په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

معنوي: د درغلیو امکان شته، خو تر خپله وسه به یې مخه نیسو

Image caption ښاغلی معنوي وايي د درغلیو او جعلي رای پاڼو کشفول د استخباراتو او پوليسو دنده ده، نه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر فضل احمد معنوي وايي چې په پارلماني ټاکنو کې د درغلیو امکان شته، شته خو زیاتوي چې دوی به تر خپله وسه هڅه وکړي چې د هر ډول درغلیو مه ونیسي.

ښاغلی معنوي پر همدې مهال د هېواد پر امنيتي او کشفي څانګو غږ کوي چې د جعلي کارتونو د کارونې مخه ونیسي.

نوموړي له خلکو غوښتي چې د درغلیو په مخنيوي کې همکاري وکړي.

ښاغلی معنوي همدا راز واييچې د ټاکنو د امنیت په اړه لاتراوسه په بشپړ ډول ډاډه نه دی.

په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر داود اعظمي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له مشر فضل احمد معنوي سره د یوې ځانګړې مرکې په پيأ کې پ،ښتلي چې د درغلیو مخه به څرنګه نیسي او خلکو ته څه ډاډ ورکولای شي چې په ټاکنو کې به درغلۍ نه کېږي؟