په زنا تورنه ښځه ايرانى حکومت تورنوي

سکينه محمدي اشتياني
Image caption سکينې محمدي اشتياني ويلي چې د وژنې له توره سپينه شوې، خو د زنا تور پرې لاهم شته.

يوه ایرانۍ ښځه، چې د حکومت لخوا د زنا په تور يې په اړه د مرګ پرېکړه شوې، پر حکومت تور لګولی، چې ګنې د هغې په قضیه کې يې دروغ ویلي دي.

۴۳ کلنې سکینې محمدي اشتیاني پر ایراني چارواکو تور پورې کړی، چې ګني حکومت يې په درغو په اړه دا رپوټ خپور کړی، چې ګني د زنا ترڅنګ يې د خپل مېړه د وژلو دسیسه يې جوړه کړې.

خو آغلې اشتياني ګارډین ورځپاڼې ته ويلي د هغې پر ضد قضیه په دروغو جوړه شوې ده.

پر آغلې اشتياني د مرګ پر سزا ځنډول شوې او بېرته له سره پرې غور کېږي.

خو ښايي چې هغه به د تيږو په ويشتو سره ووژل شي.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ يوه جګپوړي ايراني چارواکي ملګرو ملتونو ته ويلي وو چې اشتیاني د خپل مېړه د وژنې دسیسه يې جوړه کړې وه.

سکینې محمدي اشتياني ګارډين ته ويلي "دوی دروغ وايي، دوی زما د قضيې په تړاو تر نړیوال فشار لاندې دي، او هڅه کوي چې د رسنیو پام غلط او ما په پټه ووژني. "

دې ويلي چې د وژنې له توره سپينه شوې، خو د زنا تور پرې لاهم شته.

نوموړې ويلي ''دوی به پرېنږدم چې د خپل زوی په مخ کې مې په تيږو ووژني.''

تر دې مهاله په ایران کې پر ۱۲ ښځو د مرګ سزا خېژول شوې، چې په تيږو ويشتل شوې او مړې شوې دي.

ايران د آغلې اشتیاني د مېړه د وژلو په تور يو تن زنداني کړی، چې هغه به د مرګ له سزا سره مخامخ نشي.

په برازيل کې پناه

بل خوا ایران ويلي چې د برازيل ولسمشر د آغلې اشتیاني د قضيې په اړه پوره مالومات نه لرل، چې هغې ته يې د پناه ورکولو غوښتنه کړې ده.

Image caption د برازيل ولسمشر لويس ایناسیو لولا داسیلوا چې د واک دوره یې ختمېدونکې ده، ويلي چې آغلې اشتیاني که وغواړي، برازیل کې به پناه ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند ويلي د برازيل ولسمشر لويس ایناسیو لولا داسیلوا يو "عاطفي" انسان دی، چې ایران به د دې قضيې په اړه هغه ته پوره مالومات ورکړي.

پر سیکنه محمدي اشتياني د رجم (تر مرګه په تيږو د ویشتو) حکم شوی، خو بېرته له سره پرې غور کېږي، او ښايي چې په دار وڅړول شي.

دې قضيې ډېر ژر نړیوالو رسنیو ته لاره ومونده.

د شنبې پر ورځ د برازيل ولسمشر د خپل انتخاباتي کمپاین پرمهال آغلې اشتياني ته د پناه ورکولو غوښتنه کړې.

خو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ويلي د اشتياني په اړه له قانون سره سم حکم شوی:

"د برازيل د ولسمشر په اړه چې تر کومه مالومات لرو، هغه يو عاطفي او زړه سواند سړی دی، ښايي چې د دې قضيې په اړه به کافي مالومات نه لري، موږ به ډېر ژر هغه ته کافي مالومات ورکړو."