په افغانستان کې د توریزم په برخه کې روزنه

د بامیانو بند امیر

اوس که څه هم د يوې لسيزې وړاندې په پرتله په افغانستان کې د ګرځندوی د ودې فرصتونه ډېر ښکاري خو لا يې هم پر وړاندې يو لړ خنډونه پراته دي.

د افغانستان په ښوونيز تاريخ کې د لومړي ځل لپاره يوه خصوصي انستيتيوټ د ګرځندوی او توريزم په څانګه کې خلک روزلي دي.

د افغانستان د ګرځندوی او کولتوري ميراثونو د انسيتوټ چارواکي وايي هڅه کوي چې دغه بهير ته دوام ورکړي او له دغې لارې غواړي په افغانستان کې توريزم ته وده ورکړي.

ددغه انستيتوټ مشر رسول باوري له دولته وغوښتل چې د ښوونځيو په ښوونيز نصاب کې د توريزم يو مضمون ځای کړي.

لسيزې وړاندې ګرځندوی له اقتصادي پلوه د افغانستان د بوديجې لويه برخه پوره کوله.

خو د جګړو پر مهال له يوې خوا د ګرځندوی د راماتولو سترې سرچينې - طبيعت ته زيان واوښت او له بلې خوا امنيتي حالت هومره بې باوره شو چې بهرنيو ګرځندويانو له افغانستانه پښه ونيوه.

خو په دې ورستيو کې دګرځندوی د صنعت د راژوندي کولو لپاره پر دولت سربېره په خصوصي کچه هم هلې ځلې پيل شوې دي.

د ګرځندوی پر لسګونه شرکتونو سره بېره د ګرځندوی او کولتوري ميراثونو په نوم يوه انستيټيټوټ هم په کار پيل کړی دی.

د انستيټوټ مشر پوهنوال رسول باوري وايي د دوی انسيټيټوټ په دغې برخه کې لومړنۍ روزنيزه او ښونيزه اداره ده چې خلک د ګرځندوی په برخه کې روزي او دغه صنعت ته وده ورکوي.

د افغانستان د کولتوري ميراثونو او ګرځندوی انيسټيوټ له جوړېدو وروسته په لومړي ځل فارغان هم ورکړل چې ښاغلی باوري يې په اړه وايي.

په هرات کې يو شمېر لرغوني ځایونه

توريزم او ګرځندوی د امهال د نړۍ د ځينو هېوادونو د عايدو تر ټولو لويه سرچينه بلل کېږي چې ښې بېلګې يې مصر، ترکيه ،بوتان بلل کېږي.

ښاغلی باوري هم پر دې باور دی چې که په افغانستان کې د ګرځندوی ودې ته پام وشي نو د نويو موندل شوي طبعي زېرمو او کانونو په پرتله به يې افغانستان ته ګټه ډېره او همېشنۍ وي.

اوس که څه هم د يوې لسيزې وړاندې په پرتله په افغانستان کې د ګرځندوی د ودې فرصتونه ډېر ښکاري خو لا يې هم پر وړاندې يو لړ خنډونه پراته دي.

ښاغلی باوري که څه هم له دولته نهيلی دی خو وايي د ګرځندوی د ودې لپاره بايد د ښوونځيو په درسي نصاب کې يو مضمون ور زيات شي.

دغه راز هغه زياته کړه چې افغانې رسنۍ هم کولای شي په افغانستان کې د ګرځندوی د ودې او پراختيا لپاره کار وکړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .