جاپاني د خپلې مور مړی ۹ کاله په بکس کې ساتلی و

جاپان
Image caption په جاپان کې تر ۴۰ زرو ډېر د زیات عمر کسان شته.

جاپاني چارواکو د یوې زړې ښځې مړی موندلی، چې زوی یې هغه نهه کاله په بکس کې ساتلې وه، او د پولیسو لخوا د ورکو شوو په لېست کې اعلان شوې وه.

د دغې ښځې پولیسو ته په تحقیقاتو کې ويلي، چې مور يې په ۲۰۰۱ کال کې مړه شوه، خو هغه یې د خښولو لپاره کافي پیسې نه لرلې.

۶۴ کلن سړي ويلي "د هغې مړینه مې اعلان نه کړه؛ ځکه چې د خښولو لپاره مې کافي پیسې نه لرلې."

پولیسو ویلي چې "د هغې مړی یې د یو څه وخت لپاره اېښی و، او بیا يې په حمام کې مینځلی و، چې له دې سره یې ځينې هډوکي مات او هغه یې په یوه بکس کې وساتله."

خو جاپاني چارواکو لاهم د دغې ښځې په نامه میاشتنی معاش بانک ته لېږه، چې له دې سره پولیس وايي چې ښايي زوی به يې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره څه چل جوړ کړی و.

جاپاني چارواکي دا مهال د هغو کسانو په لټه کې دي، چې عمرونه یې تر ۱۰۰ کلونو اوښتي.

دا لړۍ وروسته له هغه پيل شوه، چې جاپان په خپل ریکارډ کې د یوه ۱۱۱ کلن سړي نوم وموند، خو هغه لا ۳۰ کاله مخکې مړ شوی و.

د جاپان د رسنیو په وینا، دا مهال د هغو۲۸۱ د د ډېر عمر کسانو لټون روان دی، چې یا مړه شوي او یا هم د ورکو شوو په لېست کې دي.

د ویلو ده چې په جاپان کې تر ۴۰ زرو ډېر سپين ږيري کسان له حکومت سره ثبت شوي، خو دا وېره هم شته، چې ښايي ځينې کورنۍ د دغو کسانو په نامه د پيسو تر لاسه کولو ته کومه دسیسه جوړه کړې وي.