عربستان د "بلک بري" ځينې خدمتونه بېرته فعال کړل

 "بلک بري"
Image caption په اماراتو کې کابو نیم میلیون کسان "بلک بري" ګرځنده تيلې فون کاروي.

له سعودي عربستان راپورونه وايي پر (بلک بري) ټليفونونو د پيغامونو استولو اسانتيا بېرته پيل شوې، وروسته له هغه چې له رسمي بنديز په پايله کې په کې پرېکون راغلی و.

د جمعې په ورځ سعودي لومړی هېواد و چې د امنيتي لاملونو له مخې يې برېښناليکونه، وېبپاڼې او د پيغامونو استولو اسانتياوې بندې کړې وې.

د (بلک بري) جوړوونکي کاناډايي شرکت (Research in Motion) ونه منله چې چارواکيو ته اجازه ورکړي د ټليفون کاروونکو ترمنځ د پيغامونو څارنه وکړي.

ځينې راپورونه وايي چې دوی اوس په دې اړه موافقې ته رسېدلي چې لېږدېدونکو معلوماتو ته لاسرسی وشي، خو لا تر اوسه يې په اړه کوم رسمي اعلان نه دی شوي.

مخکنی بندیز

د خلیج عربي هېوادونو ویلي دوی د "بلک بري" ګرځنده تيلې فون د اسانتیاوو پر کارولو بنديزونه لګوي.

متحده عربي اماراتو ويلي د "بلک بري" د پيغام استولو او انټرنېټ اسانتیاوې به تر اکتوبر میاشتې پورې وځنډوي.

سعودي عربستان هم ویلي چې دې ته ورته به د روانې میاشتې په پای کې پر ګرځنده بلاک بيري بندیزونه ولګوي.

رپوټونه وايي چې د سعودي عربستان مخابراتي شرکت "سعودي تيلي کام"، چې پوره حکومت پرې واکمن دی، د "بلک بري" ګرځنده تيلې فون د "مسینجر" یا استوځګر پر خدمتونو د بنديز لګولو پرېکړه کړې.

ګرځنده تيلې فون که کوچنی لابراتوار

Image caption د رويټرز خبري اژانس بیا ويلي چې د شرکت لخوا دا پرېکړه به د روانې میاشتې تر ختمېدو پورې وځنډول شي.

سعودي عربستان دا ګام څو ساعته وروسته له هغه واخیست، چې متحده عربي اماراتو اعلان وکړ، د بلک بري د پيغام استولو پر سافټوير به سر له راتلونکي اکتوبره بندیز ولګوي.

د "سعودي تيلي کام" شرکت د ادارې يوه غړي العربيه تلوېزيوني چينل ته ویلي اماراتو د سعودي په پرتله د مسینجر د خدمتونو د بنديز په اړه ستر ګام اخیستی دی.

د رويټرز خبري اژانس بیا ويلي چې د شرکت لخوا دا پرېکړه به د روانې میاشتې تر ختمېدو پورې وځنډول شي.

د ویلو ده چې په سعودي عربستان کې له "بلک بري" تيلې فون او د هغه له مسينجر څخه ۴۰۰ زره کسان ګټه اخلي، خو د "سعودي تيلي کام" په مقابل کې د "موبايلي" په نامه شرکت له اسانتیاوو څخه کابو ۲۷۰ زره کسان ګټه اخلي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس بیا د سعودي عربستان د يوه چارواکي له خولې، چې د نامه له ښودلو يې ډډه کړې، ليکي، د سعودي عربستان د معلوماتي ټيکنالوژۍ او مخابراتي غړي به ډېر ژر د "بلک بري" ګرځنده تيلې فون د پيغام استولو پر سافټوير "مسینجر" بندیز ولګوي.

د اماراتو پرېکړه

د الامارات رسمي خبري اژانس د متحده عربي اماراتو د مخابراتو د مدیر محمد الغانم له خولې ليکي"د عام مصلحت په خاطر مو پرېکړه وکړه چې د ۲۰۱۰ م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۱ نېټې څخه د بلک بري ګرځنده تيلې فون د مسینجر، برېښنالیک او انټرنېټ لټوني پر خدمتونو بندیز ولګوو."

نوموړی زياتوي: "په نورو هېوادونو کې د مخابراتو شرکتونه له دا ډول قانوني پرېکړو سره کومه ستونزه نه لري، نو بناءاً موږ هم باید دا پرېکړه وکړو."

د ملي امنيت لپاره ګواښ

د اماراتو د مخابراتو د کنټرول ادارې په يوه ویناپاڼه کې تېره اوونۍ ويلي وو چې "د بلک بري مخابراتي خدمتونه دا مهال د ملي قوانینو او د قضايي چارواکو تر واک وتلې خبره ده."

ویل کېږي چې وړاندې هم د جاسوسۍ لپاره د (spyware) معلوماتو په اړه حکومت سختې اندېښنې درلودې.

Image caption بحرین بیا په تېر اپریل میاشت کې د بلک بري د مسينجر پر خدمتونو بندیز لګولی و، چې بیا وروسته پر دې کار د بې پولې خبریالانو د ټولنې لخوا د وینا د ازادۍ په برخه کې سختې نيوکې هم وشوې.

خو بلک بري توليدوونکي (ريسرچ ان موشن) کاناډايي شرکت بیا د اماراتو تر دې پرېکړې وروسته ويلي وو چې امارات باید د دغو سافټويرونو لپاره پټ نوم يا پاسورډ ولګوي، چې په دې سره امارات کولی شي ټول پيغامونه او برېښناليکونه وګوري.

په اماراتو کې کابو نیم میلیون کسان "بلک بري" ګرځنده تيلې فون کاروي.

تېره اوونۍ د بې پولو خبریالانو ټولنې بي بي سي ته ويلي وو "امارات د عربي نړۍ لپاره د ټيکنالوجۍ په برخه کې ستر رول لوبوي، خو په عین حال کې سخت قوانین هم لري او هلته ډېرې سختې سيالۍ روانې دي."

هند هم د "بلک بري" ګرځنده تيلې فونونو د خدمتونو په اړه اندېښمن دی، چې ګني په وينا يې د وسله والو ډلو لخوا کارول کېږي.

بحرین بیا په تېر اپریل میاشت کې د بلاک بيري د مسينجر پر خدمتونو بندیز لګولی و، چې بیا وروسته پر دې کار د بې پولې خبریالانو د ټولنې لخوا د وینا د ازادۍ په برخه کې سختې نيوکې هم وشوې.

ورته مطالب