په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لوی څارنوال: 'د ټاکنیزو سرغړونو په جرمي اړخونو کار کوو'

Image caption محمد اسحق الکو: ''ټولو ولایتونو ته مو پلاوي لېږلي، چې د شکایتونو ځایونه مشخص کړي''.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي د ولسي جرګې د ټاکنو او په ټاکنو کې د سرغړونو، درغليو او لاسوهنو په اړه يې پلټنې پيل کړې دي .

د قانون له مخې بايد دغه شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وارزوي خو لويه څارنوالي وايي چې دوی د سرغړونو په جرمي اړخونو باندې کار کوي.

هميم جلالزي په دې اړه د افغانستان له لوی څارنوال محمد اسحق الکو سره مرکه کړې او په سر کې د شکايتونو د ارزونې لپاره د لويې څارنوالۍ د مکانيزم په اړه ترې پوښتلي دي ؟