د یونان اودېسې حماسه خیالي نه، واقعیت وه

odysseus

په يونان کې د لرغون پوهانو يوې ډلې ويلي د دغه هېواد په اودېسې ټاپو کې يې د اولیس "ایساکا پاچا" هغه ماڼۍ کشف کړې، چې د همدې حماسې په نامه یادېده.

د اولیس "ایساکا پاچا" د اودیسه شعري حماسې اتل ښودل شوی.

لرغون پوهانو ویلي چې د اودېسې حماسه خيالي نه وه، بلکې حقیقت يې درلود.

که چېرې رښتيا هم دغه اسطوره حقیقت ولري، دا به په یونان کې تر الیاذه وروسته دویمه لویه حماسه وي، چې د حقیقت په اړه يې خبرې کېږي.

د اودېسې ټاپو د یونان په شمال لوېديځ ساحلي څنډو کې موقعیت لري.

د یونان د ایونینا پوهنتون څېړونکي وايي له۳۰ کلونو وروسته اولیس پاچا دې ټاپو ته راستون شوی، چې په وينا يې هلته اوس د درې پوړيزه دانیو کنډوالې او اثار موندل شوي دي.

دوی وايي په دغو ودانیو کې د ننه په تيږو کې توږل شوې زينې هم کشف شوې، چې په کوزنۍ برخه کې یې يو څا او یو لوی تنور دی.

دوی وايي چې دا ودانۍ تر میلاد مخکې له اتمې پېړۍ سره تړاو لري، چې په غالب ګمان ایساتا پاچا پکې اوسېدلی دی.

څېړونکو ويلي دغه ودانۍ کټ مټ د شعري حماسې د لیکونکي هومیروس له شعر سره ورته والی لري.

هومیروس په خپل شعري حماسه کې د دې ودانۍ ستاینه کړې ده.

تر دې وړاندې د لرغونو اثارو یوه استاد تاناسیس بابادوبولوس هلته پوره ۱۶ کاله کيندنې وکړې، چې د مسینا، بایلوس او نورو سیمو له ماڼیو سره ورته والی لري.

د څېړونکو دې اعلان ته بیا ځينو علمي سټو د شک په سترګه کتلي، او وايي چې د هومیروس د شعري حماسې اتل اولیس یوازې خیالي کرکټر و، او هېڅ حقیقت نه لري.

مخکې يوه برتانوي څېړونکي رابرټ بتلیستون هم ويلي وو چې د دغه ټاپو په اړه د هومیروس ستاینې، چې هغه مهال اولیس پرې واکمن و، د ایساکا له اوسني ټاپو سره سر نه خوري. او د هومیروس ټاپو د سیفالونیا ټاپو په اړونده باليکي ټاپو کې موقعیت درلود.

بتلیستون په دې باور دی، چې باليکي د سیفالونیا له ټاپو څخه تر سختو زلزلو وروسته د تيږو په رالوېدو سره د یوه تونل په وسیله جلا شوی دی.