په فضا کې د شتمنو سیلانیانو لپاره" فضايي هوټل"

Image caption نوفوستي د کوستنکو له خولې وايي: "دغه هوټل به د ځمکنیو هوټلونو په څېر نه وي، بلکې ډېر به ارامه وي او زموږ مېلمانه به وکولی شي چې د هوټل له لویو لویو کړکیو څخه ځمکه هم وویني."

یو روسی شرکت هوډ لري، چې په فضا کې د نړۍ د شتمنو سیلانیانو لپاره یو "فضايي هوټل" جوړ کړي.

د روسیې نوفوستي خبري اژانس د (اوربيتال ټيکنالوجي) په نامه شرکت له خولې وايي، په دغه هوټل کې به د ۲۰۱۶ کال تر راتلو پورې د مېلمنو د پالنې لپاره څلور خونې جوړې کړای شي.

دغه شرکت زیاتوي، د هوټل مېلمانه به له ځمکې څخه فضا ته د ( سویوز) فضايي بۍړۍ په مټ لېږدول کېږي.

دغه بېړۍ دا مهال فضا ته ختونکي کسان لېږدوي.

دغه شرکت چې دفتر یې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې دی، په فضا کې د جوړېدونکي فضايي هوټل د جوړېدو څرنګوالی نه دی په ډاګه کړی.

تر اوسه هغه کسان چې فضا ته تګ غواړي، باید نړیوالې فضايي ادارې ته ورشي او له هغې لارې فضا ته ولاړ شي.

خو د دغه شرکت مدیر او د هوټل د چارو سمبالوونکی سیرګي کوستنکو وايي دغه " فضايي هوټل" به خپلو مشتریانو او مېلمنو ته ډېره په زړه پورې فضا جوړه کړي.

نوفوستي د کوستنکو له خولې وايي: "دغه هوټل به د ځمکنیو هوټلونو په څېر نه وي، بلکې ډېر به ارامه وي او زموږ مېلمانه به وکولی شي چې د هوټل له لویو لویو کړکیو څخه ځمکه هم وویني."

د شرکت مدير وايي دغه هوټل به یوازې د شتمنو سیلانیانو او یا په شرکت کې د هغو خاصو کارکوونکو لپاره وي، چې غواړي په فضا کې علمي څېړنې وکړي.

دی زیاتوي، دغه فضايي هوټل به د نړیوالې فضايي اډې په چوکاټ کې وي، څلور خونې به لري، چې هره یوه به ۲۰ مکعب متر اوږده او د اوو کسانو لپاره به کفایت کوي.

Image caption په دغه فضايي هوټل کې به د ۲۰۱۶ کال تر راتلو پورې د مېلمنو د پالنې لپاره څلور خونې جوړې کړای شي.

کوستنکو دا نه ده څرګنده کړې چې ایا د هر مېلمه د پالنې لګښت به څومره وي، خو زیاتوي چې د مېلمنو په خوښه په نړیواله کچه شهرت لرونکي پخوونکي دوی ته خواړه پخوي.

که څه هم د دغه جوړېدونکي هوټل د څرنګوالي په اړه ډېر مالومات نه شته، خو د شرکت خاصه وېبپاڼه وايي چې (انرجیا) شرکت چې د روسيې د دولت لخوا تمویلېږي، د هوټل د پروژې د پرمخ وړلو قراردادي دی.

کوستنکو وايي: " په دې تړاو له (انرجیا) شرکت او د روسیې له فضايي ادارې سره قرارداد لاسلیک شوی، او یو شمېر روسي او امریکايي پانګوالو په دې پروژه کې د سلګونو میلیونو ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده."

خو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د روسیې د فضايي ادارې د فضايي چارو د مسؤول الیکسي کراسنوف له خولې ویلي له دغه هوټل نه د بېړنیو حالاتو پرمهال په فضا کې د کارکوونکو د لنډمهاله خوندي ځای په ګټه اخیستل کېدای شي.

ورته مطالب