرۍ اوږد تاريخ لري، چې پېړی شا ته غځېږي. خو په وروستيو کې د ملګريو ملتونو امنيت شورا پر ايران بنديزونه ولګول، چې د سوداګرۍ دغه اړيکه يې اغېزمنه کړې ده. چينايانو په ناخوښۍ د دغووبنديزونو ملاتړ وکړ چې موخه يې پر ايرانيانو فشار دی، چې له خپل اتومي پروګرامه تېر شي.

پر ايران د بنديزونو د نوې لړۍ ته د کتنې يوې برخې په توګه د بي بي سي خبريال (کرېس هوګ) په دې اړه راپور لري چې د بنديزونو لګونې پرېکړه پر دغې سوداګرۍ اغېزه کوی که څنګه؟

کېپټان عبد العزيز معارف ماته د هغو بېړيو ډېزاين يا رسم شوی پلان راښيي، چې دی يې خپلو ايراني هېوادوالو ته جوړوي.

دی پر خپل کاروبار وياړي، خو اوسمهال نهيلی شوی دی. دی نوې ايرانۍ پروژې نه شي ترسره کولی .

دی وايي چينايي بانکونه نور له ايران نه د کرېډېټ يا بانکي اعتبارپاڼې نه مني. کپټټان عبد العزيز د دغې چارې پړه د ملګريو ملتونو پر بنديزونو اچوي، چې په تېر جون مياشت کې لا سخت شول:

((د دغو بنديزونو له امله مې سږ کال خپل کاروبار درولی دی، ځکه چې ايران ته هېڅ شی نه شوم صادرولی. هېڅوک زموږ کرېډېټپاڼې نه مني. نو موږ ان عادي او داسې توکي هم نه شو اخيستی چې زموږ خلکوته اړين وي))

Image caption احمدي نژاد چې د شانګهای نړيوال نندارتون له ايراني څانګې يې ليدنه کوله، د خبريالانو او خپلو پلويانو يې پرې ګڼه ګوڼه وه.

کله چې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په تېر جون کې شانګهای ته سفر وکړ، هلته ګډوډي وه. دی چې د شانګهای نړيوال نندارتون له ايراني څانګې يې ليدنه کوله، د خبريالانو او پلويانو ګڼه ګوڼه پرې وه. خو د چين هېڅ يو جګ پوړی چارواکی هم د کتنې لپاره نه ورغلی.

کېپټان معارف اوس اندېښمن دی چې اتومي مسالې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته په زيان رسولو بيل کړی دی.

پوښتنه دا ده چې دی سم فکر کوي؟ (جو وی ليې) يو چينايي کار پوه او د پوهنتون استاذ دی، چې خپل عمر يې د منځني ختيځ په څېړنه تېر کړی دی. دی وايي له ايران سره يې د هېواد اړيکي د اتومي لانجې په ازموينه کې دي، خو وبه نه شلېږي:

((موږ دوی د يو ملګري په څېر دوی ته داسې نژدې غېږ نه ورکوو، خو اړيکي مو دوستانه دي. موږ هيله لرو دوی وکولی شي د ملګريو ملتونو د بنديو له لوري له فشار سره ځان سم کړی شي. موږ به خپل وس سره سم داسې څه وکړو چې ايران بېرته نړيوال نظام ته راولو))

د نړيوال نندارتون په هغه تالار کې چې د تېلو دولتي شرکت له خوا جوړ شوی دی، دا ژر روښانېږي ولې چين احساس کوي دا مهمه ده چې دغه اړيکي بايد وساتل شي. د نندارتون يوه نجلۍ وايي:

((زموږ د تېلو تالار دلته دی، چې وښيي تېل او زموږ ژوند څومره نژدې له يوبل سره تړلي دي))

دغه نندارځايونه د دې لپاره جوړ شوی چې چينايانو ته ورپه ياد کړي چې تېل د دوی په هېواد کې څومره ارزښتناک دي. دا يو داسې پيغام دی چې د چين حکومت پرې ډېر ښه پوهېږي. د خامو تېلو د اوږدمهال او ثابتو سرچينو راکتنه له اووږدې مودې راهيسې د چين ملي لومړيتوب پاتې شوی، چې ايران په کې يوه خورا مهمه سرچينه بلل کېږي.

په تالار کې د (تري ډي 3D) يا درې بعديزه فېلم ننداره دا ښيي چې که تېل خلاص شي څه به کېږي. نه به پلاسټيک وي، نه به رنګ وي او نه به ان جامې وي، دا خبره د فېلم کتونکيو ترمنځ د وېرې زوږ راپورته کوي. ايران د هغو خامو تېلو شاوخوا ۱۴ سلنه برابروي چې چين ورته اړتيا لري.

Image caption دغه نندارځايونه د دې لپاره جوړ شوی چې چينايانو ته ورپه ياد کړي تېل د دوی په هېواد کې څومره ارزښتناک دي.

نو که نړيواله ټولنه پر ايران لګېدلي بنديزونه لا نور کلک کړي، او د تېلو دغه بهير بند شي، نو چين به له ستونزو رنځ وګالي. د تېلو يو څېړونکی (چيو شياوفنګ) وايي نوره نړۍ به هم له ستونزو سره مخامخ وي:

((که ايران د تېلو توليد ودروي، نوره نړۍ به د دغې انرژۍ په پوره کولو کې له ستونزه سره لاس او ګرېوان وي، چې ورسره به د تېلو بيه لوړه شي. دا به د هر چا لپاره ښه نه وي، نه يوازې د چين لپاره چې تېل ورادوي، بلکې د امريکا او نور هر هغه چا لپاره هم چې تېل ورادوي))

د چين ستونزه دا ده، ان که له ايران په اوسنۍ کچه د تېلو وربهېدنه دوام هم وکړي، د انرژۍ لپاره تنده به يې بيا هم په زياتېدو وي.

Image caption د چين ستونزه دا ده، ان که له ايران په اوسنۍ کچه د تېلو وربهېدنه دوام هم وکړي، د انرژۍ لپاره تنده به يې بيا هم په زياتېدو وي.

د روانې لسيزې په نيمېدو سره به د چين څه د پاسه نيم وګړي به د شانګهای په څېر په ښارونو کې ژوند کوي.

دا به برېښنا او د انرژۍ ته نورې پراخې اړتياوې رامنځته کړي، او که د چين وده او پرمختيا دوام وکړي، د هغې انرژۍ سرچېني، لکه ايران او نور هېوادونه، چې چين يې ترې واردوي، لا نور پسې مهم او ارزښتناک شي.