په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نوروز منگل : هيله لرم د کبير خان نشتوالى احساس نه کړو

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله له کابله شارجې ته د جمعې په سهار ( د سپتمبر ١٧ د وږي ٢٦ ) خوځيدونکې ده .

په تيرو نژدې دوو کلونو کې به دا لومړى ځل وي چې ملي لوبډله بې له کبير خانه بهرنى سفر کوي .

Image caption نوروز منگل هيله من دى چې د کبير خان نشتوالى به ډير منفي اغيز ونه لري .

پنځلس کسيزه ملي لوبډله به په شارجه کې له خپل نوي روزونکي راشد لطيف سره د کينيا د سفر لپاره روزنه کوي .

د اکتوبر په پيل کې به افغانستان په کينيا کې يوه څلور ورځنۍ او يو شمير يو ورځنۍ لوبې کوي .

د ملي لوبډلې کپتان نورز منگل شارجې ته تر خوځيدو وړاندې له بي بي سي سره په خبرو کې پر خپل روزنيز کمپ خبرې وکړې خو په پيل کې يې د انگلستان د وتلي لوبغاړي فريدي فلنټاف پر تقاعد خپل نظر وښود .