د جان لینون تشناب په ۱۵ زره ډالر خرڅ شو

د جان لینون تشناب
Image caption د هغه تشناب د یوه داسې کس لخوا د انګلستان په لیورپول او د لینون په پلرني ښار کې لیلام ته وړاندې شو.

د بيټلز موسیقۍ د مشهورې ډلې غړي جان لینون لخوا کارول شوی تشناب په لیلام کې په ۱۵ زره امريکايي ډالرو خرڅ شوی دی.

د بیټلز یا (ګونګټو) ډلې څلور غړي لرل، چې يو يې ښاغلی جان لینون و.

که څه هم د دې تشناب قیمت ډېر لږ و، خو له خپل عادي قیمت څخه لس ځلې لوړ خرڅ شوی دی.

دغه تشناب له رنګارنګ توږل شوو تیږو او خټينو توکو جوړ شوی و.

کله چې ښاغلي لینون د تېرې پېړۍ په اویایمه لسیزه کې د انګلستان له جنوب څخه د خپل استوګنځي د ترمیم نیت وکړ، د هغه لخوا کارېدونکی تشناب له خپل ځایه بې ځایه شو.

مخکې له دې چې د هغه دغه تشناب لیلام ته وړاندې شي، دا تشناب ده لینون په خاص باغ کې د ۴۰ کلونو لپاره ساتل شوی و.

د هغه تشناب د یوه داسې کس لخوا د انګلستان په لیورپول او د لینون په پلرني ښار کې لیلام ته وړاندې شو.