په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پېلوزى : د استاد بختاني د شپږو لسيزو ليکونه

دا اوونۍ د پيلوزي د سر سر مطلب د عبدالله خدمتگار بختاني د شخصي ليکونو خپرېدل دي چې په اوږدو لسيزو کې يې د سياست او کلتور مخورو ته استولي وو. بختاني د ژوندانه اوږده کلونه د پښتو ژبې او ادب په څېړنه او د مطبوعاتو په ډگر کې د ژورنالست په توگه تېر کړي دي.

د فلم له نړۍ نه د "کراتې باز هلک" پر نوې نندارې غږېږو چې دا اوونۍ په لندن کې پيل شوه. دغه فلم د زړې کيسې پر بنسټ نوى د هاليوود له خوا تر ډېره په چين کې چمتو شوى دى.

Image caption استاد بختاني د شپږو لسيزو ليکونه په ١٣٠٠ مخونو کې چاپ کړي دي

د موسيقۍ په برخه کې د پا پ سندرغاړې "ليډي گاگا" پر هنر په دې پلمه تمېږو چې د اېم ټي وي چينل ديارلسو بېسارو جايزو ته کانديد شوې ده.

په چين کې د يوه سياسي ناراضي له خوا د صدراعظم وين جياباو په مخالفت د خپاره شوي کتاب د پېژندنې ترڅنگ، په خوست کې د کوچنيو عامه کتابتونو يوه لړۍ درپېژنو چې له لوېديځ نه ستانه شوي يوه ځوان يې جوړولوته ملا تړې ده.

د پوهاند عبدالشکور رشاد د پنځم تلين په پلمه د هغه پر علمي ميراث د دوه ورځني سيمنيار د جوړېدو خبر د پېلوزي دا گڼه پاى ته رسوي.